جنرال رازق: پاکستان نه غواړی چې په افغانستان کې د سر سړی پاتې شی

گزارشگر:19 عقرب 1393 - ۱۸ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3د جنوبی زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایی، د کندهار د مرستیال والی عبدلقدیم پتیال د وژنې پلان په پنجاب کې طرحه شوی وو.
نوموړی زیاتوی، چې افغانی مشران د یوی دسیسې له مخې وژل کېږی او ګاونډى هېواد پاکستان نه غواړی چې په افغانستان کې د سر سړی ژوندی پاته شی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلی راز وایی، چې په افغانستان کې د افغان مشرانو د وژنې ورته پلانونو په ګاونډی هېواد پاکستان کې جوړېږی او د پلی کېدا له پاره یې ګڼ شمېر کسان په دندو ګومارل کېږی.
ښاغلی رازق په خپلو خبرو کې زیاته کړې«د پتیال د وژنی طرحه د پنجاب له لوری جوړه سوی او دا به ووایو چې د ډیورنډ کرښی دا غاړی او ها غاړی ته مشران وژل کیږی او پاکستان داسې پلان له ډېره وخته لری چې د پنځو کسو مشر وی لا یې وژنی، موږ به د پېښی عاملین خامخا نیسو او خامخا به یې د قانون منګولو ته سپارو.»
ده وویل چې په افغانستان کې ډېر مشران د پنجاب د جوړو سویو دسیسو قربانی شوی دی او هڅکله دا ورته د زغملو او منلو وړ نه ده چې مشران دی یې تهدید او یا خو و وژل شی.
باید وویل شی، د کندهار مرستیال والی عبدالقدیم پتیال تېره اوونۍ په داسې حال کې چې په کندهار پوهنتون کې په خپل ټولګی کې ناست وو، د یوه کس له خوا پرې د کړکۍ نه ډزې وشوې چې روغتون ته په لار یې ساه ورکړه.
نوموړی نه یوازې د کندهار مرستیال والی بلکې شاعر، لیکوال او په ټولنیزو چارو پوه کس وو، چې وژنې یې په کورنۍ کچه غبرګونونه راپارولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.