پر ډاکټر عبدالله له شوی بریده د کوټې شورا خبره نه وه

گزارشگر:19 جوزا 1393 - ۱۸ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز دفتر وایی، چې د جمعې د ورځې برید ورته ډېرې پوښتنې پیدا کړی، چې امنیتی ځواکونه یې باید ځواب ورکړی؛ خو زیاتوی په هېڅ صورت دغه ډول بریدونه د دوی د کمپاینونو او ترې د خلکو د ملاتړ مخه نشی نیولی.
په همدې حال کې پوځی شننونکی وایی، یاد برید د سیمه ییزو استخباراتو له لوری پلان شوی و.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین غړی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د ټاکنیزو مبارزو له پیل راهیسې د اصلاحاتو او همپالنې په ټاکنیز ټیم په بېلابېلو بریدونو کې شپاړس تنه وژل شوی او اوه لس تنه نور ټپیان دی.
هغه وایی، تر اوسه هیچا په رسمی ډول د دې بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې، چې دې مسالې پوښتنې رامنځته کړې دی.
د ښاغلی امان په خبره، د جمعې ورځې برید د ډاکټر عبدالله عبدالله له کوره ۱۳ کیلومټره لرې او په کابل ښار کې ترسره کېږی، چې د پوښتنې وړ دی: (( دا پوښتې رامنځته کوی، چې دا موټر د چا په کور کې ډک شوی و. چېرې له چاودېدونکیو توکیو بار شوی و. چا د ډاکټر عبدالله عبدالله د خط سیر کوردینات ورته ورکړی ول. ولې په کابل ښارې په داسې سیمه کې دا برید وشو؟ ))
نوموړی وویل، دې برید امنیتی، کشفی او استخباراتی ځواکونه تر پوښتنې لاندې راوستل او د هغوی کمزوری یې ښکاره کړه، تر اوسه امنیتی ځواکونو د دې برید په اړه غبرګون هم نه دی ښودلی او نه یې دی ویلی، چې دا برید چا کړی، څوک یې په اړه نیول شوی یا نه: (( هېڅ داسې معلومات نه دی وړاندې شوی چې زموږ د قناعت وړ ګرځېدلی وی. امنیتی ځواکونه باید په دې اړه وضاحت ورکړی. د ټاکنو دویم پړاو ته اته ورځې پاتې خو تر اوسه ښکاری چې امنیتی ځواکونو هېڅ ډول تدابیر نه دی نیولی.))
ښاغلی جنرال امرالله امان په دې برید کې د لوړې ټېکنالوجۍ کارېدو او په ډېر مهارت سره د برید پلانېدو ته په اشارې وایی، چې دا برید یو سازماندهی شوی برید و، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د پراخ او چټک کمپاین د مخنیوی لپاره وشو.
د هغه په خبره، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په هېواد کې یو بریالی، پراخ او ملی ټیم دی چې ورځ په ورځ غوښن کېږی، چې دا کار یې د افغانستان دښمنانو ته خطر ناک تمام شوی او غواړی یاد ټیم له ستونی ونیسی.
په همدې حال کې د سولې او بیارغونې د ټیم لومړی مرستیال عالمی بلخی چې په دویم پړاو ټاکنو کې یې له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی، ماندګار ورځپاڼې ته وویل، دا چې طالبانو د دویم پړاو ټاکنو د ګډوډولو هوډ کړی، کېدای شی دا کار د طالبانو وی، که څه هم چې د برید پړه یې نه ده منلې.
هغه وویل، د یاد برید موخه د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله و، چې ناکام شو او نوموړی له بریده روغ ووت: (( زه فکر نه کوم چې دا برید به د نظام له منځه شوی وی. یا د دې لپاره چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د کمپاین مخه ونیسی. تاسو ولیدل چې له برید ۱۵ دقیقې وروسته ډاکټر عبدالله په کانټینینټل هوټل کې خپلې بلې ټاکنیزې غونډې ته وینا وکړه. او تېره ورځ د هېواد خطرناکې سیمې کاپیسا ته لاړ او زرګونه پلویانو ته یې وینا وکړه. هیڅوک نور د دې کمپاین مخه نشی نیولی.))
ښاغلی بلخی وویل، که چېرې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله په دې برید کې وژل شوی وای؛ نو ټاکنې به له سره ترسره کېدې.
خو د پوځی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی بل نظر لری او وایی، چې دا برید د سیمه ییزو استخباراتو له لورې طرحه شوی او په افغانستان کې د خپلو همکارانو په مرسته او لارښوونکیو عملی شوی دی.
هغه وایی، پر ډاکټر عبدالله عبدالله برید یو سیاسی ترهګریز برید دی، چې په ډېرې ځیرکۍ سره د سیمه ییزو استخباراتو په مرسته پلان شوی دی.
د ده په وینا، ترهګریزې ډلې او هغه کسان چې خپلې ګټې په یوه باثباته افغانستان کې نه وینی، په دې ډول بریدونو لاس پورې کوی.
ښاغلی کوهستانی زیاته کړه، دا یو پېچلی برید و، چې د ټاکنیزو رقابتونو په پای کې یا د امنیتی، یا د ټاکنیزو کمپاینونو او یا هم د اپوزیسیون له جوړښتونو څخه د ترهګرو په مرسته طرحه شوی، چې برجسته موخې لری: (( پر ډاکټر عبدالله عبدالله برید او د هغه فزیکی له منځه وړل کولای شول، چې په هېواد کې د بحران یوه نوې صفحه پرانیزی. شرایط ترهګرو او سخت دریځو ته مساعد کړی. افغانستان له یوه دېموکراتیک او مشروع نظام نه بې برخې کړی. ټاکنې وځنډوی او له ستونزو سره یې مخ کړی. قومی او جوړښتی ستونزې لا ډېرې کړی. ټاکنیز کمپاینونه له ستونزو سره مخ او یو پر بل تور لګولو ته زمینه برابره کړی.))
د پوځی چارو د دغه شننونکی په وینا، ډاکټر عبدالله عبدالله د جهاد او مقاومت یوه مخکښه څېره ده، چې د بهرنیو یرغلونو په ځانګړی ډول د پاکستان د استخباراتو پر وړاندې د مسعود ترڅنګ درېدلی و، چې پخوا یې پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه.
هغه وایی، هغه کسان چې په نظام یا افغانستان کې دننه له طالبانو سره لېوالتیا او ملتیا لری، په دې برخه کې همکاری او مرسته کوی، چې خپله راتلونکې په خطر کې وینی: (( دا باید په تاسف سره وویل شی چې طالبانو تر اوسه د دې برید پړه نه ده منلې. د کوټې شورا قطعاً له دې برید نه خبره نه ده. په کومو تماسونو کې چې ما شخصاً د کندهار او کوټې له حوزې سره درلودل، هغوی وویل چې دوی له دې بریده خبر هم نه دی او کېدای شی له پېښوره پلان شوی وی.))
ښاغلی کوهستان زیاتوی، دا د افغانستان په جوړښتونو کې د مرموزو لاسونو د شتون ښکارندوی دی.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.