دا ستونزه باید پای ته ورسېږی!

گزارشگر:13 حمل 1393 - ۱۲ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3وزیرانو شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدی عملیاتو د دوه اړخیز طرز العمل مسوده په دې خاطر رد کړ چې د دیورنډ کرښې پر ځای د سرحد کلمه په کې کارول شوې ده.
د وزیرانو شورا په دې طرز العمل، چې د پاکستان له لوری وړاندیز شوی دی، د بحث پر مهال وویل، چې په مسوده کې د دیورنډ کرښې پر ځای د (سرحد) د کلیمې ذکر د دې کرښې پر سر تاریخی حساسیت ته په کتو د افغانستان له تاریخی حق او د افغانستان د اسلامی جمهوریت له روانې پالیسۍ سره په ټکر کې ده.
د افغانستان د وزیرانو شورا د دارالانشا له خبرپاڼې سره سم د کابینې په غونډه کې، چې د ولسمشر کرزی په مشرۍ جوړه شوې وه، ټولو دولتی اورګانونو ته دنده وسپارل شوه، چې له پاکستان سره تر هر راز خبرو اترو مخکې باید په ټولو لیکونو، سندونو، یادښتونو او خبرو کې د (سرحد) پر ځای د (ډیورنډ کرښه) کلیمه وکاروی.
ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه تاریخی اختلافی مساله ده چې دواړه هېوادونه یې تر اوسه په حل کولو نه دی توانېدلی او یا دا چې د افغانستان حکومتونو په رسمیت نه ده پېژندلې. خو اوس پوښتنه دا را پیدا کېږی چې حکومت ولې په دې حساسه تاریخی شېبه کې دا مساله راپورته کړه. د اوسنی حکومت وخت پای ته رسېدونکی دی او په راتلونکې جوزا میاشت کې به د ټاکنو له لارې رامنځته شوی حکومت د واګو چارې په خپل لاس کې واخلی.
اوسنی حکومت غواړی چې د دا ډول تاریخی او لانجمنو مسایلو په را مطرح کولو سره راتلونکی حکومت له ستونزو سره مخ کړی. کله چې داسې مسایل مطرح شی نو له ځانه سره ګڼ او سخت غبرګونونه لری. راتلونکی حکومت مکلف دی چې دې مسایلو ته ځواب ووایی او په یو ډول نه یو ډول له پاکستان او افغان ملت سره په ستونزو کې ښکېل شی.
راتلونکی حکومت به ارو مرو دې مسایلې د حل لاره لټوی او په کار ده چې دا مساله حل شی، خو نباید له دې مسالې نه اوسنی حکومت سیاسی ګټه پورته کړی. په تېرو دیارلسو کلونو کې یې دغه ډول دریځ نه و غوره کړی.
د دې مسالې حل اړین دی، چې د دواړو هېوادونو دولتونه د هر اړخیزو خبرو اترو په لړ کې په سوله ییز ډول یې حل کړی. یانې که افغانستان دا کرښه په رسمیت پېژنی پاکستان هم باید په بدل کې افغانستان ته ځینې سهولتونه برابر کړی او ځینې مسایل په رسمیت وپېژنی چې مهم هغه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او د افغان حکومت له مخالفانو نه ملاتړ دی.
د تاریخ په اوږدو کې ښکاری چې پاکستان تل د افغان حکومت له مخالفانو ملاتړ کړی او د اسلام په نامه یې ترې ګټه پورته کړې دهد کابل حکومتونه یې ړنګ کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده. له سردار محمد داوود خان نه رانیولې تر دا ننه پورې افغان ملت د همدې مسالې له امله د ارام شېبې نه لری. کله چې افغان حکومت د دې مسالې د نه منلو خبره را پورته کوی په بدل کې یې پاکستان په افغانستان کې ځانمرګو بریدونو، چاودنو او بغاوتونو ته زور ورکوی. د سردارمحمد داوود د حکومت له مهاله پاکستان د افغان دولت مخالفان په خپلو مدرسو کې روزلی او د جګړې لپاره یې افغانستان ته را استولی دی.
بله خبره دا ده چې د پولې هاخوا پښتانه ځان په افغانستان پورې نه نښلوی او نه غواړی له افغانستان سره یو ځای شی نو په دې صورت کې د افغان حکومت استدلال هېڅ ګټه نه لری پرته له دې چې په هېواد کې د ځانمرګیو بریدونو لړۍ زور واخلی او بېګناه خلک خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ولسمشر کرزی د حکومت دا دریځ او له دې مسالې نه سیاسی ګټنه به د هېواد او خلکو لپاره ښې پایلې ونه لری. نور باید دا تفکر ختم شی او له پاکستان سره په دې اړه افغانستان یو تفاهم ته ورسېږی څو دواړه هېوادونه په سولې، امن او ثبات کې ژوند وکړی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنۍ ټولې ستونزې له همدې مسالې سرچینه اخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.