پاکستان غواړی افغانی او پاکستانی طالبان په یوه جبهه کې وجنګوی

گزارشگر:27 حمل 1393 - ۲۶ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3د سولې عالی شورا وایی، تر اوسه د ملا اغا جان معتصم برخلیک روښانه نه دی، خو افغان حکومت یې د موندلو هڅې پیل کړی دی. دغه راز سیاسی شننونکی وایی، چې د ملاعمر له لوری د پاکستانیو طالبانو د اختلافونو حلولو موخه د افغانستان په جبهه کې د پاکستانیو او افغانی طالبانو جنګول دی.
د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو مسوول محمداسماعیل قاسمیار ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، افغان حکومت د ملااغا جان معتصم د برخلیک معلومولو په لټه کې دی؛ خو تر اوسه یې دوی ته کره معلومات نه دی ورکړی.
د ده په وینا، دا چې معتصم اغا افغان دی، پوښتنه، پلټنه او ترې دفاع کول یې د افغان دولت مسوولیت دی.
نوموړی د پاکستان حکومت له لوری له زندانه د طالب بندیانو خوشې کېدو او له قبایلی مشرانو د پاکستانیو طالبانو ترمنځ د شخړو حلولو لپاره د ملاعمر غوښتنې ته اشارې وویل، چې ښایی دغه مساله د پاکستان حکومت او پاکستانی طالبانو د جوړ جاړی لپاره وی، چې پر افغانستان به مثبت اغېز هم وکړی.
ښاغلی قاسمیار زیاته کړه، حتمی نه ده چې د هوا ګرمېدل، له زندانه د طالب بندیانو خوشې کېدل او ورسره د پاکستان حکومت جوړېدل د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې په جګړې ناوړه اغېز وکړی.
هغه وویل، که چېرې د پاکستانی طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ روغه کېږی، ښایی په دې سره افغانستان کې هم ترې ګټنه وشی؛ خو وایی: (( په دې کې هم شک نشته چې دوی ( پاکستانی استخبارات او پوځیان ) د افغانستان لپاره روښانه برنامه لری. دوی تل هڅه کوی چې د ځان لپاره یو سرپوښ او بهانه پیدا کړی.))
د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مسوول وایی، تېرو ټاکنو روښانه کړه، چې افغان ملت د طالبانو له ګواښونو او بریدونو نه وېرېږی: (( د کابل سرینا پېښې چې د ډېرو امنیتی تدابیرو باوجود ترسره شوه، خلک یې ونه ډار کړل. طالبان هم اوس دې پایلې ته رسېدلی دی چې افغانان ټول یو موټی دی. یووالی لری او خپل دریځ یې غښتلی کړی دی. په ټاکنو کې د خلکو میلیونی ګډون او ونډه اخیستنه د دې مسالې ښه شاهده ده.))
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نوی حکومت په راتلو سره به د سولې د پروسې برخلیک څه شی وویل، چې د ولسمشرۍ ټولو نوماندو د سولې پروسه په خپلو کاری لومړیتوبونو کې ځای کړې ده او له سولې پرته نشی کېدای، بدولون او پراختیا راشی.
ښاغلی محمداسماعیل قاسمیار زیاتوی، چې سوله په هېواد کې یو حیاتی اړتیا ده، چې راتلونکی حکومت به پر سولې مثبت اغېز وکړی او د نوی حکومت د کار په پیل کې به د سولې پروسه شامله وی.
ده ویل، چې په ټاکنو کې د خلکو میلیونی ګډون د مذاکرو په مېز کې د دوی دریځ پیاوړی کړی دی او هیله من دی، چې د نوی حکومت په راتلو سره به د سولې پروسه بریالۍ او هېواد به د تلپاتی امنیت او سولې خاوند وی.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په دوبۍ کې د ملااغا جان معتصم غونډې د طالبانو او ای اېس ای اندېښنې را پورته کړې او د دې لپاره چې طالبان ونه ویشل شی او د هغوی ستونزې ډېرې نشی، د نوموړی په تری تم کېدو لاس پورې شو.
د ده په وینا، ای اېس ای به تر هغې په افغانستان کې د سولې راوستو ته اجازه ورنه کړی؛ څو د دوی د خوښې وړ حکومت راغلی نه وی: (( طالبان تر اوسه د سولې د خبرو اترو لپاره چمتو شوی نه دی او نه یې افغان حکومت په رسمیت پېژندلی دی. په فرانسه او دوبۍ کې چې کومې ناستې وشوې په هغه کې د ملاعمر استازی نه و. ))
استاد بشر وایی، چې د هوا په ګرمېدو سره هر کال په هېواد کې د طالبانو جګړې زور اخلی او د دې لپاره چې سږکال پاکستانی او افغان طالبان په یوه جبهه کې وجنګېږی، ملاعمر د پاکستانیو طالبانو ترمنځ د اختلافونو د له منځه وړلو او پاکستان د طالبانو د پیاوړی کېدو هڅې پیل کړی دی.
د هغه په خبره، چې د امنیتی تړون نه لاسلیک طالبان زړور کړی دی؛ خو تر هغې چې پر ای اېس ای فشار راوړل شوی نه وی او سولې ته اماده شوې نه وی، دا مساله نشی حل کېدای.
نوموړی دا د حیرانۍ وړ وبلله، چې په افغانستان کې طالبانو ته جګړه جهاد خو په پاکستان کې ورته جګړه ناروا ګڼل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.