د اوسنۍ نا امنۍ سرچینه له زندانونو نه د طالبانو خوشې کېدل

گزارشگر:30 سرطان 1393 - ۲۹ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3په ملی دفاع وزیر پسې د ولسمشر لومړی مرستیال هم له زندانونو څخه د طالب بندیانو په خوشې کېدو نیوکه کړې او ویلی یې دی، چې دغه کار په هېواد کې جګړه تېزه کړې ده.
د ولسی جرګې غړی هم په دې باور دی، چې د اوسنۍ جګړې اصلی سرچینه له زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشې کېدل دی، چې ډېر زیان یې ملکی وګړو ته اړوی.
د ولسی جرګې غړی احمدبهزاد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له بده مرغه چې له ډېر وخت راهیسې د حکومت له لوری په یو اړخیز ډول د وسله والو ډلو بندیان له زندانونو خوشې کېږی.
هغه وایی، په دې اړه له هماغه مهاله افغانانانو، ملی شورا او شنناندو خبرداری ورکړی ول او خپلې اندېښنې یې په ډاګه کړې وې؛ خو د افغان حکومت له لوری دغو اندېښنو او خبرداریو ته پام ونشو.
د نوموړی په خبره، وضعیت تر ډېره هماغو کسانو خراب کړی، چې د ترهګرۍ په تور په زندانونو کې ول؛ خو د حکومت له لوری خوشې شول او اوس بېرته د طالبانو لیکو ته ورغلی دی، د حکومت پر وړاندې یې جبهه نیولې او جګړه کوی.
ښاغلی بهزاد زیاتوی، په افغان حکومت کې له یوشمېر سیاستوالو سره له بده مرغه چې خورا منفی او ناوړه ذهنیت شتون درلود چې هڅه یې کوله طالبانو ته امتیاز ورکړی.
دی وایی، ښایی فکر دا وی چې د طالب بندیانو خوشې کدل به په هېواد کې د یوه قوم په ګټه وی، په داسې حال کې چې طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر ټولو ډېر زیان پښتنو ته اړولی دی. نوموړی وایی، که ټولې هغه پېښې چې په سوېل، سوېل ختیز، ختیز او یا په ټول هېواد کې ترسره شوی، کره و ارزول شی، ښکاری چې پښتانه د طالبانو او روانې جګړې اصلی قربانیان دی او تر هر چا یې ډېر زیان لیدلی دی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، هغه سیاستوال چې فکر کوی د طالبانو خوشې کېدل به پښتنو په ګټه وی، تېروتی دی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې بل غړی مولوی احمدالله موحد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له کوم وخته چې حکومت له څرخی پله او باګرام زندان نه د طالب بندیانو په خوشې کولو لاس پورې کړ، دوی دا مساله رد کړې وه.
دی وایی، له پیل راهیسې یې اندېښنه ښودلې وه، چې له زندانه خوشې کېدونکی طالبان او په ځانګړی ډول طالب مشران او قوماندانان به بېرته د جګړو لیکو ته ورځی او د اوسنی نظام پر وړاندې به جګړه کوی.
ښاغلی موحد د بېلګې په ډول د نورستان او کونړ یادونه کوی، چې له زندانه خوشې شوی طالبان اوس بېرته په نورستان او کونړ کې د جګړې واګې په لاس کې اخیستی، ماینونه یې فرش کړی او د حکومت پر وړاندې سخته جګړه کوی.
نوموړی د اوسنۍ پراخېدونکې نا امنۍ سرچینه د څرخی پله او باګرام له زندان نه د سلګونه زندانیانو خوشې کېدل بولی او وایی، کله چې هغوی نیول شوی ول، جګړه سسته شوې ده: (( جګړه چې کمه وه همدا طالبان نیول شوی ول. دوی ټول قوماندانان ول، جګړه یې کړې وه، تجربه یې درلوده. چل او هنر ور معلوم و. اوس چې بېرته د طالبانو لیکو ته لاړ نو جګړې ورسره زور واخیست.))
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، د طالب بندیانو د خوشې کېدو ټول زیان ولسی وګړو ته اړوی، ځکه دولت خو یې نیسی او بېرته یې خوشی کوی، هغوی چې هر څه کوی د دولت پرې خوا نه بدېږی؛ خو طالبانو له بند نه تر خوشې کېدو وروسته په ولسی وګړو چې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ خونړی برید یې ښه بېلګه ده.
په ارګون ولسوالۍ کې شوی برید له سلو ډېرو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانونی په ایمرجنسی روغتون کې د دې پېښې له ټپیانو نه د لیدنې پر مهال نیوکه وکړه، چې د طالب بندیانو خوشې کېدو په هېواد کې نا امنی زیاته کړې ده. له دې وړاندې د ملی دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی په ولسی جرګه کې ویلی ول، چې اتیا سلنه له زندانونو خوشې شوی طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلی دی.
هغه ویلی ول، د ملاعمر مرستیال له څرخی پله زندان نه خوشې شوی، چې اوس د طالبانو له لوری د جګړې مشری پر غاړه لری. د یادونې وړ ده، چې افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې له باګرام او څرخی پله زندان نه په سلګونه طالب بندیان خوشې کړل، چې یوشمېر سیاسی کارپوهان یې طالبانو ته باج ورکول ګڼی. دغه کار په هېواد کې جګړه تېزه کړې او د ملی وګړو تلفات یې ډېر کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.