د ملی یووالی حکومت همکارۍ ته اړتیا لری نه سیالۍ ته

گزارشگر:21 میزان 1393 - ۲۰ میزان ۱۳۹۳

mnandegar-3په ملی یووالی حکومت کې خپل سری او شوی جوجاړی ته په کمه سترګه کېدل، به راتلونکی حکومت له ډېرو ستونزو سره مخ کړی. په دې مانا، چې د ملی یووالی په حکومت کې هیڅوک باید ځان ټولواک ونه ګڼی او هیڅوک باید خپل سری عمل له پخوانیو لیدلورو سره ترسره نه کړی. بلکې د ملی یووالی حکومت بریا د ټولو ښکېلو سیاسی ځواکونو همکارۍ، همپالنې او یو بل زغملو ته اړتیا لری.
وروسته له هغې چې په هېواد کې ټاکنیز کړکېچ بن بست ته ورسېد، د دواړو نوماندو ترمنځ د پرلپسې ناستو او د یوشمېر کورنیو او بهرنیو مشرانو په منځګړیتوب بلاخره د ملی یووالی حکومت د جوړېدو خبره رامنځته شوه. په دې اړه دواړو نوماندو توافق وکړ او له هغې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د همدې توافق له مخې ډاکټر اشرف غنی احمدزی د ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرایوی رییس په توګه اعلان کړل.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په ځانګړی ډول د دې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د سلامتۍ او د ملی یووالی د تامین لپاره دې توافق ته غاړه کېښوده، ځکه یوازینۍ موخه یې هېواد او هېوادوالو ته د چوپړ کول ول.
د دواړو نوماندو ترمنځ په شوی توافقپاڼه کې چې په ارګ کې لاسلیک شوه، راغلی چې په حکومت کې به ټولې ګومارنې د ښایسته سالارۍ د اصل پر بنسټ د دواړو مشرانو په خوښه او لارښوونه ترسره کېږی. دغه راز به دواړه مشران په حکومت کې مساویانه ونډه لری. دواړه ټېمونه او په حکومت کې ټول دخیل سیاسی ځواکونه به د همپالنې، ملی یووالی د تامین او همکارۍ په عالی روحیه کار کوی.
په توافق کې په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو، ښې حکومتولۍ او په کړو ژمنو د عمل کولو تعهد هم شوی دی. خو په تېرو پنځلسو ورځو کې چې د ولسمشر او اجرایوی رییس او د هغوی د مرستیالانو د لوړې مراسم ترسره شوی دی، تر ډېره ولسمشر په خپل سر په حکومت کې د یو لړ لوړپوړو چارواکیو د ټاکلو اقدام کړی دی. دغه راز یې ځینې نورې کړنې هم ترسره کړی او په یو ډول عقده مندانه ډول چلن کوی، چې دا ډول کړنې په هېواد کې د حساسیستونو را پاروونکې دی او له هغه توافق سره چې دواړو نوماندو پرې لاسلیک کړی، په تضاد کې دی.
د ولسمشر دواړو مرستیالانو د شنبې په ورځ په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دوی د خلکو په رایو بریالی شوی او ولسمشر منتخب ولسمشر دی. دغه راز یې یوشمېر نورې ورته څرګندونې هم کړی دی. خو دا یې له یاده وتلی، چې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، مشروعیت یې له لاسه ورکړی و، هیڅوک چمتو نه ول، چې د ټاکنو پایلې ومنی. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم سره له دې چې پوهېده د ملت په حق سترګې پټې شوی؛ خو د دې لپاره چې په هېواد کې د ناورین او جګړو مخنیوی وشی له ځانه یې سرښنده وښوده او د ملی یووالی حکومت منلو ته چمتو شو. دا یوازې د دې لپاره وو، چې بحران ختم او هېواد د پرمختګ لور ته لاړ شی.
که چېرې دواړه ټېمونه ـ چې اوس په ملی یووالی حکومت کې په یوه ټیم یادېږی ـ په ځانګړی ډول د ولسمشر ټیم هڅه وکړی چې عقده من چلن وکړی، یا دا چې حساسیت پاروونکې ټاکنې، مقررۍ او ویناوې وکړی، دا به په راتلونکیو پنځو کلونو کې د ملی یووالی په حکومت کې ګډ کار کول له ستونزو سره مخ کړی.
د دې پر ځای اړتیا ده، چې دواړه ټېمونه د ملی یووالی په حکومت کې مخکینی شوی توافق ته ژمن واوسی، موخه یوازې او یوازې باید له ستونزو د افغانستان خلاصول، د امنیت تامین، د ثبات راوستل، د ښې ادارې جوړول، د اصلاحاتو پلی کول او د همپالنې پیاوړی کول وی، نه دا چې په کنایو د یو بل رټل.
دغه ډول کړنې هېڅ ګټه نه لری، پرته له دې چې د راتلونکیو حکومت پر وړاندې خنډونه جوړ کړی، په داسې حال کې چې له مخکې د ملی یووالی حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ دی، چې باید په لومړیتوب کې ونیول شی.
ټولې چارې باید د همکارۍ او همپالنې په فضا کې ترسره شی. هڅه وشی چې دواړه مشران خپلې کړې ژمنې عملی کړی او افغانستان له اوسنیو ستونزو وژغوری، ځکه نشی کېدای چې په یوازې سر هر یو هڅه وکړی، چې له بل مخکې شی.
د ملی یووالی حکومت بریا یوازې او یوازې په سلا او همکارۍ کې ده، نه د یو بل په کم ویلو او حذفولو کې. اوس باید دواړه مشران او ټیم یې پوه شی، چې یو تاریخی مسوولیت یې پر غاړه دی. په دې مسوولیت کې باید د رقابت پر ځای رفاقت وکړی او یا خپل دا رقابت یو بل رټلو پر ځای ملت او هېواد ته د خدمت کولو ته واړوی او هڅه وکړی، چې یو له بل نه هېواد او ملت ته ډېر خدمت وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.