د ننګرهاروالی د ولسمشر فرمان نه منی ختیز زون د مافیا په منګلو کې دی

- ۲۱ سنبله ۱۳۹۱

له تېرو یوولسو کلونو راهیسې ننګرهاریان هر کال په سرې ګرمۍ کې سوځی او د برېښنا غوښتنې چغې وهی او هر کال ورسره د دولتی چارواکیو له لوری د برېښنا د ور رسېدو ژمنې کېږی.
یوشمېر شننونکی وایی، چې د دولتی ادارې ناغېړی او په ختیز کې فعاله او حاکمه مافیا د دغه کار مخنیوی کوی.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ذبیح الله زمری وایی، چې د ننګرهار والی د ولسمشر کرزی فرمان نه منی.
هغه وایی، ننګرهار ته د نغلو برېښنا را تګ ژمنې له تېرو دوو کلونو راهیسې کېږی، خو تر اوس هم په دې برخه کې عملی ګامونه نه دی اخیستل شوی.
هغه وایی، چې په ولایتونو کې والیان د ولسمشر اجرایوی او رسمی استازی وی، خو د ننګرهار والی کار ته شا کړې ده، د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره پلان او ستراتېژی نه لری او د برېښنا په برخه کې یې تر اوسه هېڅ اقدام نه دی کړی، چې لامل یې د والی کمزوری ماموریت او رهبریت دی.
د نوموړی په خبره، په ښار کې یوې مافیایی ډلې جنراتورونه لګولی، چې ډېر کلونه یې دولتی برېښنا خلکو ته د جنراتوری برېښنا په نوم ورکوله او پیسې یې جېبونو ته اچولې.
د ښاغلی زمری په خبره، سره له دې چې له یوې خوا والی په چارو کې له جدیت کار نه اخلی او له بلې خوا دغه مافیایی کړۍ همدا اوس هم په ننګرهار کې فعاله ده.
نوموړی وایی، چې ګل اغا شېرزی ننګرهار ته په راتلو سره ژمنه کړې وه، چې برېښنا او سړکونه به جوړوی؛ خوسړکونه یې شرکتونو په ډېر ټیټ کیفیت او لوړ قیمت جوړ کړل خو دا چې شرکتونو یې د برېښنا په برخه کې قراردادونه تر لاسه نه کړل نو والی اوس د برېښنا په برخه کې دلچسپی نه ښیی.
هغه زیاتوی، ننګرهار یو سرحدی او ستر ولایت دی، چې ډېر سوداګر لری؛ خو تر اوسه یې ښاریان له برېښنا بې برخې دی، فابریکې او صنعتی کارخانې خو لا پرېږده.

د ننګرهار د ولایتی شورا دغه غړی وایی، له والی سربېره یې دوه ځله ولسمشر کرزی ته د ننګرهار د برېښنا ستونزه وړاندې کړې او ورسره یې پرې خبرې کړی خو په وینا یې چې له ټولو هڅو سره سره بیا هم تر اوسه ننګرهار ته د برېښنا راوستنې په برخه کې چا عملی ګام نه دی اخیستی.
ښاغلی ذبیح الله زمری وایی، چې د برېښنا د نه شتون له امله د ننګرهار د کانال ډېر فارمونه او خپله د کانال پروژه له رکود او سقوط سره مخ ده.
هغه وایی، که څه هم چې یوشمېر د کانال ځمکې په واټرپمپونو اوبه کېږی خو په وینا یې چې د برېښنا د نه شتون له امله دغه ځمکې شاړې پرتې دی.
نوموړی وایی، په ننګرهار کې چې څه قراردادونه اخیستل کېږی د همدې مافیایی کړۍ له لوری اخیستل کېږی، چې خپله د ننګرهار والی هم ورسره شریک دی.
د ښاغلی زمری په خبره، د کانال ټولې ځمکې همدې مافیایی کړۍ په قرارداد اخیستې او وایی، چې ورسره د ولسمشر هغه فرمان هم شته، چې دغه قراردادونه سر له همدې تاریخه لغوه دی.
نوموړی وایی، دا چې والی ګل اغا شېرزی د ولسمشر فرمان نه منی نو دغه فرمان پلی نه شو او یاد قراردادونه اوس هم له همدې کړۍ سره دی.
همدارنګه لیکوال او خبریال ارشاد رغاند وایی، چې ختیز زون د یوې مافیایی کړۍ په منګلو کې دی او نه پرېږدی، چې د برېښنا په ورتلو سره د هغوی ګټې له ګواښ سره مخ شی.
نوموړی وایی، په دې مافیایی کړۍ کې چارواکی، سوداګر او ځینې قومی مخور شامل دی، چې د ولسی جرګې او مرکز له خوا یې هم ملاتړ کېږی.
هغه وایی، په ختیز کې امنیتی ستونزې په هغومره کچه نه دی، چې د برېښنا د ورغځولو مخه دې ونیسی.
ښاغلی رغاند زیاتوی، چې د دې پروژې لپاره مرکز په لغمان کې یوه نوې ولسوالی رامنځته کړه، پراخ امکانات یې ورته ومنل او څه وخت وړاندې د برېښنا وزیر هم یادونه وکړه، چې په دغې سیمه کې په لوی لاس نه پرېښودل کېږی، چې برېښنا دې ختیز ته ولېږدول شی.
د نوموړی په خبره، د لغمان او ننګرهار چارواکی په لوی لاس ځکه ننګرهار ته د برېښنا په ورتګ کې خنډ او ځنډ جوړوی، چې هلته د دوی ګټې له خطر سره مخ کېږی.
هغه وایی، د ننګرهار والی تورن دی، چې له ځینو سوداګرو لکه حاجی ګل مراد، حاجی فاروق او ډېر نور سوداګر چې پراخ امکانات په واک کې لری، سره په ګډه هلته شخصی جنراتورونه لری، چې ډېرې عاید ترې لاسته ورځی.
د نوموړی په خبره، که دولتی برېښنا ننګرهار ته ورشی نو د دې مافیا جنراتورونه به له منځه ولاړ شی.
نوموړی وایی، دا چې کله کله په رسنیو کې د دغو چارواکیو تر منځ ناندرۍ رامنځ ته کېږی یوه عادی مسله ده خو په اصل کې دا ټول د یوې مافیا غړی دی چې ګټه یې سره شریکه ده.
رغاند زیاتوی، په دې کې د برېښنا وزیر هم ګرم دی، چې د یوه مسوول شخص په توګه دغه چارواکی او مافیا باید افشا کړی، چې ننګرهار ته د برېښنا د ور رسولو مخه نیسی.
په وار وار مو د ننګرهار د والی له ویاند احمدضیا عبدالزی سره اړیکه ونیوله چې په دې اړه یې نظر واخلو، خو نوموړی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
همدارنګه عبدالزی، له کوم دلیل پرته د ماندګار ورځپاڼې خبریال په درواغ ویلو او په ژورنالېزم کې په بد اخلاقۍ تورنه کړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.