د ټاکنیزو هلو ځلو وروستی حال

گزارشگر:21 جوزا 1393 - ۲۰ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3تېره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندو د پراخو او بېلابېلو غونډو شاهده وه. د ولسمشرۍ له دواړو نوماندو د ملاتړ غونډې جوړې شوې وې.
د غور ولایت لال و سرجنګل ولسوالۍ د سه شنبې په ورځ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د مشر د کاروان کوربنه وه. دې ولسوالۍ ته د ډاکټر عبدالله عبدالله په ورتګ سره زرګونه کسان یې هرکلی ته راوتلی او په یوې ستره غونډه کې یې له هغه خپل ملاتړ اعلان کړ. جوړې شوې غونډې ته زرګونه قومی مشران، دینی عالمان، د ملی شورا غړی، ځوانان او ښځې ورغلې وې.
د نورو وینا والو ترڅنګ د ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال استاد محمد محقق وویل، چې دوی د سرکښو خلکو پر وړاندې تل لکه غر ولاړ دی؛ خو د ملت پر وړاندې یې د خدمت سرونه ټیټ کړی دی. ښاغلی محقق زیاته کړه، هغه کسان چې تر پرونه یې په بهر کې سوکاله او ارامه ژوند کاوه، اوس حق نه لری، چې د ملت په دستر خوان ناست او هغوی ته دستور ورکړی.
د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د زرګونه کسانو په چک چکو او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په خوا د شعارونو په ورکولو سره سره خپله وینا پیل کړه. هغه وویل، چې د محرومو خلکو د محرومیتونو د لرې کولو لپاره به مبارزه کوی.
هغه خپل ټیم بریالی باله او ویل یې، چې په لومړی فرصت کې به د ګردن دېوال سړک رغوی. نوموړی خلکو ته د هغوی د ستورنو د لرې کولو او د پرمختیایی چارو لکه د برېښنا بند، د سړکونو، پوهنتون، روغتونونو، هوایی ډګر او ښوونکیو ته د ښارګوټو د جوړولو ژمنې هم ورکړی.
ښاغلی عبدالله وویل، چې په دې ولایت کې به د سړکونو په جوړولو سره د خلکو په ژوند کې اسانتیاوې راشی، سوداګری به وده وکړی، کرنیز تولیدات به په وخت ورسېږی او ستونزې به یې ختمې شی.
ډاکټر عبدالله عبدالله له هغې وروسته میدان وردګو ولایت ته لاړ او خپلو لسګونه زره کسانو ته یې وینا وکړه. د میدان وردګو لسګونه زره کسانو په دې ستره غونډه کې خپل ملاتړ له ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان کړ.
ورپسې هغه تېره ورځ ناوخته په کابل کې د افغانستان د علماوو د انسجام سرتاسری شورا د ملاتړ په غونډه کې برخه واخیسته. په دې غونډه کې د هېواد سلګونه علماوو له ټول هېواد نه له ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه یې د هېواد په خیر وګاڼه.
د دې ترڅنګ په کابل کې سلګونه ښځو هم د مور ورځې د نمانځنې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې خپل ملاتړ له ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان کړ.
د افغانستان ملی دېموکرات او ملی رفاه ګوندونه هم د سه شنبې په ورځ له اصلاحاتو او همپالنې سره یو ځای شول او د ساداتو او الکوزیو قومونو هم له ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دې ترڅنګ د امرخېلو قوم او تره کیو قوم ټولنیزو شوراګانو بیا په جلا جلا غونډو کې د ولسمشرۍ له بل نوماند ډاکټر اشرف غنی احمدزی خپل ملاتړ اعلان کړ. په کندهار کې بیا د اشرف غنی احمدزی پلویانو د موټرو په ګرځولو او ګشت سره کمپاین وکړ.
ډاکټر احمدزی دغه راز په کابل کې د ښځو او مدنی فعالانو او محصلینو په یوې غونډه کې هم وینا وکړه او د خپل پلانونه یې په کې تشریح کړل. هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې په دویم پړاو کې نوموړی ته رایه ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.