ترهګرۍ ته معقول ځواب، په ټاکنو کې ګډون دی

گزارشگر:20 جوزا 1393 - ۱۹ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3په افغانستان کې په لومړی ځل په سوله ییز او دېموکراتیک ډول سیاسی واک لېږدول کېږی. افغانستان په داسې مهال خپله دا لومړنۍ تجربه ترسره کوی، چې په تېرو وختونو کې واک یا له شاهی کورنۍ سره و او یا هم د واکمنو په مرګ تمام شوی دی. دمګړۍ هېواد که څه هم چې له ډېرو ستونزو سره مخ دی؛ خو افغان ملت د ټاکنو له لارې د سیاسی واک د لېږد اراده کړې ده. هغه اراده چې نه راګرځېدونکې ده.
خو د سیاسی واک دا لېږد له ډېرو کړکېچونو سره مخ دی. له یوې خوا د نظام ناوړه ارادې، په ټاکنو کې لاسوهنې او له بلې خوا نا امنی او بې ثباتی هغه ستونزې دی، چې دا بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی دی.
له پیل راهیسې یانې هغه مهال چې د ولسمشرۍ لپاره نوم لیکنه او بیا ټاکنیز رقابتونه پیل شول، که له یوې خوا یو ټیم تر نورو ډېر پیاوړی او له ولسی ملاتړه برخمن و؛ نو له بلې په همدې ولسی ټیم بریدونو هم زور اخیستی و.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په لومړی پړاو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې خپلې کړې؛ خو په دویم پړاو ټاکنو کې یې د ټاکنیز ټیم لمن نوره هم پراخه شوه. برعکس یې بیا له سیال ټیم تحول او تداوم سره د یو ځای کېدو او ترې د ملاتړ لړۍ خورا کمزورې وه.
د لومړی پړاو پیاوړی ټاکنیز ټېمونه چې له دوو مخکښو ټېمونو وروسته یې تر هر چا دېرې رایې خپلې کړې وې اوس د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړی دی. ښاغلی زلمی رسول، استاد عبدالرب رسول سیاف او ګل اغا شېرزی هغه نوماندان ول، چې په دویم پړاو کې له ډاکټر عبدالله سره ولاړ دی.
د دې ترڅنګ د ولسی جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمی، د مشرانو جرګې د مشر فضل هادی مسلمیار، د ولسمشر ورور محمود کرزی، د ملی انسجام ګوند او مشر یې صادق مدبر، د قیوم کرزی لومړی مرستیال وحیدالله شهرانی، محمداکبری، جمیل کرزی، د شنه بهیر مشر امرالله صالح او په لسګونو نور سیاسی ګوندونه، جهادی مشران، سیاستوال، مدنی ټولنې او ولسونه د دویم پړاو ټاکنو لپاره له عبدالله عبدالله سره ولاړ دی.
خو له اشرغنی احمدزی سره بیا داسې کسان ولاړ دی چې هېڅ ولسی پایه او بنسټ نه لری یا که یې لری هم له لاسه یې ورکړی دی. لکه احمدضیا مسعود، چې د زلمی رسول لومړی مرستیال و، خو له خپل پلرنی ولایت پنجشېر نه یې ایله ۱۲۰۰ رایې خپلې کړې وې. دغه راز د ولسمشرۍ نوماند داوود سلطانزوی او یا هم قیوم کرزی. چې هېڅ یوه یې هم ونشو کولای په لومړی پړاو کې له دېرش زرو ډېرې رایې خپلې کړی.
د دې ترڅنګ هر چېرې یا هر ولایت ته چې عبدالله یا اشرف غنی تللی دی، په غونډو کې یې ښکاره توپیر لیدل کېږی. مثلا په ډایکنډی، نیمروز، فراه، غزنی، کاپیسا او یا نورو ولایتونو ته چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر تللی، لسګونه زره کسانو یې هرکلی کړی دی. خو اشرف غنی چې هر چېرې تللی له زرو ډېر کسان ورته نه دی راټول شی. په بلخ، پروان او یا نورو ولایتونو کې یې تر ډېره دوستم او جمعه خان همدرد په ګواښنو خلک غونډو ته رابلل.
خو له پیله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم تر برید لاندې نیول شوی او په تحول او تداوم تر اوسه ټک هم چا نه دی کړی. په اصلاحاتو او همپالنې ټیم د بریدونو په لړ کې کابو شل تنه وژل شوی او له شلو ډېر ټپیان دی. دې مسالې په خپله خلکو ته پوښتنې را پیدا کړی دی.
په اصلاحاتو او همپالنې ټیم برید د خلکو پر وړاندې د درېدو مانا لری، یا لکه په افغان ملت چې برید کېږی. خلک نور دا ډول بریدونو ته اجازه نه ورکوی.
خلک باید د دې بریدونو ځواب یوازې او یوازې په ټاکنو کې برخه اخیستو او اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته په رایه ورکولو ورکړی. دا یوازینۍ معقوله لار ده، چې د افغانستان دښمنان پرې ماتېدای شی. ځکه هغوی نه غاړی چې په افغانستان کې په سوله ییز ډول د سیاسی واک لېږد په بریالیتوب پای ته ورسېږی. دا په افغان ملت پورې اړه لری، چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړنۍ تجربه له ماتې سره مخ کوی او د تل لپاره د اسارت او غلامۍ ژوند کوی، که دا تجربه بریالۍ کوی او د نړۍ په څېر ازاد او خپلواک سوکاله ژوند غواړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.