ټاکنې دې د ملت د ارادې د تمثیل وسیله وی

گزارشگر:30 ثور 1393 - ۲۹ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3په دېموکراتیکو ټولنو کې دېموکراتیک ارزښتونه تر هر څه مهم وی او له دې ارزښتونو پرته دېموکراسی مانا نه لری. افغانستان چې د لومړی ځل لپاره په دېموکراتیک ډول واک له یوه ولسمشره بل ولسمشر ته لېږدوی، د دېموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره باید د ټاکنو د لومړی پړاو په څېر دویم پړاو ټاکنې هم یو فرصت وګڼل شی.
په هېواد کې د دېموکراسۍ د بقا او د دېموکراتیکو ارزښتونو له ساتنې پرته بله هېڅ لاره نشته، چې افغانستان پرې له ګام اخیستو سره له اوسنی ناورین نه ووځی او یوې روښانه راتلونکې ته ورسېږی. روښانه راتلونکی، تلپاتی ثبات او د اوسنیو ناخوالو پای ته رسېدل د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده، چې د سیاسی واک په یوه بریالی سوله ییز لېږد سره تامینېدای شی. په دې مانا که چېرې په هېواد کې له دویم پړاو ټاکنو نه د یوه فرصت په توګه ګټه واخیستل شی، ټول سیاستوال، ملت او د دې پروسې ګډون کوونکی دا یو فرصت وګڼی، کېدای شی دا پروسه نوره هم بریالۍ کړی. په داسې حال کې چې همدا اوس یې په کور دننه او د باندې یوشمېر کړیو او خلکو له لوری د دویم پړاو ټاکنو د مختل کېدو، ننګولو او بدنامولو هڅې روانې دی.
له دې ور هاخوا افغانان چې په دېموکراتیکو ارزښتونو او پروسو باور لری، تل یې په کې برخه اخیستې او دا د خپل برخلیک ټاکلو یوازینۍ غوره لاره بولی؛ چې ښه بېلګه یې د وری په شپاړسمه نېټه په ټاکنو کې د طالبانو له ګواښونو سره سره میلیونی ګډون و. خو ځینې هغه چې د ولس له دې پاکې ارادې ناوړه ګټه پورته کوی، په دې هڅه کې دی، چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره دا پروسه هم زیانمنه او د ولس پر وړاندې یې بدنامه کړی.
ځینې دا هڅې کوی، چې دېموکراتیک ارزښتونه زیانمن شی؛ څو دوی خپلې ناوړې موخې ترلاسه او د هوس غدې یې خړوب شی. خو ټاکنې ولسی او دېموکراتیکه پروسه ده، دا باید یوازې او یوازې د ملت د ارادې تمثیل وی. د یوه داسې پیاوړی ملت چې اوس یې ځینې کړۍ د وېشلو او پاشلو هڅې کوی. ځینې د دې لپاره چې شخصی امتیازونه ترلاسه کړی، په لوی لاس غواړی ټاکنې قومی کړی، هغه چې د ملت له ارادې سره په تضاد کې دی.
ځینې کړۍ دا هڅې کوی، چې د قومی تعصبونو په را منځته کولو او د خلکو د احساساتو په پارولو سره د ټاکنو پروسه زیانمنه کړی، په دې مانا چې تر ډېره پام قومی مسایلو ته وکړی. په داسې حال کې چې ټاکنې یوه ملی پروسه ده، ټول افغان ملت په کې برخه اخلی، ټاکنو ته ولاړ نوماندان له ټول ملت نه د رایو اخیستلو هیلې لری او په لومړی پړاو کې یې له ټول هېواد نه هم رایې واخیستې.
اوس که څوک غواړی په دویم پړاو کې د دغسې یوې ناوړې هڅې لپاره ګام واخلی، دا به پرته له دې چې خپل مخ تور کړی، بله هېڅ ګټه ونه کړی. ځکه دا ملت هېڅکله په قومونو نشی پاشل کېدای. دې ملت په هر غم او درد کې یو بل ته لاس ورکړی دی، هېڅکله یې قومی او ژبنی مسایل مخې ته نه دی راوړی، مګر څو ګوتو په شمار کسانو، چې له بهره او د افغانستان د دښمنانو له لوری اکمالېږی، په رسنیو کله کله دغه ډول ډنډورې غږوی، چې اوس یې په موخو هر افغان پوه شوی دی.
د دې ګنډلی ملت غوره بېلګه د بدخشان ناوړه پېښه وه. چې په درد او غم یې ټول افغانان یو شان ودرېدل. که د بلخ ځوانانو یې مرستې ته ودانګل؛ نو هلمندی ځوانانو هم د ویر په ټغر کېناستل، که د فاریاب، تخار او جوزجان غیورو خلکو له خپل غم سره سره د بدخشان غم وژاړه؛ خو د ننګرهار، خوست، کونړ او لغمان شریفو خلکو هم پرې اوښکې تویې کړې. که د کابل ځوانان کوڅه په کوڅه ورته د مرستو ټولولو لپاره وګرځېدل، خو د هرات، نیمروز، غور او فراه وګړو هم ورته د سوال ځولۍ وغوړلې، خلاصه دا چې په هر کلی او کوڅه کې د بدخشان ویر انګازې کولې. هیچا هم نه ویل چې دا په کوم قوم، سیمې او ژبې پورې اړه لری. دې پېښې یو ځل بیا د قومی ټېکه دارانو مخ ور تور کړ.
هغوی چې په دې ملت کې د تفرقې اچولو هڅې کوی، باید دا په زغرده ومنی، چې په افغانستان کې به یې دا هڅې هېڅکله هم بریا ته ونه رسېږی او نه به ټاکنې قومی کړی. ټاکنې یوه ملی پروسه ده او په کار ده چې ټول افغانان په ګډه په کې برخه واخلی، معیار باید یوازې او یوازې دېموکراتیک ارزښتونه وی، هغه چې نه قوم، ژبه او مذهب پېژنی او نه هم سیمه او سمت. هر هغه څوک چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د مقام وړ و، خلک به پرته له دې چې د دې قومی ټېکه دارانو او د افغان ملت د دښمنانو توطیو ته وګوری په خپله خوښه رایه ورکړی.
د ولسمشرۍ دوه مخکښ نوماند او د هغوی پلویان هم باید ټاکنې د یوه ارزښت او فرصت په توګه درک کړی، د دې پر ځای چې قومی او ژبنیو مسایلو ته لمن ووهی، په کار ده چې د بیان ازادۍ ته درنښت وکړی، هغوی باید ټاکنې خامخا واک ته د ځان رسولو لپاره وسیله ونه ګڼی، بلکې ټاکنې دې د یوه روښانه راتلونکې لپاره د افغان ملت د ارادې د تمثیل وسیله وګڼی او ورته دې احترام وکړی. هغوی باید د دویم پړاو ټاکنو په کمپاین کې تر ډېره له قومی پولو پورته خپلې موخې تشریح کړی او اجازه ورنه کړی، چې د افغانستان دښمنان له دې فرصت نه په ګټنې سره په افغانستان کې تفرقو ته لمن ووهی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.