د کابل ـ انقرې ترمنځ د اړیکو نوی پړاو

گزارشگر:27 میزان 1393 - ۲۶ میزان ۱۳۹۳

mnandegar-3د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه رسمی سفر کابل ته راغی. د نوموړی د سفر موخه د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ستراتېژیک تړون لاسلیکول او په کابل کې د هغه هېواد له لوری د جوړ شوی سړک پرانستل دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیک تړون د لاسلیک کولو مساله دوه کاله وړاندې د ترکیې د ولسمشر عبدالله ګل او حامد کرزی ترمنځ په لیدنه کې چې په امریکا کې وشوه، مطرح شوه.
دا له شپږ پنځوس کلونو وروسته کابل ته د ترکیې د ولسمشر لومړی سفر دی. د لومړی ځل لپاره د ترکیې او افغانستان دیپلوماتیکې اړیکې یو نوی کاله وړاندې په ۱۹۲۳ کال کې هغه مهال پیل شوې، چې شاه غازی امان الله خان په ترکیه کې د افغانستان سفارت پرانیست، په هغه مهال ترکیه کې مصطفی کمال اتاترک واکمن و.
خو د افغانستان او ترکیې د اړیکو تازه فصل له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا پیل شو، هغه وخت چې نړۍ افغانستان ته راغله او حامد کرزی د موقتې ادارې مشر شو.
په تېرو دیارلسو کلونو کې ترکیه د افغانستان د یوه پیاوړی او ښه دوست په توګه عمل وکړ. له افغانستان سره یې مرسته وکړه او پوځیانو یې په افغانستان کې پوځی ماموریت مخ ته یوړ. کابو څلور سوه ترکی پوځیان دمګړۍ په افغانستان کې اوسېږی، چې له دې وړاندې یې په میدان وردګو ولایت کې د ولایتی بیارغونې ټیم یا پی ار ټی مشری پر غاړه درلوده.
خو پوښتنه دا ده چې په اوسنیو شرایطو کې به کابل ته د اردوغان سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیک تړون لاسلیکېدل څومره مهم دی؟
په اوسنیو شرایطو کې چې نړۍ له افغانستانه په وتلو ده او افغانستان د نوی حکومت او نوی ولسمشر خاوند دی، د ترکیې د ولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان سفر کابل ته خورا مهم دی. نوی حکومت غواړی چې په سیمه کې د اړیکو انډول وساتی، خپلې اړیکې له سیمه ییزو هېوادونو سره غښتلې، اقتصادی، ټولنیزې او فرهنګی اړیکې زیاتې کړی.
په څو مواردو کې دا اړیکې مهمې دی. یو دا چې افغانستان او ترکیه له اقتصادی پلوه کولای شی خپلې اړیکې نورې هم ډېرې کړی. دمګړۍ د دواړو هېوادونو ترمنخ د سوداګریزو اړیکو کچه له درې سوه میلیونه ډالرو اوړی. ترکیې ته افغانستان د خپلو توکیو د پلور لپاره ښه بازار کېدای شی او افغانستان هم د دې لپاره چې د ایران او پاکستان له بې کیفیته توکیو خلاص شی، د ترکیې کالیو ته ډېره اړتیا لری.
د دې ترڅنګ ترکیه له پاکستان سره هم ښې اړیکې لری، افغانستان کولای شی د سولې په راوستلو کې پر پاکستان د ترکیې له نفوذ نه هم ګټه واخلی. د کابل ـ انقرې ترمنځ ستراتېژیک تړون به دا فرصت هم افغانستان ته برابر کړی، چې په افغانستان کې د پاکستان او ایران لاسوهنه یو څه راکمه کړی. سره له دې چې ایران او ترکیه ښې اړیکې نه لری؛ خو په افغانستان کې یې د ونډې زیاتېدل او د اړیکو غښتلتیا به پاکستان او ایران په افغانستان کې دوستۍ ته وهڅوی.
افغانستان کولای شی چې د استانبول پروسې چې د اسیا د زړه هېوادونو په کنفرانس یې شهرت موندلی، د ترکیې په مرسته ډېره ګټه ترلاسه کړی او په دې کنفرانس کې به په سیمه ییزه کچه خپلې ګټې ښې وپالی. کله چې بشپړ نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووتل، یوازې همدا ستراتېژیک تړونونه کولای شی له افغانستان سره په اقتصادی او سیاسی برخه کې مرسته وکړی، په بله مانا همدا ستراتېژیک تړونونه چې افغانستان د نړۍ له مهمو هېوادونو سره لاسلیک کړی، افغانستان ته یو امتیاز دی.
افغانستان د ترکیې اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لری. ترکیه چې له یوې خوا د نړۍ د مسلمانانو د رهبرۍ دعوه داره ده او له بلې خوا په افغانستان کې د مېشتو ترکانو او ازبکانو د ملاتړ غوښتونکې ده، له افغانستان سره مرستو ته لېواله ده، ځکه افغانستان په دې کار سره غواړی هم ایران محاصره کړی او هم په افغانستان کې خپلې ګټې د ایران پر وړاندې خوندی کړی.
افغانستان له اوږده ځنډ وروسته په دومره لوړه پیمانه له ترکیې سره اړیکې پیلوی، چې دا به د افغانستان لپاره ښه زېری ولری. ترکیه به په افغانستان کې مرستې ته نور هم وهڅېږی، ځکه په تېره څه باندې یوه لسیزه کې ترکیې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ملیونونو ډالرو مرستې کړی دی او دا چې اردوغان تازه ولسمشرۍ ته رسېدلی ښایی له افغانستان سره یې د مرستو کچه نوره هم زیاته شی.
له ترکیې سره د ستراتېژیک تړون لاسلیکول، د اقتصادی همکاریو پراختیا، د مرستو زیاتول او نورو موارد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د غښتلی کېدو لامل ګرځی؛ خو مهمه دا ده چې افغان دولت له دې همکارۍ او مرستو څنګه ګټه اخلی او تر کومه دا اړیکې ډېر په خپلې خوا څرخوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.