ایمل فیضی: د ویلز په ناسته کې د ملی دفاع وزیر ګډون کوی

- ۱۰ سنبله ۱۳۹۳

ولسمشرۍ ماڼۍ د شکایاتو د خپلواک کمېسیون د مشر هغه څرګندونې رد کړې چې ویلی ول، ولسمشر به د سه شنبې په ورځ ارګ پرېږدی.
له دې وړاندې د ټاکنیزو شکایاتو د خپلواک کمېسیون مشر ستار سعادت په یوې خبری غونډه کې وویل، چې ولسمشر کرزی به د سه شنبې په ورځ ارګ پرېږدی. هغه ویلی ول، چې د ولسمشر کرزی له لوری د ارګ پرېښودل به په هېواد کې کودتا ته لار پرانیزی.mnandegar-3
ولسمشر له ارګه وځی!
د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون مشر ویلی، چې ولسمشر کرزی به د سه شنبې په ورځ له ارګه ووځی، چې په وتلو سره یې په هېواد کې د کودتا احتمال ډېرېږی.
خو د ولسمشر ویاند ایمل فیضی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل، تر هغې چې نوی ولسمشر اعلان شوی نه وی او د لوړې مراسم یې ترسره شوې نه وی، ولسمشر نشی کولای ارګ پرېږدی.
دی د ښاغلی سعادت څرګندونو ته په اشارې وایی، چې ښایی غلط فهمی شوې وی؛ خو ولسمشر یوازې نوی ولسمشر ته د واک له سپارلو وروسته له واکه لرې کېدای شی.
ښاغلی فیضی زیاتوی، چې د نوی ولسمشر د راتلو او لوړې مراسمو د ترسره کېدو لپاره ټول تدابیر نیول شوی او ولسمشر کرزی چمتو دی، چې په سوله ییز ډول واک نوی ولسمشر ته وټاکی.
نوموړی ټینګار کوی، چې په ارګ کې ټول تمرکز په دې دی، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماند هغه سیاسی توافقپاڼه چې له مخکې نه یې لاسلیک کړې بریا ته ورسوی او په خپله خوښه جوړ جاړی رامنځته کړی، چې دا به د ټاکنو په پروسې مثبت اغېز وکړی او وروستۍ پایله به اعلان شی.
د ولسمشر ویاند وایی، په دې اړه د ولسمشرۍ له نوماندو سره ناستې شوی او تماسونه ورسره روان دی، څو دا پروسه بریالۍ شی؛ خو هغه پروپاګنډې یې هم رد کړې، چې ګویا ولسمشر د ټاکنیز بحران د پای ته رسېدو لپاره د مشورتی لویې جرګې په جوړولو اخته دی.
د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون مشر عبدالستار سعادت تېره ورځ وویل، که چېرې ولسمشر کرزی د سه شنبې په ورځ له ارګه ووځی، د ټاکنو پایلې به د ولسمشرۍ نوماندان ونه منی او په کودتا به لاس پورې کړی. د هغه په وینا، دغه کار به په هېواد کې ارج مرج ډېر کړی.
نوموړی د ولسمشر مرستیالان تورن کړل، چې نه غواړی واک په سوله ییز ډول ولېږدول شی، بلکې اړتیا ده چې د واک لېږد د پیاوړی پلان له مخې ترسره شی.
د ویلز په ناسته کې افغان پلاوی!
د ولسمشر ویاند وویل، چې د لندن په غونډه کې د افغان دولت د استازی د برخه اخیستونکی پلاوی په اړه هم نن په ارګ کې وروستۍ پرېکړه شوې ده.
د ده په خبره، که چېرې د لندن د ناستې د جوړېدو تر مهاله نوی ولسمشر اعلان شوی نه وی؛ نو د ملی دفاع وزیر بسم الله محمدی به د افغان دولت په استازیتوب د ناټو په سرمشریزه کې چې پنځه ورځې وروسته به په ویلز ښار کې جوړېږی، برخه واخلی.
فیضی وویل، که چېرې له دې ناستې یوه ورځ وړاندې هم نوی ولسمشر اعلان شی، د لوړې مراسمو له ترسره کېدو وړاندې به د ولسمشر کرزی له یوه مکتوب سره د لندن په ناسته کې برخه واخلی.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، چې له دې وړاندې د ناټو سرمنشی ولسمشر کرزی ته په دې ناسته کې د ګډون بلنلیک را استولی و، خو ولسمشر په یوه مکتوب کې له هغه د مننې ترڅنګ په واضح ډول ورته لیکلی ول، چې په دې ناسته کې باید نوی ولسمشر ګډون وکړی او که هغه اعلان شوی نه وی؛ نو د افغان حکومت یو بل چارواکی به په دې ناسته کې برخه واخلی.
د راتلونکی میلادی میاشتې په پنځه نېټه به د برېټانیا په ویلز ښار کې د ناټو سرمشریزه جوړه شی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره د پوځی مرستو، د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیزاتو او نورو مسایلو په کې خبرې اترې وشی. دغه ناسته د افغانستان د راتلونکی لپاره خورا ارزښتمنه ګڼل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.