طالبان غواړی په خلکو کې روانی اندېښنې پیدا کړی

گزارشگر:سه شنبه 23 ثور 1393 - ۲۲ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3په داسې حال کې چې تېره ورځ د هېواد یوشمېر ولایتونه د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د جګړو او بریدونو شاهدان ول، یوشمېر پوځی شننونکی وایی، د افغان ځواکونو بې تفاوتۍ دغو بریدونو ته زمینه برابره کړې ده.
هغوی وایی، طالبان لا هم په بشپړ ډول مات شوی نه دی او په کار ده چې افغان ځواکونه یې پر وړاندې د لوړې درجې احضارات ولری.
تېره ورځ د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی وو، چې دوی د وسله والو مخالفانو هر ډول بریدونو ته بشپړ چمتووالی لری.
د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چریکی جنګیالی تل د وخت په تمه وی او هر کله یې چې وخت په ګټه و، بریدونه ترسره کوی.
د ده په وینا، طالبان تر اوسه په بشپړ ډول تسلیم شوی نه دی او نه لمنځه تللی، بلکې هغوی له تېرو څو کلونو راهیسې جګړې ته دوام ورکوی او په جګړه بوخت دی.
نوموړی وایی، طالبانو د وری په شپاړسمه نېټه له دې امله ماتې وخوړه، چې ټاکنې یې مختل نشو کړای؛ نو دوی له اوسنی وضعیته ګټه پورته کوی: (( هغوی په ټاکنو کې ماتې وخوړه. اوس چې موږ هر څومره ډېر تبلیغات وکړو او ووایو چې طالبانو ماتې وخوړه دا ګټه نه کوی. امنیتی ځواکونه ووایی، چې په ټاکنو کې مو خپله دنده ترسره کړه او بیا کرار کېنی، طالبان له دې فرصته ګټه اخلی او بریدونه کوی.))
ښاغلی امرخېل وایی، له پوځی ا ړخه هغه سیمې چې له طالبانو نیول کېږی، باید د لوړې درجې تدابیر ورته ونیول شی او د سیمې د ساتلو لپاره باید امنیتی ځواکونه ډېرې هڅې وکړی؛ خو د امنیتی ځواکونو د ناغېړۍ له امله وسله والو طالبانو بیا په هېواد کې بریدونه پیل کړل.
د ده په وینا، اوس د افغان ځواکونو د بې تفاوتۍ له امله طالبانو ته د بریدونو زمینه برابره شوې ده: (( اوس چې د ټاکنو د دویم پړاو خبرې ګرمې شوی. طالبان غواړی په دې ډول بریدونه سره بیا خپل ځان تثبیت کړی. هغوی غواړی له روحی پلوه تاثیر واچوی. په دې کار سره غواړی په خلکو کې اندېښنه واچوی ځکه په داسې اعمالو لاس پورې کوی.))
نوموړی وایی، طالبان هره ورځ جګړه نه کوی، بلکې خپل وار ته ګوری؛ نو په کار ده چې امنیتی ځواکونه یې پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشی.
په همدې حال کې د پوځی چارو بل څېړونکی جنرال امر الله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، که څه هم چې امنیتی ځواکونه په هر حال کې د خپل هېواد ساتنې او دفاع ته چمتو دی، خو په لاس کې یې شته وسایل د هېواد دفاع کولو ته کافی نه دی.
هغه وایی، طالبانو تل په هېواد کې فصلی او سیزنی جګړه کړې، چې سږکال بیا په پېښور کې ټولې مدرسې رخصت شوی او زده کوونکی یې په افغانستان کې جګړې ته هڅول شوی دی.
د ده په وینا، دا چې طالبانو د وری په شپاړسمه نېټه په ټاکنو کې ماتې وخوړه، اوس غواړی چې د پاکستان د پوځیانو په ملاتړ خپله دا ماتې کفاره کړی: (( هغوی چې خپلو بادارانو ته کوم تعهد ورکړی و، چې ټاکنې به ګډوډوی هغه یې پوره نشو کړی. اوس غواړی په کمزور نقطو باندې بریدونه وکړی. څو خپله ماتې کفاره کړی. په کونړ پاکستانیو پوځیانو هم د طالبانو ملاتړ ته دانګلی څو دوی ته د جګړې انګېزه او ملاتړ ورکړی.))
ښاغلی امان زیاتوی، امنیتی ځواکونه باید خپله همغږی ډېره او نړۍ واله ټولنه یې د تجهیز او اکمال برخې ته ډېره پاملرنه وکړی.
هغه وویل، له تېرو دېرشو کلونو راهیسې روښانه ده چې د افغانستان قضیه کورنۍ قضیه نه ده، بلکې سیمه ییزه او نړۍ واله مساله ده، چې ګډ تفاهم ته اړتیا لری، ځکه افغان ځواکونه نشی کولای دې نړۍ وال ګواښ ته په یوازې سر ځواب ووایی.
ده هیله وښوده، چې راتلونکی حکومت به له انګېزې ډک وی، چې وکولای شی نړۍ والې ټولنې ته د هغوی د مرستو په اړه ډاډ ورکړی، چې فساد به په کې نه کېږی: (( نوی حکومت به په ګډ تفاهم او لوړې انګېزې سره وکولای شی دغو ډلو ته ماتې ورکړی. د پاکستان خلک باید له خپل حکومت نه وغواړی چې د وسله والو له ملاتړ لاس واخلی. د پاکستان حکومت هم باید په خپلو خلکو زړه وسوځوی. تر هغې چې د پاکستان حکومت په خپلو خلکو او افغانانو زړه ونه سوځوی په دې اور کې به د پاکستان ملت هم سوځی.))
هغه زیاته کړه، په کار ده چې په سیمه ییز او نړۍ وال تفاهم سره د ترهګرۍ دا بستر له سیمې ټول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.