د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د بې‌ساری افشا کولو متن د امرخېل پلان شوې درغلۍ

گزارشگر:2 سرطان 1393 - ۰۱ سرطان ۱۳۹۳

د اشرف غنی احمدزی د کمپاین له یوه غړی سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء د مشر خبرې اترې:
امرخېل: بلې سلام علیکم!
د اشرف غنی د کمپاین غړی: بلې سلام!سلام وروره! جوړ په خیر ښه یې صحت دې ښه دی.
امرخېل: څنګه یې کارونه دې ښه دی؟
د اشرف غنی د کمپاین غړی: ولا ښه دی. اوس په غزنی غږېدو، دا والی صیب دلته دی.mnandegar-3
امرخېل: والی ته وای څه شی کوې دلته کابل کې؟
د اشرف غنی د کمپاین غړی: دا اوس راغلی دلته یې لږ کار دی.
امرخېل: ورته وایه سبایی لاړ هلته کار وکړئ او بل دا قوماندان د امنیې باندې ورته وایه کار وکړئ لږ.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو هو اوس مو پرې خبره وکړه.
امرخېل: څه یې ویل.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هغه تشویشونه مو هغه کړل. او بل دا د مرکزونو خبره وه. چې هغه کوم ځای نوی هغه شوی وای هلته هغه کړو، بیا به په دې خبره وکړو.
امرخېل: نه نه ما ورسره پرون هم خبره کړې خو څه وایی، چې قوماندان هغې خوا ته دی که دېخوا؟
د اشرف غنی د کمپاین غړی: دی وایی هغه دی. یانی په تشویش کې دی په انتخاب کې.
امرخېل: خو ما پرون ورته وویل، چې قوماندان را وغواړئ که نه. دا پوپل(جیلانی پوپل) څه کئ ټوله ورځ له اشرف غنی سره ناست وی، وروره اشرف غنی څه کوئ.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو ولا دا اوس…
امرخېل په تنده لهجه: دا خو نه دی چې زما مجلس و ورسره. زما مجلس مهم و که د هغه مجلس؟ دا خو ډېره بده خبره ده تاسو منډه کړئ د اشرف غنی خولې ته ناست یئ.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو وروره …
امرخېل: بس ټوله ورځ هماغه خپل صفتونه دی. خپل صفتونه کوی ولا که یې زه کال کې ګورم، تا دا کال کې زه لیدلی یم.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: بلکل، بلکل…
امرخېل: یو بل وروره دا ځینې خلک چې تاسو راته معرفی کړی دی. ماته ښه خلک معرفی کړئ مانه تاسو استفاده وکړئ. په بدخشان کې یوه دوه درې زما قوی کسان په کار دی. یو په ازبکو کې راته معرفی کړئ ته یې معرفی کړه تکړه سړی. یو په … هغه کې راته معرفی کړئ تکړه سړی. یو دوه نفره مې په کار دی یو تکړه سړی په هغه کې راته معرفی کړی.

د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو، هو دا خو ښه ده. اسماعیله خو مې دا اوس ولیده.
امرخېل: له دوی سره هر مازدیګر په تماس کې اوسه. تعقیبوه یې. دوی ته چې زنګ ووهې دوی وایی، زه دې څه شی ته را غوښتی یم. په خبره ورسره سړی نه پوهېږی.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو هو
امرخېل: پوه یې کړه ته چې سړی ور معرفی کوې ورته به وایې چې ته به دغه کار کوې، دغه کار به کوې، اعتمادی خلک.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: ټول پوه شوی خو موږ یې داسې ډېر هغو ته نه وایو. په ټیلفانه.
امرخېل: زنګ ورته وهې او که یې را غواړې دلته ځکه له بدخشان نه یوه ورځ لاره ده، چې سبایی حرکت را وکړی ماښام را رسی او سبایی یې بېرته بیا ولېږه.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: اوس څوک را غواړې، څنګه امر وکړه؟
امرخېل: دوی باید لټ ونه اوسی.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: سمه ده. زه به دا اوس چې پوپل(جیلانی پوپل) مې ولیده پروګرام جوړ کړم دستی به احوال درکړم.
امرخېل: وروره! دا شیان ډېر مهم دی. په دوی باندې اوس زما بېخی اعتماد نشته دی. دا خلک ټول په جلساتو کې دی. جلسې څه کوئ. درې نفره دی خپل کار دې کوی. خدای وکړی څوک یې پرېږدی او که یې شړی.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو، هو، هو
امرخېل: د هر سړی وظیفه معلومه ده.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: هو بېخی سمه ده
امرخېل: داسې کوچیانی کوچیانی هغه وکړئ. ټول تشریفاتی دی چې تل یې دستمال غوږ او سپېږمې ته نیولی وی.
د اشرف غنی د کمپاین غړی: بېخی سمه ده، بېخی پوه یم.

د ضیاالحق امرخېل او په لغمان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دفتر د مسوول ټېلیفونی مکالمه:
امرخېل: تغییر دې راوستی که نه. دلته دا خلک آوازه هغه کوی چې ننګرهار کې بېخی، په لغمانی کې وای بېخی کار سست روان دی.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: نه تا چې د هغو کسانو لېست را استولی و. هغه مې هغه کړی دی…
امرخېل: څنګه؟
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: تا چې هغه لېست را استولی و، یو څلور کسان مې له هغه نه ډی اف سی نیولی دی.
امرخېل: څومره؟
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: خبرې جرړې دی چې سم پرې څوک نپوهېږی.
امرخېل: و، وروره همدا اوس ته زنګ ورته ووهه، ورته وایه زما او ستا لیدل ډېر مهم دی. هغه نه دا مېږې او اوزې واخله او ټول کارونه ورسره جوړ کړه.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: سهی شو. او بل هغه نفر چې په معارف کې و. سیرت راته وویل، چې له هغه سره هم وګوره. هغه سره هم په همدې تړاو وګورم؟
امرخېل: وګوره هو. په همدې خاطر هغه هم هماغلته درځی درته. تا ګوری.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: سهی شو، سهی شو.
امرخېل: ښه په دقیق شکل پلان سازی کړئ وروره.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: سهی شو انشاالله.
امرخېل: ښه په جرأت باندې کار وکړئ. داسې جرأت چې دا مېږې داسې ښې چاغې کړه بیا یې راوړه هو.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: هو. او یو بل ډېر ښه خبره تاته لرمه، غوږ دې دی؟
امرخېل: هو
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: غږ یې جړ دی. ترې مطلب نشی اخیستل کېدای. ( اورې )
امرخېل: پوه نشوم؟
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: …. بېګاه له هغه سره کېناستم له قوماندان سره. بیا ما ورته وویل چې داسې هغی دی مشکلات. هغه ویل چې ته بېغمه اوسه….
امرخېل: سهی شو. هغه تهدید مخه یې بېخی بنده وساته داسې بند.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: هغه وویل، چې لومړی هغه کې له هغه سره مخ و تهدید سره وې په دویم کې یې درته بېخی کنسلوم. قوماندان ډېر ښه سړی دی…
امرخېل: قوماندان څوک دی؟ کمپاین کې څوک دی؟ قوماندان مو څوک دی؟
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: قوماندان د کابل امنیې قوماندانۍ پخوانی مرستیال دی. له پکتیکا نه دی ډېر ښه سړی دی.
امرخېل: هغه قوماندان نمبر هم ماته اس ام اس کړه سیرت ته یې ورکړه.
په لغمان کې د ټاکنو د کمېسیون مسوول: سهی ده، ډېر ښه سړی دی، بېګاه ورسره یولسو بجو پورې ناست ومه وای تللی به وې…
امرخېل: سهی شو، سهی شو.هغه د معارف رییس…

په سوېل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له یوه مسوول ډاکټر مشال سره د امرخېل خبرې:
امرخېل: په خیر څنګه یې ښه یې
ډاکټر مشال: شه یې په خیر یې؟
امرخېل: څنګه دی مشال جانه کارونه دی وګرانه.
ډاکټر مشال: بس شپه ورځ مو په ځان یوه کړې ده صایبه!
امرخېل: شه دی کاروه دې.؟
ډاکټر مشال: ها؟
امرخېل: کارونه دې شه دی؟
ډاکټر مشال: بېخی، بېخی، بېخی مطمینه اوسه.
امرخېل: او هغه مېلمانه مې چې در لېږلی ول له هغو مېلمنو سره دې ولیدل؟
ډاکټر مشال: نه تر اوسه نه دی راغلی. پرون مې سیرت صیب ته وویل، تر اوسه څوک نه دی راغلی.
امرخېل: ښه نن یوه نفر تاته مسج کړی له هغه سره لږ وګوره او بله له هغه سلطانی سره هماهنګی ساته.
ډاکټر مشال: سلطانی ته ما هغه بله ورځ زنګ ووهه. ده چې هغه مسج را استولی و هغه نمبر ته. غږ یې نور جړ دی…
امرخېل: نه چا چې مسج در استولی و؟
ډاکټر مشال: سیرت صیب چې را استولی و….
امرخېل: له هغه سړی سره دې څه خبرې وکړې؟
ډاکټر مشال: هغه سړی ویل په هغه ولسوالۍ کې چې دی دی، په هغه ولسوالۍ کې یو سړی پیدا کړی چې زه هغه سړی هغه کړم…
امرخېل: یوې ولسوالۍ کې نه بلکې پنځو شپږو ولسوالیو کې خصوصاً دا د بلوچانو ولسوالیو کې چې دا مفکوروی خلک دی، له دوی سره تماس ونیسه او دا خلک خپله را وغواړه.
ډاکټر مشال: تنظیم کړی می دی، فقط د دلارام او چاربولک هغه پاتې دی نور ټول مې ځای پر ځای کړی دی.
امرخېل: مقصد داسې سهی یې پر ځای کړه، چې مېږې ښې چاغې راوړی، پوه یې کړه چې مېږې خوارې را نه وړی. داسې چاغې چاغې یې راوړی.
ډاکټر مشال: بېخی بېخی خاطر جمع اوسه.

په فاریاب کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مسوول سره د ضیاالحق امرخېل ټېلیفونی اړیکه:
امرخېل: کارونه دې څنګه دی و وروره.
په فاریاب کې د ټاکنو مسوول: کارونه خو ښه دی مشکلات هم شته دی…
امرخېل: څه مشکل؟
په فاریاب کې د ټاکنو مسوول: غږ یې جړ دی. سم نه اورېدل کېږی…
امرخېل: نو دا ولې اصلاح کوې نه. لرګی پسې راواخله ټول وځغلوه.
په فاریاب کې د ټاکنو مسوول: نو داسې لاره به ورته ګورو که نه.
امرخېل: دا ټول تغیر کړه وروره. دا ازبکان ونیسه. دا پښتانه ونیسه دا نور وشړه دا خو شرم دی که نه. دا خلک ټول تقلب کوی. ازبکان را وغواړه له هغوی نه خپل ټول منېجران وټاکه. اورې…

په ختیزو ولایاتو کې د اشرف غنی د کمپاین له مسوول احسان الله کاموال سره د ضیا الحق امرخېل د یاور سیرت خبرې:
سیرت: مشره ښه یې سلامونه
کاموال: بلې
سیرت: سلام سیرت یم. زما نمبر لکه چې درسره ثبت نه دی.
کاموال: نه ثبت دی هغه بل نمبر دی.
سیرت: موږ خو داسې نمبرونو نه زنګ وهو ځکه دا مېږې او پسونه چې دی په دې ورځو کې ډېر قیمته شوی دی.
کاموال: هاهاهاه نه داسې چې کوې ماته یو مسج راکوه زه به زنګ در وهم داسې به ښه وی.
سیرت: پرون خو مې درته مسج هم درکړی و کنه؟
کاموال: نه هغه خو شی بیا وشو که نه.
سیرت: نه مشر ما درسره خبرې کولې که نه؟
کاموال: ښیه په هغې پوه نشوم.
سیرت: … نشته؟
کاموال: لغمان کې هم شته او دره نور کې هم شته. ښیه. او نورستان کې هم ښیه.
سیرت: نه لغمان کې خو دا هغه غواړی که نه. دا مېږې او پسونه راته معرفی کړه.
کاموال: ښیه. ګوره دا سړی چې راغلی و، چې ورسره مې ولیدل، دا قوی سړی دی.
سیرت: د دې سړی سر خلاص دی. سر خلاص دی.
کاموال: دا بل سړی چې زموږ په کلی کې کار کوی. ډېر شریف سړی دی مګر قوی سړی نه دی.
سیرت: نه زه ورسره وغږېدو…
کاموال: په شرافت کې یې شک نشته که نه.
سیرت: پوه نشو په غږ یې.
کاموال: ښیه هغه دوه کسان چې دی، وروره هغه ته هغه وکه…
سیرت: کوم یو.؟
کاموال: هغه نورستان ته چې نوی سړی راغلی هغه ته هغه وکړه چې …
سیرت: ده وویل چې نورستان کې کوم سړی سلکت شوی هغه دې تاسو سره کار وکړی بله حل لار په دې نه لری، چې هغه د دې بل سړی خوریه دی موږ پرې بل سړی نشو راوستلی که نه. هغه په خپل کلیوالی حساب ورسره جوړېږی. هغه سره. چې بدر کار وکړی نو کار جوړېږی.
کاموال: نو چې داسې وشی چې بدر ماته راشی.
سیرت: بدر خو تا خواته درغلی دی که نه.
کاموال: ښیه زه به بدر ته زنګ ووهم.
سیرت: هغه سړی سره موږ هېڅ هغه کوه مه. ورته ووایه چې دې بل سړی سره کار وکړی. دواړه کلیوال دی که نه. د دې بل سړی خوریی دی موږ ورسره کار نه لرو، ځکه دا هغه نشی خپله پوهېږې که نه.
کاموال: لغمان به څنګه شی لغمان؟
سیرت: غږ یې جړ دی….
کاموال: سهی شو. ورته وایه چې ماته زنګ ووهی.
سیرت: هو تاته هغه کوی لغمان کې بیا ورته کسان هغه، لغمان کې خو ستاسو کسان شته.
کاموال: سهی شو ماته دې مسج وکړی هر ځای چې وایی بیا به زه ورسره هماغلته وګورم.
مننه
مننه

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.