څه شی پاکستان تور لګولو ته اړ ایستی دی

گزارشگر:10 عقرب 1393 - ۰۹ عقرب ۱۳۹۳

د بلوچستان ملېشه ځواکونه ادعا کوی، چې د دې ایالت له ګلستان او دوو نورو سیمو یې څلور زره کیلوګرامه چاودېدونکی مواد او تر بل هر وخت زیاته اندازه وسله نیولې او یو تن افغان یې هم ورسره نیولى دى. چارواکیو ادعا کړې، چې دغه وسله له افغانستانه راوړل شوې او د افغانستان او هند استخباراتی ادارې یې په دې ایالت کې د امنیت په ګډوډولو تورنې کړې دی.
د بلوچستان ملېشه ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په خپل دفتر کې هغه چاودېدونکی مواد او وسله د خبریالانو په وړاندې ایښې وه، چې وایی په دې وروستیو کې یې د افغانستان پولې ته نیژدې د بلوچستان د کلاعبدالله ضلعې له ګلستان سیمې څخه نیولې وه.
د ملېشه ځواکونو مرستیال مشر ډګرمن طاهر محمود له رسنیو سره په خبرو کې وویل، درې ورځې وړاندې یې د کلا عبدالله خان په ګلستان سیمه کې د خپلو استخباراتی ادارو په مرسته عملیات وکړل او تر بل هر وخت یې زیاته اندازه وسله ونیوله.
ډګرمن طاهر وویل، دغه وسلې په بلوچستان کې د ورانکارۍ او په ځانګړې توګه د محرم د عاشورا پر جلوسونو د بریدونو لپاره راوړل شوې وه.
ډګرمن طاهر محمود وویل، چې په ګلستان سیمه کې یې د وسلې د نیولو په مهال یو تن هم نیولى، چې وایی د افغانستان اوسېدونکى دى او په دې اړه پوښتنې ګروېږنې ځینې روانې دی، چې دغه وسلې یې د کوم هدف لپاره راوړې وې.
رسنیو ته د وسلو د ور ښکاره کولو په مراسمو کې د بلوچستان د داخله چارو وزیر میرسرفراز بګټى هم موجود وو، ده په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان ملی امنیت (این ډی ایس) او د هند استخباراتی اداره را (آر، اې، ډبلیو) په بلوچستان کې د ورانکارۍ په چارو کې لاس لری.
پاکستان دا ادعا په داسې مهال کوی چې افغانستان له کلونو کلونو راهیسې له پاکستانه راغلو ترهګرو سخت زیانمن کړی دی. هره ورځ له پاکستانه لسګونه وسله وال را اوړی او په افغانستان کې په ترهګرو کړنو، چاودنو او بریدونو لاس پورې کوی. په افغانستان کې ملکی وګړی او افغان پوځیان وژنی. دغه وسله وال او ترهګر د پاکستان استخباراتی اداره ای اېس ای روزی.
په دې اړه افغان امنیتی ادارو او حتی په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو کره شواهد هم ترلاسه کړی دی. اکثریت په جګړو کې نیول شوی وسله وال د پاکستان وګړی دی او په پاکستان کې یې پوځی روزنه لیدلې وی.
پاکستان مخکې هم له دا ډول تشې ادعاوې کړې وې، چې له افغانستان وسله وال ور اوړی یا دا چې هند په افغانستان کې له پاکستان ضد عناصرو ملاتړ کوی؛ خو په دې اړه هېڅکله پاکستان داسې ښکاره ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د پاکستان دا ادعاوې د څو شیانو ښکارندوی دی. لومړی دا چې پاکستان د نوی حکومت له راتلو وېره لری چې نشی کولای خپل پخوانی سیاست ته د افغانستان پر وړاندې دوام ورکړی. دویم دا چې ولسمشر غنی خپل لومړی سفر عربستان او بیا چین ته وکړ، چې دواړه هېوادونه د پاکستان ستراتېژیک دوست هېوادونه دی. د دې ترڅنګ کابل ته د نوی حکومت له راتلو وروسته لومړی ولسمشر سفر رجب طیب اردوغان وکړ، چې ترکیه هم له پاکستان سره ژوره دوستی لری. ولسمشر غنی مخکې له دې چې له پاکستان سره مخ شی او خپل وخت ورسره ضایع کړی د پاکستان پر وړاندې خپله کړنلاره له یوه نوی مسیره پیل کړې او د ښاغلی کرزی پالیسی یې رد کړې ده. په دې مانا چې لومړی یې ورته د پاکستان ستراتېژیک دوستان وکتل او هڅه کوی هغوی ته دې اړباسی چې پاکستان له افغان سولې او افغانستان سره د ښې دوستۍ لپاره راضی کړی. نو د دې لپاره چې پاکستان خپلو ستراتېژیکو دوستانو ته منطقی څه وړاندې کړی، دا ډول ادعا یې وکړه.
دویم دا چې د ولسمشر کرزی اداره د پاکستان پر وړاندې لا ځوابه وه. یانې هر څه چې پاکستان کول د کرزی ادارې یې په مقابل کې هېڅ نشو کولای. اوس پاکستان له دې هم وېره لری، چې د غنی اداره به د پاکستان په اړه کره ثبوتونه راټول او پاکستان به په سیمه ییزه او نړیواله کچه نور هم بدنام کړی. پاکستان د ځان سپینولو لپاره اوس په هغه تور کې چې پر پاکستان د ترهګرۍ د روزنې لپاره لګول کېږی، غواړی افغانستان هم شریک کړی.
پاکستان اوس د خپل بام واورې پر افغانستان اړوی. مګر افغان حکومت باید د پاکستان د دې ډول غولونکیو اقداماتو پر وړاندې هوښیار و اوسی. افغانستان چې له هند سره په دوستۍ د پاکستان لپاره درنه بیه پرېکوی په کار ده، چې هند لومړی د خپل ځان په اړه هم سپیناوی وکړی، په نړیواله کچه دا تور رد او د افغانستان له دریځ ملاتړ وکړی. د دې ترڅنګ باید هند له افغانستان سره په پوځی او اقتصادی برخو کې نور هم مرستې وکړی، څو افغانستان د پاکستان له احتیاجۍ خلاص شی.
که چېرې افغانستان د دې وړتیا درلودای، چې په نورو هېوادونو کې نا امنۍ جوړې کړی او وسلې، مهمات، ماینونه او نور وسایل چې د پاکستان چارواکیو یې ادعا کړې ده، نو د دې وړتیا به یې هم درلودای چې په خپله خاوره کې له پاکستانه د دې ډول راغلو وسلو، بمونو، بریدونو او چاودنو مخه ونیسی. مګر کابل دمګړۍ د خپل ځان په ویر اخته دی، د خپل غم ژړلو ته وخت نه لری، پاتې لا دا چې په پاکستان کې بریدونه وکړی. په دې ټوله نړۍ پوهېږی، چې د ترهګرۍ ځاله پاکستان دی نه دی افغانستان، نو پاکستان دې د خپل ځان د بقا لپاره هم، د تشو تورونو لګولو پر ځای له افغانستان سره د ښې دوستۍ لار خپله کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.