د شمالی وزیرستان عملیات، په افغانستان کې د جګړې لپاره پیل شوی

- ۲۷ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د پوځی چاروو شننونکی وایی، چې په شمالی وزیرستان کې پیل شوی عملیات به د افغانستان په وضعیت ناوړه اغېز وکړی او زرګونه جنګیالی به د هغو کډوالو په جامه کې افغانستان ته راشی؛ چې دا اوس له شمالی وزیرستان نه له جګړې خوست ته راتښتی.
په شمالی وزیرستان کې د پاکستانی پوځ له لوری د پیل شویو عملیاتو له امله خوست ته په زرګونه کورنۍ را کډه شوی، چې د چارواکیو په وینا ورسره د مرستو وېشل پیل شوی دی. شمالی وزیرستان د پاکستانیو طالبانو او حقانی شبکې تر ټولو خوندی او ستر مرکز بلل کېږی.
په ولسی جرګه کې د خوست د خلکو استازی میربت خان منګل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې له شمالی وزیرستان نه د خوست سرحدی ولسوالیو لکه ګربزو، علی شېر، تڼیو، سپېرې او نورو ولسوالیو ته په زرګونه کورنۍ را کډه شوی او دا بهیر لا هم روان دی.
هغه وایی، له دغو خلکو سره چې له شمالی وزیرستان نه د جګړو له امله را تښتېدلی د خوست اوسېدونکیو د خپل پښتنی دود له مخې هر دول مرستې کړی؛ خو وایی، دا هغه کسان دی چې یوازې د ځان مصوونېدو لپاره راغلی، چې له طالبانو او جګړه مارو سره هېڅ ډول اړیکې نه لری.
د نوموړی په خبره، را کډه شویو کورنیو مشرانو له پخوا په خوست کې خپلوۍ او اړیکی لرل له همدې امله خوست ته یې پناه راوړې ده.
ښاغلی منګل زیاتوی، د پاکستان پوځ او استخبارات په دې عملیاتو کې یوازې هغه کسان په نښه کوی، چې د پاکستان ضد وی او په هغه هېواد کې د ناوړه پېښو قصد لری؛ خو هېڅکله هغوی افغان طالبانو ته څه نه وی.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل، پاکستان په خپله له عملیاتو وړاندې افغانی طالبانو ته له سیمې د وتلو خبر ورکوی او په پاکستانۍ خاوره کې د پناه اخیستو زمینه ورته برابروی.
خو د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په شمالی وزیرستان کې پیل شوی عملیات د پاکستان د پوځ او استخباراتو د یوه ځانګړی پلان له مخې پیل شوی، چې موخه یې په افغانستان کې د جګړې ګرمول دی.
هغه زیاته کړه، چې دغه عملیات د افغانستان په چارو ناوړه اغېز کوی او د پاکستان پوځ غواړی له دې لارې افغانستان ته بېلابېل وسله وال جنګیالی را واستوی.
ښاغلی امرخېل وویل، د دغو عملیاتو په لړ کې دوه ډوله کډوال افغانستان ته راځی یوه ډله هغه چې په رښتیا هم بې وسه دی او له جګړو را تښتېدلی؛ خو دویمه ډله یې هغه کسان دی چې د پاکستان استخباراتو او پوځ په افغانستان کې د جګړې ګرمولو لپاره را استولی دی.
د ده په خبره، دا د ای اېس ای یو ځانګړی پلان و، چې په دې حساس وخت کې په شمالی وزیرستان کې عملیات پیل کړی او خپل تربیه شوی جنګیالی افغانستان ته راواستوی: (( دلته به داسې کسان را ولېږی، چې طالبان په ځان پورې حیران کړی. ځکه خلک احساساتی دی ډېر ژر تېروځی. په افغانستان کې یوازې او یوازې غواړی جګړه توده وساتی.))
د پوځی چارو دغه کارپوه زیاتوی، افغان باید د راغلو کډوالو په منځه کې خپل استخبارات پیاوړی کړی، کډوال چاڼ کړی، هغه کسان چې رښتینی کډوال دی ځای دې ورکړل شی او غرضی وګړی دی ونیول شی.
ده پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل، چې د دغو کسانو د چاڼولو او د هغوی د څارلو دروند مسوولیت لری؛ خو امنیتی چارواکی ټول په دې مشغول دی، چې څوک ولسمشر کېږی او څه دنده به ورکوی.
ښاغلی امرخېل وویل، حکومت باید په شمالی وزیرستان کې د عملیاتو له پیلېدو وړاندې دفاعی پالیسی پیاوړې کړې وای، له پاکستان سره په پوله یې باید خپل استخبارات او امنیتی ځواکونه پیاوړی کړی وای، د پاکستان له هر اقدام یې سترګې نه وای اړولی او وضعیت یې ښه څارلی وای: (( د دغو کډوالو په جامه کې به رقم رقم خلک ای اېس ای افغانستان ته را ننباسی.))
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د خوست والی عبدالجبار نعیمی رسنیو ته ویلی ول، چې دوی له شمالی وزیرستانه راغلو کډوالو ته هر ډول مرستې برابرې کړی او په دې برخه کې یې له نړۍ والو ټولنو هم مرسته غوښتې ده. هغه ویلی ول، چې په لسګونه زره کسان له شمالی وزیرستان نه خوست ته را کډه شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.