پاکستان لا هم د افغانستان ملی حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی

گزارشگر:21 ثور 1393 - ۲۰ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3افغان شننونکی وایی، چې له امریکا نه د پاکستان دا غوښتنه چې په افغانستان کې دې د پاکستان ګټې تضمین کړی، روښانه کوی چې لا هم پاکستان د افغانستان ملی حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی دی. هغوی وایی، مشروع ګټې د هر هېواد حق دی، خو په کار ده چې پاکستان له افغان حکومت سره د تعامل لاره خپله کړی.
د سیاسی چارو شننونکی سید مظفردره صوفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د امریکایی او پاکستانی چارواکیو تر منځ لیده کاته ستونزه نه لری او د هر هېواد چارواکی کولای شی د خپلو ګټو پر اساس ناستې او لیده کاته وکړی؛ خو زیاتوی، دا د پوښتنې وړ ده چې ولې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو تامین له امریکا غواړی.
هغه زیاتوی، د پاکستان له دې غوښتنې ښکاری، چې پاکستانیان لاهم افغانستان یو اشغال شوی هېواد ګڼی او په افغانستان کې ټولې پرېکړې په امریکا پورې اړوندې ګڼی، له همدې امله ده چې خپلې سیاسی او اقتصادی ګټې له هغه هېواده غواړی.
نوموړی وویل: (( پاکستان تصور کوی چې افغان حکومت په افغانستان کې د پاکستان ګټې نادیده نیسی. او هغوی له امریکا غواړی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوستانه اړیکو چې لری یې، امریکا په افغانستان د خپل نفوذ نه په ګټنې سره د دوی د ګټو په تامین کې ورسره مرسته وکړی. بل ښایی دا نظر وی چې پاکستان په پام کې ولری د افغانستان چارې د پاکستان په ولکه کې ورکړی. څو هغه هېواد په افغانستان کې دومره پراخ لاس ولری چې په لاسوهنې سره وکولای شی خپلې ګټې خوندی کړی.))
د ده په خبره، دا چې پاکستان هره موخه ولری؛ خو له افغانستان نه نادرست تصور لری او نه غواړی په افغانستان کې شته واقعیتونه ومنی، دا چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، د افغانستان په اړه پرېکړې هم په کور دننه کېږی: (( امریکا او د نړۍ ټولو هېوادونو د افغانستان خپلواکی او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژندلې ده. ډېر ژر به ټول نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی. په تېرو ټاکنو کې خلک ول چې صندقونو ته لاړل او رایه یې ورکړه. نو د دې پر ځای چې پاکستان د نورو لمن ونیسی، په کار ده چې د نورو هېوادونو په شان د افغانستان ملی حاکمیت په رسمیت وپېژنی. د یوې سمې، منطقی او د نړۍ والو حقونو پر اساسی له افغان حکومت سره د تعامل له لارې خپلې ګټې ترلاسه کړی.))
ښاغلی دره صوفی زیاته کړه، پاکستان چې د څه شی په لټه کې دی، نه یوازې دا چې په لاس نه ورځی، بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې به هم خرابې کړی، چې د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده. د هغه په خبره، باید امریکایی چارواکی هم پاکستانیان وپوهی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دوی ته د لمن غوړولو پر ځای باید له افغان حکومت سره د تعامل لاره خپله او خپلې ګټې ترلاسه کړی: (( د افغانستان ګاونډیان، د ډېرو نېږدیوالی سره سره له افغانستان سره درست درک نه لری، او دا مساله لامل شوې چې تل د افغانستان په اړه ناسم دریځونه غوره کړی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هر هېواد په ګاونډی او یا هم په نړۍ واله کچه مشروع ګټې لری، افغانستان هم په پاکستان او پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لری.
هغه وایی، پاکستان حق لری چې په مشروع ډول د افغانستان له مارکېټ او د افغانستان له امکاناتو نه د هند او نورو هېوادونو په پرتله په مساوی ډول ګټه پورته کړی؛ خو د ستراتېژیک عمق غوښتنه یې د نه منلو او غیر مشروع غوښتنه ده.
ده زیاته کړه، پاکستان حق نه لری چې په افغانستان کې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ګټو ته زیان ورسوی او یا له غیر مشروع لارو د خپلو ګټو د تامین هڅه وکړی.
د ښاغلی حافظی په وینا، دا چې پاکستان له امریکا نه په افغانستان کې د خپلو ګټو د تامین غوښتنه کوی، څو دلایل لری: (( لومړی دا چې د اوسنی حکومت مهال پای ته رسېدلی دی. نوی حکومت هم که راځی نو هغه له بهرنیو مرستو په ځان نشی تکیه کېدلای. دا اوسنی وضعیت او نسبی ثبات چې راغلی دا هم د امریکا او نړۍ والې ټولنې په مرسته راغلی او د امریکا او ایساف په مرسته امنیت تامین شوی دی. زموږ اردو او پولیس هم د امریکا په مرسته په خپلو پښو درېدلی دی. نو اصلی طرف امریکا دی.((
نوموړی وایی، طالبان هم ورته نظر لری او په افغانستان کې اصلی لوری امریکا بولی، ځکه هغوی په وار وار ویلی، چې اصلی لوری یې امریکا دی.
د ده په وینا، پاکستان د اوږدمهاله امنیتی، سیاسی او پوځی ثبات لپاره د امریکا تضمین ته اړتیا لری، ځکه د دوی له مرستې پرته په افغانستان کې ثبات ناشونی دی.
د سیاسی چارو دغه څېړونکی زیاتوی، د امریکا لپاره په سیمه کې د افغانستان مساله ده، د پاکستان لپاره هم دا مساله مهمه ده، ځکه وېره لری که چېرې افغانستان د هند د نفوذ سیمه وګرځی؛ نو پاکستان محاصره کېږی: (( د پاکستان د ثبات او له کلابندۍ نه د خلاصون لپاره د افغانستان شتون ډېر مهم دی. هغوی په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې یو مقتدر حکومت له منقول سیاست سره رامنځته شی، چې له هند او پاکستان سره دوستانه اړیکې ولری.که څه هم چې پاکستان له موږ سره ښه نه دی کړی. خو دوستان مفیدو اړیکو ته اړتیا ده.))
ښاغلی اذرخش حافظی وایی، امریکا په سیمه کې سیمه ییزې همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوی او دا ورته ډېر اهمیت لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.