د بندیانو تبادله به طالبانو تښتونو ته وهڅوی

گزارشگر:13 جوزا 1393 - ۱۲ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله له نړۍ والو اصولو سره په ټکر دې ده. هغوی وایی افغان حکومت د خپل کمزوری بهرنی سیاست او عدم مدیریت له امله ونشو کولای له دې مهمې مسالې ځان خبر کړی.
دوی دغه راز زیاتوی، چې د پنځو طالب بندیانو خلاصون به د طالبانو په روحیه مثبت اغېز وکړی.
د سیاسی چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله له نړۍ والو اصولو سره سم کار نه دی شوی، ځکه افغان دولت ترې بې خبره ساتل شوی دی.
هغه وویل، د یوه امریکایی سرتېری په بدل کې د پنځو طالب بندیانو خلاصون د طالبانو لپاره ښه بریا ده، چې د روحیې په پیاوړتیا کې یې ورسره مرسته کوی.
دی زیاتوی، پر کونړ راکېټی بریدونه او پر وړاندې یې د افغان حکومت دریځ، د امنیتی چارواکیو ضد و نقیض څرګندونې او د امریکا دغه تبادله د یوې موجودې سردرګمۍ ښکارندوی ده.
ښاغلی بشر وویل، د امریکا او طالبانو د بندیانو تبادله له سیاسی پلوه د افغانستان په ګټه نه ده: (( دا طالبان په پوځی فعالیتونو کې برخه نشی اخیستلی. د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق له مخې به هغوی پنځه کاله به قطر کې وی. یانې هغوی ازاد نه دی؛ خو له روحی پلوه د طالبانو لپاره ګټوره ده. که چېرې دغه طالبان د افغان حکومت په هڅو او خوښه خوشې شوی وای؛ نو له حکومت سره به د طالبانو په روغه جوړه کې ګټور وای؛ خو حکومت ترې خبر نه دی.))
د هغه په خبره، که چېرې افغان حکومت امنیتی تړون لاسلیک نه کړی؛ نو اندېښنه نشته چې د نویمو کلونو تجربې به تکرار شی، ځکه د ولسمشرۍ دواړو نوماندو ویلی، چې د بریا په صورت کې به له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړی.
د کابل پوهنتون دغه استاد زیاته کړه، چې د امریکا او طالب چارواکیو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې له تېرو دوو کلونو راهیسې روانې وې، چې قطر حکومت په کې ډېرې هڅې وکړې او دا ټولې چارې پر افغان حکومت سیاسی فشار دی، هغه ډول چې حکومت یې هم ادعا لری: (( افغان حکومت تش په هوا کې پاتې دی. د دیپلوماسۍ پر بنسټ کولای شی اعتراض وکړی چې افغان وګړی نباید له زندانه په خوشې کېدو بل هېواد ته لاړ شی. د اساسی قانون له مخې هر څوک حق لری چې ازادنه خپل هېواد ته راستون شی؛ خو قطر تر پنځو کلونو پورې دغه طالب مشران نظربند ساتی. چې حکومت پرې اعتراض لری.))
په همدې حال کې د سیاسی چارو بل شننونکی او د کابل پوهنتون استاد محمداسحاق اتمر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، طالبانو له ډېر وخت راهیسې غوښتل چې له امریکا سره مستقیم تماس ولری او دا تماسونه په قطر کې د طالبانو دفتر د جوړېدو له امله پیل شول.
هغه وایی، که څه هم چې ښاغلی کرزی د قطر دفتر وتاړه،؛ خو دواړو لورو د بندیانو په اړه خبرې له هماغه وخته پیل کړې وې، چې بلاخره دواړه لوری خپلو اهدافو ته ورسېدل، امریکا خپل سرتېری له بنده خوشې کړ او طالبانو ته د پنځو مهمو طالب مشرانو خوشېدل لویه بریا ده: (( دا طالب زندانیان چې ټول یې مهم کسان ول، په لوړو امنیتی او دفاعی پوستونو یې دندې ترسره کړې وې. د طالبانو لوی هدف و. یوازې په دې منځ کې افغان حکومت لرې پاتې شول، چې د خپل کمزوری بهرنی سیاست او سالم مدیریت د نشتون له امله ونه توانېد، چې ځان په دې مهمو مذاکراتو کې یوه برخه وګرځوی. حکومت په دې برخه کې کاملاً ناکام دی.))
د نوموړی په وینا، حکومت، د سولې عالی شورا او نورې ټولې خواوې د امریکا او طالبانو له دې بریا بې خبره پاتې شول دا دا مانا هم لری، که چېرې طالبان په امریکایی اهدافو پسې ونه ګرځی، امریکا یې خپل دښمن نه بولی، طالبان هم ورته دریځ لری.
ښاغلی اتمر وایی، دا چې د طالبانو له لوری د بندی نیول کېدو او تښتول کېدو پایله ورکړه، طالبان نور هم هڅېږی، چې حکومتی چارواکی او بهرنیان وتښتوی او په بدل کې یې د نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو هڅې وکړی.
هغه وویل: (( ستونزه دا ده چې د امریکا او افغان حکومت د ستونزو له امله امریکا افغانان له پامه وغورځول. کابل ته د اوباما راتګ، د خپلې تګلارې اعلان او د امریکایی ځواکونو د وتلو د مهالوېش اعلان دا ټول د همدې ستونزو له امله دی. که څه هم چې اوباما وویل، ځواکونه به یې تر ۲۰۱۶ کاله پاتېږی؛ خو هغه ژمنې او مرستې چې د افغانستان په اړه یې کړې وې هغه اوس کرار کرار له امریکا له یاده وځی.))
نوموړی زیاتوی چې افغانستان یو ښه فرصت له لاسه ورکړ او ولسمشر کرزی د شخصی ګټو لپاره افغانستان کندې ته روان کړی دی.
د سیاسی چارو څېړونکی محمداسحاق اتمر، قطر ته د خوشې شویو طالب بندیانو سپارلو ته په اشارې وویل، حکومت باید په دې اړه له امریکا سره خبرې وکړی، چې ولې افغان زندانیان نورو هېوادونو ته د نظربندۍ لپاره سپاری، دا د حکومت مکلفیت دی چې له خپلو خلکو ساتنه وکړی او په دې اړه له افغانانو سره معلومات شریک کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.