چین ته د ولسمشر کرزی سفر او اغېز یې

گزارشگر:31 ثور 1393 - ۳۰ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3ولسمشر کرزی چین ته د خپل سفر په لړ کې پر چینی ولسمشر سربېره له خپل روسی سیال سره هم تېره ورځ ولیدل. د ولسمشر ویاند ویلی، چې له ولادیمیر پوتین سره د ولسمش کرزی لیده کاته خورا مهم ول او په ډېرو سیمه ییزو مسایلو یې خبرې اترې کړی دی.
ولسمشر کرزی په داسې مهال چین ته څلور ورځنی سفر پیل کړی، چې له یوې خوا یې د واک موده پای ته رسېدونکې ده او له بلې خوا هېواد له خورا حساسو شېبو څخه تېرېږی.
ټاکل شوې چې د غبرګولی په ۲۴ مه نېټه په هېواد کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې ترسره شی. همدارنګه د هېواد سرحدی سیمې د پاکستان له لوری په راکېټی بریدونو تر اور لاندې نیول شوی او وسله والو مخالفانو هم ورو ورو خپل تحرکات پیل کړی دی.
له دې ور هاخوا ولسمشر کرزی په دې وروستیو کې د امریکا مقابلو سیالیو هېوادونو او یا هم هغو هېوادونو ته چې د افغانستان نېږدې کېدل لوېدیځ او په ځانګړی ډول امریکا ته ډېر په زړه پورې نه وی، سفرونه کړی دی. دا چین ته د هغه دویم سفر دی چې په یوه کال کې ترسره کېږی.
ولسمشر کرزی له ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال را په دېخوا تل هڅه کړې، چې له خپلو لوېدیځو ملاتړو سره واټن ونیسی او ځان سیمه ییزو ځواکونو ته نېږدې کړی. دغه کار بېشکه چې د افغانستان پر وضعیت اغېز ښندلی دی.
د سفر اغېز:
پر افغان دولت تل د بهرنی ثابت سیاست د نشتون له امله نیوکه کېږی. حکومت د خپل بهرنی ناسم سیاست او خنثی دیپلوماسۍ له امله نه دی توانېدلی چې خپل دوست او دوښمن وپېژنی. وروسته له هغې چې ولسمشر کرزی د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې بریالی شو له امریکا او لوېدیځو ملاتړ پر وړاندې یې چلن پخوانی نه و. له دې وړاندې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه چې واک ته د ولسمشر کرزی په رسېدو کې یې فعاله ونډه اخیستې وه، د افغانستان ستر ملاتړی هېوادونه ول، خو د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته ولسمشر کرزی ادعا وکړه، چې بهرنیانو یې د مخې ډپ کولو هڅې وکړې. ښایی همدا لامل به و، چې ولسمشر کرزی د لوېدیځ پر وړاندې خپله ژبه بدله کړه. پر هغوی یې توندې نیوکې وکړې او ځینې جنجالی مسایل یې رامخته کړل، چې له امله یې د افغانستان او لوېدیځ په اړیکو کې خړپړتیا راغله.
ولسمشر کرزی په یو ډول نه یو ډول هڅه وکړه چې له لویدیځ سره واټن واخلی. د امنیتی کمپنیو تړل، باګرام زندان او خپل سری بمبارۍ د امریکا او افغانستان د اړیکو د خرابېدو اساسی عوامل ول. خو د دې ترڅنګ د سولې پروسه او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل بله مساله وه چې دوه دوست هېوادونه یې سره جلا کړل.
د دې اختلافونو له امله ولسمشر کرزی هڅه وکړه چې له سیمه ییزو هېوادونو لکه هند، روسیه او چین سره خپلې اړیکې جوړې کړی. خو ډېره ګټه یې پاکستان ترلاسه کړه. پاکستان افغان حکومت نور هم له امریکا سره مخالفتونو ته وهڅاوه حتی تر دې چې د قطر پروسه یې هم د افغان حکومت له لارې خنثی کړه. امریکا هغه مهال په دې باور وه، چې پاکستان له دوی سره رښتینی نه دی، وسله وال مخالفان روزی او په کار ده چې د سولې خبرې اترې له پاکستان لرې ترسره شی؛ خو پاکستان افغان دولت ترڅنګ ودراوه.
دا د افغان حکومت ناسم بهرنی سیاست و، چې ویې نشو کولای له لوېدیځ سره خپلې اړیکې پر خپل حال وساتی او یا یې لا پیاوړې کړی، بلکې له پاکستان سره یې د څو ورځنۍ دوستۍ او غیرعملی ژمنو باندې د امریکا او لوېدیځ باور او ملاتړ له لاسه ورکړ.
اوس ولسمشر کرزی بیا هم هڅه کوی چې د امریکا او لوېدیځ په پرتله روسیې او چین ته ډېر اهمیت ورکړی. له همدې امله دی چې په دې ورستیو کې یې له دغو هېوادونو سره راشه درشه ډېره شوې ده. د دې اهمیت ښه بېلګه د افغانستان له لوری د روسی خاورې په توګه د کریمیا سیمې پېژندل شی. په کومې سیمې چې دا مهال د روسیې او لوېدیځ شخړه روانه ده. افغانستان له محدودو هېوادونو څخه دی چې دا سیمه یې په رسمیت پېژندلې ده.
په دې کې شک نشته چې د ولسمشر کرزی په دې سفر کې به د هغه، چین او روسیې ترمنځ شوی توافقات عملی جنبه خپله نه کړی؛ خو ولسمشر کرزی به روسیې او چین ته خپل نیت وښیی. مګر افغان دولت دا هېره کړې، چې ناټو او امریکا په افغانستان کې پوځی حضور لری، له افغانستان د امریکا او ناټو کېدونکې مرستې د چین، روسیې او هند له وسې پوره نه دی. په دغسې وضعیت کې چین ته د ولسمشر سفر او له روسی سیال سره لیده کاته به د افغانستان او لوېدیځ په اړیکو ناوړه اغېز وکړی.
له بلې خوا دا دواړه هېوادونه په ځانګړی ډول چین له پاکستان سره ښې اړیکې لری هېڅکله به دوی له پاکستان سره خپلې اړیکې له افغانستان سره له اړیکو ځار نه کړی. خو پاکستان له لوېدیځ نه د افغان حکومت له مخ اړونې ګټه پورته کړی، د امریکا ملاتړ، باور او مرستې به نورې هم د ځان په لور ماتې کړی، چې په پایله کې به افغانستان د منزوی کېدو لور ته ګامونه واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.