دولت په ارګو د مرستو په وېشلو کې ناتوانه دی

گزارشگر:17 ثور 1393 - ۱۶ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېدو له پېښې وروسته چې سلګونه کورنۍ یې تر خاورو لاندې کړې، په ټول هېواد کې د خلکو، دولت او نړۍ والو موسسو له لوری له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو بهیر پیل شو. خو د ولسی جرګې غړی او سیاسی شننونکی اندېښنه لری، چې د دې مرستو د پراګندګۍ له امله به ډېرې مرستې ضایع شی. هغوی وایی، تر اوسه هم له زیانمنو شویو کورنیو سره وړ مرستې نه دی شوی.
د ولسی جرګې غړی ډاکټر نقیب الله فایق چې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یې د مرسته رسولو او وېشلو بهیر له نېږدې کتلی وایی، چې د دغو مرستو د وېشلو لپاره مدیریت شتون نه لری.
هغه ماندګار ورځپاڼې ته وویل، دوی لومړنۍ ډله وه چې په خپلو موټرونو کې د پېښې سیمې ته له مرستو سره یو ځای ورسېدل؛ خو په سیمه کې د مرسته وېشلو بېلابېلې مراجع وې چې بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی و.
دی وایی، په شمالی ولایتونو کې ( سرپل، فاریاب، جوزجان، بادغیس ) د مرستو وېشلو تجربې ته په کتو، په بدخشان کې خلک د مرستو وېشلو له بهیره خوښ نه دی او وېره لری چې دغه مرستې به ضایع شی، ځکه تر اوسه د مرستو د وېشلو د کمېسیون مشران درې ځلې بدل شوی دی.
د ده په خبره، دغه راز کومې مرستې چې حکومت کوی هغه والی ته سپارل کېږی، سوداګر او شتمن چې مرستې کوی هغه یوه بل کمېسیون ته سپارل کېږی او ځینې نور خلک بیا په خپله په سیمه کې په فردی ډول مرستې وېشی، چې دا کار د ډېرې بې نظمۍ ښکارندوی دی.
ښاغلی فایق زیاته کړه، د مرستو وېشلو هغه کمېسیون چې له بې پرې خلکو جوړ او ځایی اوسېدونکیو ته د منلو وړ دی، هغوی بیا د مدیریت تجربه نه لری، دغه راز د بدخشان والی بیا په سیمه کې په خپل سر د مرستو وېشل بند کړی: (( څو ډلې خلک دی. د خلکو د مرستو وېشلو کمېسیون بېل دی. حکومتی کمېسیون بېل دی. هغه خلک چې مرستې باید ورسره شوی د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دی. تر اوسه له هغوی سره په اغېزمن ډول مرستې نه دی شوی. هغوی ډوډۍ او اوبه نه دی رسېدلی. همدارنګه هغوی دېګ، کاسه او دېګ بخار نه لری، هغوی داسې څه نه لری چې په کې کتغ وکړی، له سون توکی او د اشپزخانې وسایل نو غنم او وریجې به هغوی څه وکړی.))
د ولسی جرګې دغه غړی د والی هغه ارقام غیر مسوولانه او د کال تر ټولو ستر درواغ وبلل، چې ویلی یې ول د بدخشان په پېښه کې کابو دوه نیم زره کسان تر خاورو لاندې شوی دی: (( موږ د ښوونځیو د ارقامو او د ملی پیوستون د پروګرامو له ارقامو وایی، چې ۲۵۵ کسان تر خاورو لاندې شوی دی. خو والی چې له هوا ارقام ورکوی موږ ورته د ۲۰۱۴ کال تر ټولو ستر دروغ نوم ایښی دی. هغه ادعا کوی چې په سیمه کې ۲۵۰۰ کسان وژل شوی دی. دا هېڅ امکان نه لری.))
نوموړی زیاته کړه، والی د دې پر ځای چې خلکو ته مرستې ورسوی او د ورکو شویو کسانو موندنه وکړی، غایبانه جنازه یې ترسره کړه، چې دا کار یې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو: (( خلک وایی موږ ډوډۍ او اوبه نه غواړو. زموږ د کورنۍ غړی پیدا کړئ. خلک وایی، کېدای شی ځینې کسان اوس هم ژوندی وی. خو والی غایبانه جنازه واخیسته. باید لټون شوی وای. که د دولت زور نه وای رسېدلی نو په خلکو به یې غږ کړی وای سلګونه او حتی زرګونه داوطلب ځوانان به ورغلی وای. مګر دا کار ونشو. د خلکو د ډاډ لپاره په کار ده چې د هغوی د کورنیو د غړو جسدونه پیدا شی.والی هوایی خبرې کوی.))
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او د مدنی ټولنې فعال میراحمدجوینده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دوی د بدخشان پېښې له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستو له بهیره اندېښمن دی.
هغه وایی، د زیانمنو شویو خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه نه دی تفکیک شوی، باید دا تفکیک شی چې هغوی کومو توکیو ته اړتیا لری او په لومړی قدم کې ورسره د هماغو توکیو مرسته وشی.
د نوموړی په وینا، بله اندېښنه دا ده چې د مرستو وېشلو لپاره واحد مېکانیزم او اداره نه ده رامنځته شوې، مرستې په پراګنده ډول وېشل کېږی او په سیمه کې زورواکی د مرستو ترلاسه کولو لپاره له شاوخوا نورو سیمونه هم خلک د زیانمنو کسانو په توګه راولی او مرستې ورکوی.
ښاغلی جوینده زیاته کړه، د دې لپاره که چېرې بیا هم په سیمه کې دغه دول پېښې رامنځته شی، هېڅ ډول تدابیر نه دی نیول شی، باید په دې اړه فکر وشی او په بنسټیزه توګه ورته حل ولټول ښی: (( متاسفانه په دغه ډول بېړنیو حالاتو کې باید حکومت مرستې وېشلی وای. خو په حکومت کې د شته فساد او بېروکراسۍ له امله دا کار ناشونی دی. اوس باید له بې پرې او پاکو کسانو نه کمېټې جوړې شی. مثلاً د ځایی شوراګانو، حکومت، مدنی ټولنو او خلکو ته له منلو نورو کسانو نه یو کمېسیون جوړ شی، همغږی رامنځته کړی، د فساد مخه ونیسی او په شفاف ډول دغه مرستې اړو کسانو ته ووېشی.))
د نوموړی په خبره، وزیرانو شورا تېره ورځ سیمې ته د خلکو په ورتلو بندیز ولګاوه، دا د دې ښودنه کوی چې حکومت د مرستو د وېشلو توان له لاسه ورکړی او دا کار باید اوس داوطلبو پاکو کسانو او کمېسیون ته وسپارل شی. په وار وار مو هڅه وکړه چې په دې اړه د بدخشان د والی او یا هم د هغه د ویاند څرګندونې واخلو، خو چا مو ټېلیفون را ځواب نه کړ.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.