په کونړ راکېټی بریدونه په ټاکنو ناوړه اغېز کوی

گزارشگر:12 جوزا 1393 - ۱۱ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3پر کونړ د پاکستانی راکېټی بریدونو دوام خلک په دې اندېښنه کې اچولی، چې ګویا حکومت په لوی لاس غواړی د خلکو پام له ټاکنو نه دې سرحدی ستونزې ته واړوی. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هم د دې بریدونو دوام د ټاکنو په زیان بولی او له حکومته یې د ژر درېدو غوښتنه کوی. په همدې حال کې د عبدالله عبدالله ټاکنیز دفتر د دې بریدونو ترشا د اشرف غنی احمدزی لاس بولی؛ خو د اشرف غنی ویاندویان یې په کلکه ردوی.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند فضل الرحمن اوریا ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، څه وخت وړاندې د ولسمشرۍ نوماند اشرف غنی احمدزی له مصنوعی جګړو یادونه کړې او داسې یې ښودلی ویل، چې کېدای شی منصوعی جګړې پیل شی.
هغه وایی، د کونړ په راکېټی بریدونو او ځینو نورو جګړو کې د اشرف غنی احمدزی ټیم لاس لری او هڅه کوی، چې د نا امنیو په جوړولو سره په دویم پړاو ټاکنو کې هم د ځان په ګټه صندقونه ډک او درغلۍ وکړی.
د ښاغلی اوریا د دې نا امنیو ترشاه ډاکټر اشرف غنی احمدزی بولی او په وینا یې، چې امنیتی ځواکونه باید امنیت تامین کړی، هیچا ته د نا امنۍ جوړولو او په ټاکنو کې د درغلۍ کولو اجازه ورنه کړی. هغه وایی، د دې بریدونو دوام په ټاکنو بد اغېز کوی.
خو د ډاکټر اشرف غنی احمدزی ویاند طاهر زهیر په دوی لګېدلی ټول تورونه ردوی او د ښاغلی اوریا څرګندونې سیاسی شوخی بولی.
هغه وویل، په کونړ راکېټی بریدونه تازه ستونزه نه ده بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې دوام لری، چې مستقیماً د پاکستان له خاورې د هغه هېواد د پوځیانو له لوری ترسره کېږی. د ده په خبره، هېڅکله هم د پاکستان اردو او استخبارات د تحول او دوام ټیم تر کنټرول لاندې نه دی، چې دستور ورکړی په کوم ځای برید وکړی او یا ونه کړی.
ښاغلی زهیر زیاتوی، که چېرې دغو راکېټی بریدونه ته په وخت یانې څوکاله وړاندې مناسب ځواب ورکړل شوی وای؛ نو هر کال به دا بریدونه نه تکرارېدل؛ خو په کار ده چې حکومت یې د درېدو لپاره له پوځی او دیپلوماتیکو لارو هڅې وکړی.
د ده په خبره، که چېرې دا بریدونه تر ټاکنو پورې ونه درېږی، د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره به د حکومت په رښتینوالۍ هم د دوی شک پیدا شی.
نوموړی غوښتنه وکړه، چې باید تر ټاکنو پورې دا بریدونه بند او په اړه یې د خلکو اندېښنې له منځه لاړې شی.
پر کونړ د پاکستان له لوری له تېرو دریو کلونو راهیسې راکېټی بریدونه کېږی؛ خو ولسمشر کرزی په تازه امنیتی ځواکونو ته د دې بریدونو دوام په صورت کې د ورته کړنو لپاره د چمتووالی غږ کړی دی.
سیاسی شننونکی وایی، چې دې مسالې ته په لوی لاس د حکومت لخوا لمن وهل کېږی، څو له ټاکنو د خلکو پام د کونړ مسالې ته واوړی. هغوی وایی، پاکستان غواړی په افغانستان کې نا امنی رامنځته او د دویم پړاو ټاکنو له ترسره کېدو مخنیوی وی.
خو ځینې نور شننونکی بیا بل اند لری. د سیاسی چارو شننونکی احمد سعیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې پر کونړ راکېټی بریدونه افغانی، سیمه ییزه او له سیمې د باندې قضیه ده.
هغه زیاته کړه، د دې جګړې ستراتېژی یوه ستره سیمه ییز ستراتېژی ده پیل شوې ده. د هغه په خبره ټاکل شوې چې په دغو بریدونو سره د کونړ ځینې ولسوالۍ د نورستان تر برګمټال ولسوالۍ پورې خالی شی، له هغې وروسته د بدخشان ځینو ولسوالۍ پورې یو کانال رامنځته شی، چې ترهګری او د نشه یی توکیو قاچاق له چترال او بدخشان نه تر منځنۍ اسیا پورې ورسېږی.
دی وایی، په هرصورت چې وی د ستراتېژۍ له مخې باید جګړه تر منځۍ اسیا پورې پراخه شی: (( په ډیورنډ کره صفری نقطه کې یو څوک د عمر خالد خراسانی په نوم شته، چې هغه پر پاکستان راکېټونه توغوی، پاکستان بیا پر کونړ راکېټونه راتوغوی. موږ په یو صورت کې له دې جګړې سره مقابله کولای شو چې مستندسازی وکړو او ملګرو ملتونو ته یې وړاندې کړو. څو هغوی قانع کړو چې موږ مظلومان پر حق یو. تر اوسه افغان سیاستوال په دې کار کې پاتې راغلی دی. موږ په افغانستان کې مېشت نړۍ وال او ملګری ملتونه تر اوسه قانع کړی نه دی.))
د یادونې وړ ده، چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له لوری د زرو توغندو د راتلو ترڅنګ د شنبې په ورځ پاکستانیو چورلکو د کونړ په ځینو سیمو بمباری هم وکړه، چې په کې څوارلس تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.