سرحدی ولایتونه له ګواښ سره مخ دی

گزارشگر:21 عقرب 1393 - ۲۰ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3له تېرو دوو ورځو را هیسې د هېواد په هغو یو شمېر ولایتونو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لری په پر لپسې ډول وژوونکې حملی کېږی.
چارواکی وایی چې له پاکستان سره په ګډه پوله پرتو ولایتونو کې بیلابېلې وژونکې پېښې شوی دی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار او کندهار هغه دوه سرحدی ولایتونه دی چې له ګاونډی هېواد پاکستان سره شریکه پوله لری چې بیا بیا ترې د چاودنو او وژنو ریپوټونه ورکول کېږی.
د شنبې په ورځ چې په پلازمېنه کابل کې د یاد ولایت د امنې په قومندانۍ ځانمګری برید وشو، ورسره په سرحدی ولایت ننګرهار کې هم د پولیسو په یوه رینجر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې درې تنه ملی پولیس ووژل شول او یو تن بل ټپی شو.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقی وال ماندګار ورځپاڼې ته وویل چې یاده پېښه د شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو په داسې حال کې رامنځته شوه چې د پولیسو یو رینجر موټر خپلې قرارګاه ته په لار وو.
مشرقیوال زیاته کړه چې چاودېدوونکی توکی له وړاندې نه په یو زرنج موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو او د پولیسو په موټر یې چاودنه وکړه.
مشرقیوال همدا راز ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې تېره ورځ دوه شارتی توغندی هم د جلال اباد په ښار را توغول شوی دی چې له کبله یې اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مشرقیوال په خبره چې توغندی د جلال اباد ښار په جلا سیمو کې لګېدلی دی، چې له کبله یې یو تن وژل شوی او اوه تنه نور ټپیان شوی دی.
نوموړی ماندګار ته وویل: ( په ننګرهار کې د امنیتی ځواکونو ترمنځ هماهنګی وجود لری، چې له کبله یې ورته ډېرۍ پېښې مخکې له دې چې تر سره شی شنډې کړی دی.)
د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال همدا راز وویل: ننګرهار د پاکستان سره ګډه پوله لری چې ډېرۍ وخت له همدې پولې د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې توغندی او یو شمېر وسله وال فعالیتونه تر سره کېږی.
هغه ونه ویل چې د دغو پېښو مسوولیت چا پر غاړه اخیستی او که نه، خو ډېرۍ وخت د داسې پېښو مسوولیت وسله وال طالبان پر غاړه اخلی.
بل خوا د کندهار په ولایت کې د نا مالومه وسله والو له خوا د ملکی کسانو وژنې زیاتې شوی دی.
تېره ورځ په یاد ولایت کې د میرویس نیکه د ښوونځی مدیر په داسې حال کې د نامالومه وسله والو لخوا ووژل شو چې نوموړی ښوونځی ته د تلو په حال کې وو.
په کندهار کې د مدیر احمدی له وژنې څو ورځې مخکې د کندهار پوهنتون د حقوقو یو تن زده کوونکو او د یاد ولایت د والی ویاند عبدالقدیم پتیال هم د نامالومو وسله والو له خوا په ټزو ووژل شو.
د کندهار ولایت یو فعال خبریال ثناء الله مخلص ماندګار ورځپاڼې ته وویل چې د عبدالقدیم پتیال او د ښاغلی استاد احمدی وژنه د هغه مافیاوی ‌ډلو له خوا شوې ده چې په یاد ولایت کې ورنګاری فعالیتونه کوی.

مخلص وایی: ( په کندهار کې بیا بیا ځل د نا مالومو وسله والو لخوا د کندهار یو شمېر مشران په وژل شوی دی او عاملین یې په تېښته بریالی شوی. دا هغه مافیاوی ډلې دی چې په کندهار کې د وسله والو طالبانو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې ور هاخوا ځینو ډلو او یو شمېر نورو ورانکاره اشخاصو په کار اچولی دی.)
د هغه په وینا تر دې وړاندې هم یو شمېر چاودنې او نور ورانکاره فعالیتونه تر سره شوی دی چې پړه یې د همدې بهرنیانو پر غاړه اچول شوې ده.
مخلص زیاته کړه: موږ لیدلی دی په داسې حال کې چې زموږ امنیتی ځواکونو عملیات تر سره کړی دی، په پایله کې یې د هغه وسله والو مړی موندل شوی دی چې له ګاونډی هېوادونونه راغلی او د وسله والو طالبانو په نامه یې د کندهار په لرو پرتو سیمو کې فعالیتونه کول او له دې ځایه به یې خلک ورانکاریو ته هڅول، او دا لړۍ تر اوسه پورې روانه ښکاری چې د وسله والو زیاته برخه په دې ولایت کې د بهرنیانو یعنې د ګاونډیانو جوړوی.)
څو ورځې وړاندې د لویدیځ زون درستیزوال او د کندهار د امنې قومندان جنرال عبدالرازق هم رسنیو ته ویلی وو چې عبدالقدیم پتیال پاکستان وژلی.
جنرال رازق ویلی وو چې د ښاغلی پتیال د وژل کېدو پلان په پنجاب کې طرحه شوی وو، چې په پایله کې یې هغه و واژه.
نوموړی ویلی وو چې د هېواد مشران مو په بیلا بیلو نومونو د پاکستان له خوا وژل کېږی چې له دې وروسته موږ د داسې وژنو د بندېدو غوښتنه کوو.
سربېره پر دې یو شمېر نور هغه ولایتونه چې له پاکستان سره شریکه پوله لری له ورته ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.
په ختیځ او جنوب کې دا وروستۍ پېښې هغه پېښې دی چې د پاکستان او وسله والو پر وړاندې یې د ولسونو اندېښنې را پارولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.