د ښځو چارو وزارت دینی عالمان او د ولایتی چارو رییسان ور وغوښتل

- ۲۷ سنبله ۱۳۹۱

د ښځو چارو وزارت چارواکی وایی، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پراخېدو په اړه یې د ولایتی ریاستونو رییسانې او حقوقی مسوولین پلازمېنې کابل ته د دې لپاره غوښتی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره یوه کړنلاره ولټوی.
همدارنګه دغه وزارت وایی، چې په همدې مسلې یې دینی عالمان هم یوه کنفرانس ته ورغوښتی څو په دې اړه پرېکړه وکړی.
د ښځو چارو وزارت مرستیال مژګان مصطفوی وایی، نن او سبا په کابل کې د ټولو ۳۴ ولایتونو د ښځینه چارو د رییسانو او حقوقی مدیرانو تر منځ یو سیمینار لری، څو وتوانېږی چې له ښځو سره د تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره یوه کړنلاره پیدا کړی؛ ځکه د ښځو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو له هڅو سره سره اوس هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر بوږوونکی او زیات دی.
د نوموړې په خبره، په روانه اونۍ کې پر همدې مسله د هېواد د دینی علماوو کنفرانس هم لری، چې په پایله کې به یې یو پرېکړه لیک صادر شی او دینی علمان به د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او دغه ډول پېښې وغندی.
د ښځو چارو وزارت د دغې چارواکې په خبره، د دغو ټولو پېښو مسوولیت د ښځو چارو وزارت په ګډون دیارلسو نهادونو پر غاړه دی؛ خو په دې برخه کې
د دوی هلې ځلې دوام لری او هیله ښیی چې د تاوتریخوالی د مخنیوی د قانون د پنځمې مادې پر اساس هغه دولس نورې ادارې چې د دې کېمسیون غړی دی له دوی سره جدی همکاری ولری.
نوموړې هیله منه ده، چې د کورنیو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو له لوری د خلکو ته د برېښنایی تذکرو په وېشلو سره د خلکو په پېژندلو کې له حکومت سره همکاری وکړی، ځکه تر اوسه د خلکو په پېژندلو کې له ستونزو سره مخ دی.
د ښځو چارو وزارت مرستیال مژګان مصطفوی وایی، چې په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی پېښې ډېرې شوی چې د ښځو د ډېرو وژنو او پرې د ظلم کولو تر څنګ د غزنی په جاغوری ولسوالۍ کې په کفن کې د یوې ښځې د تاوولو او بیا په درو وهلو شاهدان هم ول.
نوموړې وایی، په یوه داسې هېواد کې چې د قانون حاکمیت، څارنوالی او قضا شتون ولری، ښه دا ده چې دغسې پېښې د عدلی او قضایی ادارو له لوری پر مخ وړلاړې شی.
اغلې مصطفوی وایی، چې دا د ټولو ښځو لپاره یو ګواښ دی چې د نا امنۍ احساس وکړی او وېره ورسره پیدا شی. د هغې په خبره په ټولنه کې ممکنه ده چې یوه ښځه او سړی دواړه د جرم مرتکب شی؛ خو حکومت لومړی دغو مسایلو ته  د رسېدو دنده پر غاړه لری.
د ښځو چارو وزارت د مرستیالې په وینا، د دغو پېښو یو ښکار دلیل نه شی په ګوته کېدای خو په ولسوالیو کې شته نا امنی یې کېدای شی یو عمده لامل وی.
هغه وایی، د هرې پېښې په اړه چې په هر ولایت کې پېښېږی د ښځو چارو وزارت او ولایتی ریاستونو ګام پر ګام، په عدلی او قضایی ادارو، پولیسو او عدلی طب کې دغه پېښې څارلی او حتی دغو پېښو ته د ښځو چارو وزارت مدافع وکیلان نیسی.
مېرمن مژګان مصطفوی زیاتوی، دوی د دغو پېښو د مخنیوی لپاره عامه پوهاوی کوی او تېره اونۍ یې د ولسمشر د فرمان له مخې په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی کمپاین پیل کړی دی، ټلوېزونی اعلانونه، بروشرې او نورې تبلیغاتی پاڼې شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایله دوه ورځې وړاندې د غزنی په جاغوریو ولسوالۍ کې دینی عالمانو یوه ښځه د دې لپاره په دورو ووهله چې ویل کېدل ناروا اړیکې یې درلودې.
همدارنګه څو میاشتې وړاندې په د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د نجیبې په نوم یوه ښځه هغه مهال د عامو خلکو په مخ کې په ډزو وویشته چې ویل کېدل له یوه سړی سره له کوره وتلې وه، چې دغې پېښې له ځان سره درانه کورنی او نړیوال غبرګونه درلودل او د ښځو د وضعیت په اړه یې ګڼې اندېښنې را وپارولې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.