خلک نه غواړی په موقت حکومت سره لس کاله شاته وګرځی

گزارشگر:1 ثور 1393 - ۳۱ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې په هېواد کې د موقت حکومت رامنځته کولو بحثونه له اساسی قانون سره په ټکر او نه عملی کېدونکی دی. هغوی وایی، په کار ده چې د دې بحثونو پر ځای د ټاکنو سلامتۍ ته کار وشی.
له دې وړاندې عبدالستار سیرت وړاندیز کړی و، چې په هېواد کې لومړی یو موقت حکومت رامنځته او له هغې وروسته دې ټاکنې ترسره شی. هغه ویلی ول، غواړی له طالبانو سره سوله وکړی. خو سیاسی شننونکی وایی، د دې ډول طرحو وخت تېر شوی دی.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو څېړونکی فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په اوسنی وخت کې د موقت او یا هم د انتقالی حکومت طرحه په هېڅ ډول د منلو او پلی کولو وړ نه ده.
هغه وایی، د موقت حکومت طرحه د ښاغلی سیرت نظر دی؛ خو دا طرحه تر هغه وخته د پلی کولو وړ نه ده؛ څو اساسی قانون تعدیل شوی وی.
د نوموړی په خبره، له دې امله هم دا طرحه د عملی کېدو نه ده چې په اساسی قانون کې دوه اصله د تعدیل وړ نه دی، یو د اسلام دین او بل هم جمهوری نظام؛ نو د موقت حکومت رامنځته کېدل امکان نه لری.
استاد بشر وویل، ښه دا وه چې سیرت خپله دا طرحه په بن کنفرانس کې چې نوموړی یې هم برخه والو وړاندې کړې وه: (( بله خبره دا ده چې د سولې لپاره لازمه نه ده چې نظام بدل شی، کېدای له راتلونکی حکومت سره د سولې پروګرام پر مخ یوړل شی. ځکه ټاکنې شوی او نوی حکومت راځی. اوسنی حکومت چې د سولې کومې هڅې پیل کړی، هغه نه اساس لری او نه هم بنسټ. ځکه سوله له هغه چا سره کېږی، چې طرف کې نه وی، د سولې عالی شورا ډېر غړی د طالبانو پخوانی دښمنان او ځینې یې د سولې مخالف دی.))
د ده په وینا، اوس خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې او رایه یې ورکړې ده، په کار ده چې د خلکو رایو ته درنښت وشی، که چېرې موقت حکومت رامنځته کېږی دا د ولس له رایو سره جفا ده.
نوموړی زیاتوی، چې د افغانستان اوسنیو شرایطو کې دا ډول طرحې هېڅ ځای نه لری او نه یې د پلی کېدو امکان شته.
استاد فاروق بشر وویل، ښایی سیرت د ولسمشرۍ له ځینو نوماندو سره په اړیکه کې وی، یا ځینو بهرنیانو ژمنه ورکړې وی، چې په راتلونکی حکومت کې به نوموړی ته هم ونډه ورکړی، هغه ډول چې د ولسمشرۍ دوو مخکښو نوماندو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی احمدزی ویلی چې حکومت به یې پراخ بنسټه او همه شمول وی، نو ښایی په راتلونکی حکومت کې ښاغلی سیرت ته هم ځای وی؛ خو دا نه معلومه چې څه ډول ځای، ځکه په دې اړه وړاندوېینه مخکې له وخت نه ده.
همدارنګه د سیاسی چارو څېړونکی میاګل وثیق هم په اوسنی وخت کې د موقت حکومت طرحه د نه پلی کېدو وړ بولی او زیاتوی، چې افغان ملت اوس یو بهیر کړی او ډېر پرمختګ یې کړی دی.
هغه وایی، افغانستان ټاکنې ترسره کړی، خلکو په پراخ ډول په ټاکنو کې برخه اخیستې اوس باید د دې ټاکنو سلامتۍ ته کار وشی، درغل رایې باطلې شی، کمېسیونونه باید بې پرې کار وکړی او پایلې اعلان کړی.
نوموړی زیاتوی، خلک نور د جوړجاړیو او تفاهمونو له لارې رامنځته شوی حکومت نه غواړی، بلکې خلکو د دې لپاره رایه ورکړې، چې په راتلونکې یو مقتدر، پیاوړی او د ملت د ارادې تمثیلوونکی حکومت رامنځته کړی.
ښاغلی وثیق وویل، خلک له اوسنیو ستونزو د هېواد ایستل غواړی: (( خلک بیا له سره نه غواړی چې موقت حکومت رامنځته شی، افغانستان بیا لس کاله وروسته وګرځی، په تېر لس کلن بهیر خط را ښکل شی، ارزښتونه له منځه یوړل شی او اساسی قانون ته سپکاوی وشی.))
د ده په وینا، اساسی قانون خلکو ته هر څه روښانه کړی دی او په کار ده چې د اساسی قانون پلی شی، چې موقت حکومت له اساسی قانون نه خلاف دی: (( په تېرو دیارلسو کلونو کې میلیاردونه نړۍ والې مرستې ولګېدې. وینې تویې شوې، اوس باید دا بهیر لا پسې پیاوړی او غښتلی شی. د خلکو په رایه یو متقدر او مشروع حکومت د ټاکنو له لارې رامنځته شی. د موقت حکومت طرحې د منلو نه دی.))
هغه زیاتوی، نپوهېږی چې له ټاکنو وروسته چې خلک یې پایلو ته په تمه دی، د موقت حکومت طرحه وړاندې کېږی.
د نوموړی په وینا، چې خلکو د موقت حکومت تجربه ترسره کړې ده، بیا نه غواړی تجربه شی او د موقت حکومت طرحه په یو ډول د ټاکنو د پروسې شنډول دی.
د سیاسی چارو دغه شننونکی وایی، که چېرې موقت حکومت رامنځته شی د میلیونونو رایه ورکوونکیو ځواب به څوک ووایی او هغه نوماندان به چې خلکو رایه ورکړې؛ خلکو ته څه ځواب ووایی؟
ښاغلی میاګل وثیق وایی، تر هغې چې نظام د خلکو له ملاتړه برخمن نه وی، د موقتی حکومتونو جوړول ستونزې نه حلوی، په کار دا چې اوسنۍ پیل شوې لړۍ پیاوړې شی، د خلکو د ارادې او خوښې سره سم حکومت رامنځته شی، څو د ولس له ملاتړه برخمن وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.