د پاکستان نفوذ د حکومت په ټولو برخو کې برلاسی دی

گزارشگر:2 سنبله 1393 - ۰۱ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3وروسته له هغې چې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز له افغانستان د پاکستان د بریدونو او لاسوهنو په اړه د شواهدو غوښتنه وکړه، یوشمېر پوځی شنناندی وایی، چې د پاکستان بریدونه او لاسوهنې لکه لمر روښانه او شواهد یې ډېر دی؛ خو افغان حکومت نه دی توانېدلی دا شواهد په درست ډول راټول کړی.
دغه پوځی شنناندی وایی، په افغان حکومت کې د پاکستان پراخ نفوذ لامل شوی، چې یوشمېر حکومتی چارواکی له افغانستان نه د پاکستان ګټو ته ډېر اهمیت ورکړی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغان حکومت موجود نه دی او څه چې د حکومت په نامه شته تر ډېره په شخصی ګټو بوخت دی.
هغه زیاته کړه، په حکومت کې اراده او اداره نشته، چې په دې مسایلو پسې وګرځی او که دا دوه توکی په کې وای؛ نو د افغان سرتېرو دنده وه، چې د پېښې په سیمه کې د هر ډول بریدونو او حملو ځواب ورکړی وای.
نوموړی په دې اند دی، چې له دریو کالو راکېټ توغولو وروسته د پاکستان له لوری د شواهدو غوښتنه د دې ښودنه کوی، چې پاکستان ځان تېرباسی او دا یې د ستراتېژۍ یوه برخه هم ده، چې په افغانستان کې بایدیو کمزوری حکومت په اقتدار کې وی.
ښاغلی علومی وایی، چې حکومت تر دې بریده کمزوری دی چې له پنځو میاشتو وروسته هم نشی کولای د ټاکنو بن بست پای ته ورسوی او د رڼو ټاکنو په لړ کې راتلونکی ولسمشر اعلان کړی.
دی زیاتوی، د حکومت له دې کمزورۍ څخه نه یوازې پاکستان، بلکې وسله وال مخالفان هم استفاده کوی او په هغو ځایونو بریدونه کوی، چېرته چې د حکومت کمزوری ډېره وی؛ خو وایی، دولت نه دی توانېدل چې له طالبانو نه د پاکستان د ملاتړ او په افغانستان کې د کېدونکیو بریدونو په اړه پاکستان، تر اقتصادی، سیاسی او پوځی فشارونو لاندې ونیسی.
نوموړی په دې اند دی، چې افغان ځواکونه تل قربانۍ ورکوی، په مېړانه یې د پاکستان او طالبانو پر وړاندې جګړه کړې؛ خو افغان حکومت ترې بشپړ ملاتړ نه دی، چې له امله یې د طالبانو او پاکستان مورال لوړ او د افغان امنیتی ځواکونو روحیه زیانمنه شوې ده.
جنرال نورالحق علومی وایی، د حکومت په ټولو ټیټو او لوړو برخو کې د پاکستان نفوذ او اجنټان شتون لری، چې د خپلو شخصی ګټو لپاره د پاکستان پلوی کوی. د ده په وینا، دغه کسان د افغان ملت او حکومت پر ځای تر ډېره د پاکستان د ګټو ساتنه کوی او نه غواړی چې په افغانستان کې د پاکستان ګټې له ګواښ سره مخ شی او یا افغانستان د پاکستان پر وړاندې ودرېږی.
هغه وایی، پاکستان مستقیماً د افغانستان پر وړاندې ولاړ دی، نه یوازې دا چې په سرحدی سیمو راکېټی بریدونه کوی، بلکې نور ډله ییز بریدونه هم پلانوی او له وسله والو طالبانو ملاتړ کوی.
په همدې حال کې د پوځی چارو بل شننونکی جنرال هادی خالد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د تاریخ په اوږو کې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د «مداخله وکړه، انکار وکړه» سیاست او پالیسی خپله کړې او اوس هم له خپلو کړنو انکار کوی، په داسې حال کې چې لاسوهنې یې له ډېر وړاندې څخه ښکاره وې.
نوموړی زیاتوی، د راکېټی بریدونو د پیل راهیسې پاکستان چوپتیا غوره کړې؛ خو معلومه نه ده چې ولې اوس د شواهدو غوښتنه کوی. د ده په خبره، د پاکستان بریدونه ډېر ښکاره او جوت دی، ټولې رسنۍ پرې خبرې دی او د افغان حکومت ټول ملاتړی هم پرې پوهېږی.
هغه پر افغان حکومت نیوکه کوی او وایی، چې حکومت په هېڅ برخه کې بریالی نه و او نه دی توانېدلی چې خپلې چارې ښې ترسره کړی؛ په ځانګړی ډول د جګړې په برخه کې چې افغانستان یې له نابودۍ سره مخ کړ . دی زیاتوی، چې په افغانستان کې نیابتی جګړه روانه ده او افغان امنیتی ځواکونه له زشت ترینه ترهګرو سره مقابل دی.
د ښاغلی خالد په وینا، ولسمشر تل د ترهګرو او مافیا خوا نیولې، له ملی ګټو یې هېڅ کله ملاتړ نه دی کړی او له داسې ولسمشر نه له ملی ګټو نه د دفاع تمه هم بېځایه ده.
هغه د بېلګې په ډول د ولسمشر د ۴۵ ګڼه فرمان یادونه وکړه، چې په وینا یې په ولسی جرګه کې یې هم ولوست، چې په پلی کېدو سره به یې حکومت خپله لاره پیدا کړې وه؛ خو په وینا یې چې له هماغې ورځې وروسته د ولسمشر له یاده ووت او پلی نشو.
دی وایی، چې حکومت د دې مظلومو خلکو په حق سترګې پټې کړی او هېڅ تمه ترې نشی کېدای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.