ایا وسله وال مخالفان هم سیاسی کېدای شی؟

گزارشگر:11 عقرب 1393 - ۱۰ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3ولسمشر اشرف غنی د وسله والو طالبانو په ګډون، د خپل حکومت سیاسی مخالفې ډلې د سولې له پروسې سره یوځای کیدو ته را وبللې.
نوموړی چین کې د اسیا زړه هېوادونو ناستې ته په وینا کې وویل، چې مخالفې ډلې باید دا خیال له سره وباسی چې له افغانستان به د نړېوالو پرضد د جګړې ډګر جوړوی
د ده په و ینا، سوله د افغانانو تر ټولو ستر لومړیتوب دی. د نوموړی په خبره، چې سیاسی مخالفینو، په ځانګړی ډول، وسله والو طالبانو ته بلنه ورکوی چې له افغانانو سره مذاکره وکړی او له نړیوالو ملاتړو یې وغوښتل، چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لپاره، د سولې د پروسې ملاتړ وکړی.
اسوشیتد پرس اژانس وایی، د وسله والوطالبانو په وړاندې د اشرف غنی او د افغانستان د پخوانی ولسمشرحامد کرزی، د خبرو په لهجه کې څرګند فرق لیدل کیږی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی طالبانو ته تل د ورور خطاب کاوه. هغه فکر کاوه چې طالبانو ته د ورور په خطاب سره به هغوی د سولې خبرو اترو ته لېواله شی او د همدې لپاره یې په بیا بیا له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو ته چمتو شی. مګر طالبانو یې تل ځواب په بریدونو او چاودنو ورکړی دی.
خو د پخوانی ولسمشر خلاف اوسنی ولسمشر اشرف غنی طالبانو ته د سیاسی مخالفانو خطاب کړی دی. هغه لومړی ځل دا خطاب په کابل کې وکړ، چې طالبانو یې ځواب په کابل ښار کې په څو خانمرګو بریدونو، په یوشمېر ولایتونو کې په ډله ییزو بریدونو او جګړو سره ورکړ. په تازه اقدماتو کې طالبانو پر کابل ښار د شپې له لوری د راکېټی بریدونو را توغول هم پیل کړی دی.
نه یوازې جګړه په هلمند کې له منځه نه تللې، بلکې په ننګرهار، کندوز او حتی بدخشان ته هم غځېدلې ده. یا طالبانو د ولسمشر غنی د څرګندونو په غبرګون کې د اعتراض غږ پورته کړی دی.
ښاغلی غنی په چین کې یو ځل بیا طالبان او د حکومت نور وسله وال مخالفان سیاسی مخالفان وبلل، په داسې حال کې چې سیاسی مخالفان ځانته تعریف لری.
سیاسی مخالفان هېڅکله وسله وال مقاومت نه کوی. په دې مانا چې هېڅکله د دولت خلاف وسله نه را اخلی. سیاسی مخالفان هغه دی چې نظام منی، د هېواد اساسی قانون منی، بلکې د حکومت له پالیسو سره مخالف وی، خپل دا مخالفت د سوله ییزو مبارزو له لارې مخ ته وړی. هېڅکله سیاسی مخالفان د هېواد له ملی ګټو او ملی شتمنۍ سره په ټکر کې کړنې نه ترسره کوی، نه خلک وژنی او نه هم د نظام له منځه وړل غواړی. بلکې هغوی حکومت تورنوی چې د خلکو لپاره ښه خدمات نشی وړاندې کولای، ملی ګټې نشی تامینولای او په دې برخه کې ځانونه ښه ګڼی.
د دې لپاره چې خلکو ته د خدمت مصدر وګرځی او د خلکو د هوساینې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره خپل پروګرامونه پلې کړی نو له دېموکراتیکو لارو څخه د واک د لاسته راوړلو هڅې کوی.
که چېرې په ځینو برخو کې د حکومت دریځ پر ځای او مناسب وی له هغه ملاتړ کوی. مګر طالبان هېڅکله دا ډول مبارزه نه کوی. بلکې هغوی وسله وال مخالفت پیل کړی دی.
طالبان له دې نظام سره مخالف دی او دا مخالفت خلکو ته د خدمت کولو په سر نه دی، بلکې طالبان د دې نظام نابودول غواړی. بده یې لا دا چې طالبان په دې برخه کې خپلواکی نه لری او تر ډېره د پاکستان د استخباراتی شبکې او نورو کړیو تر لارښوونو لاندې عمل کوی. طالبان تل ملکی وګړی په نښه کوی، افغان امنیتی ځواکونه چې د دې خاورې د ساتلو مسوولیت یې پر غاړه دی، هغه وژنی. د هېواد د رغونې او ابادۍ لپاره هېڅ ډول پلان او پروګرام نه لری، بلکې غواړی چې افغانستان له پرمختګه وغورځوی او یو ځل بیا یې د تیارو کندې ته یوسی.
نو د کوم منطق له مخې ښاغلی غنی طالبان سیاسی مخالفان بولی؟ که چېرې هدف سولې ته د طالبانو را ماتول وی؛ خو دا کار په دې ډول ناشونی دی. طالبانو په امتیاز ورکولو سره سوله نشی راتللی، بلکې نورې لارې دې ولټول شی، چې طالبان او پاکستان سولې ته اړباسی.
غنی دې د ښاغلی کرزی په ګنګه لار قدمونه نه ږدی. په کار ده چې د سولې لپاره نورې داسې لارې چارې ولټول شی، چې په افغانستان کې په طبیعی لحاظ د تلپاتې سولې راوستلو لپاره زمینه برابره کړی. نه دا چې طالبانو ته په امتیاز ورکولو سره هڅه وشی، چې هغوی سولې ته چمتو کړی شی. دا د سولې لار نه ده، بلکې هر څومره چې افغان حکومت طالبانو ته په امتیاز ورکولو قایلېږی هماغومره د طالبانو غوښتنې پورته ځی او د دولت پر وړاندې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.