پاکستان به له افغانستان سره همکاری وکړی؟

گزارشگر:25 عقرب 1393 - ۲۴ عقرب ۱۳۹۳

سر تاج عزیز وایی موږ نه شو کولای چې وسله وال طالبان اړ باسو؛ څو له افغان دولت سره یوځای شی.
د پاکستان د ملی امنیت او د صدراعظم د بهرنیو چارو سالاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې پاکستان کولای شی په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړی؛ خو نه شی کولای وسله وال طالبان د افغان دولت سره د یو ځای کېدو لپاره اړ باسی.
د پاکستان د ملی امنیت سالاکار سرتاج عزیز دغه څرګندونې له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره د لیدلو په حال کې وکړې.
سرتاج عزیز په پاکستان کې د ولسمشر غنی پر وړاندې رسنیو ته وویل چې دوی نه شی کولای وسله وال طبان له افغان دولت سره یو ځای کېدو ته اړ باسی؛ خو که افغان دولت هیله مند وی نو له هرې لارې چې لازم ګڼی له طالبانو سره دې د یو ځای کېدو خبرې اترې پیل کړی.
سر تاج عزیز زیاته کړه: که افغان دولت په دې اړه خپله اقدام وکړی پایله به یې ځکه ښه وی چې له یوې خوا به یې په هېواد کې سوله را شی او له بلې خوا به یې هغه وضاحتونه چې دواړه یې په خپلو کې لری په ډاګه او د حل لار ورته پیدا کړی.
نوموړی وویل: نه یوازې پاکستان بلکې ټوله نړۍ غواړی چې په افغانستان کې دایمی سوله وګوری او ټول دې ته لېوال دی چې د افغان سولې لپاره همکاری وکړی. د افغان سولې په اړه پاکستان، د سیمې هېوادونه او نور بهرنیان نه شی کولای چې وسله وال طالبان له افغان دولت سره یوځای کېدو ته اړ باسی.
د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف د ملی امنیت سالاکار سرتاج عزیز له ولسمشر غنی سره په خبرو کې د ترکیې، قطر او چین هېوادونو یادونه وکړه چې کېدای شی یو له دوی څخه هغه هېواد وی چې د سولې خبرې اترې پکې پیل شی.
د سرتاج عزیز د دې خبرې په اړه چې دوی له افغان دولت سره د وسله والو طالبانو یو ځای کېدل نه شی کولای، د سیاسی چارو کار پوه عبدالغفور لېوال ماندګار ته وویل چې دا خبره د افغانستان له هغو غوښتنو څخه نه ده چې له پاکستان څخه یې هیله مندی کېږی.
عبدالغفور لېوال زیاته کړه چې د افغانستان غوښتنې له پاکستان څخه دا دی چې پاکستان باید د وسله والو له ملاتړه لاس واخلی، د هغوی پټنځایونه دې له منځه یوسی او په لوی لاس دې ورانکاریو ته نه هڅوی.
نوموړی زیاته کړه: (د سولې په برخه کې له پاکستان څخه د افغان دولت غوښتنه همدا ده چې په افغانستان کې دې لاس وهنې نه کوی، ورانکاره فعالیتونو کې دې د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلی، هغوی دې نه هڅوی څو په افغانستان کې ورانکاره فعالیتونه تر سره کړی او همدا راز دې وسله والو طالبانو ته د هستوګنې ځایونه نه ور کوی).
ښاغلی لېوال سوله د افغانانو خپل کار وګاڼه او زیاته یې کړه چې افغان باید په خپله د سولې د راوستلو لپاره هڅې وکړی.
د هغه په خبره چې یوازې له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت خبرې اترې او توافق ته رسېدل نه شی کولای چې په لازم ډول سوله راولی؛ بلکې د پاکستان ریښتینې همکاری او ورسره د هېواد والو هڅې لازمې دی.
ښاغلی لیوال زیاته کړه: ( سوله د افغانانو خپل کار دی، دې کې شک نشته چې افغان دولت به له وسله والو سره سوله کوی.)
د ښاغلی لېوال په خبره پاکستان کولای شی په افغان سوله کې تر نورو هغو زیات رول ولوبوی.
د هغه په وینا تر هغې چې پاکستان دا ونه منی چې په پاکستان کې سوله او امنیت د افغانستان له سولې پرته نه شی راتلای او د دوی په ګټه نه تمامېږی پاکستان نه غواړی چې په افغانستان کې سوله راشی او ریښتینې همکارۍ ته زړه نه ښه کوی.
نوموړی په خپلو خبرو کې د پاکستان ریښتینې همکارۍ ته ایشاره وکړه.
ښاغلی لیوال وویل: ( موږ کولای شو د پاکستان ریښتینې همکاری داسې تعریف کړو. پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونه کړی او پاکستان د افغان حکومت پر خلاف وسله وال افغانستان ته را ونه لېږی.)
ولسمشر غنی د تېرې جمعې په ورځ ګاونډی هېواد پاکاستان ته په دوه ورځی سفر تللی وو چې اصلی موخه یې د سولې په برخه کې د پاکستان د ریښتینې همکارۍ جلبول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی ګچې لوړول وو.
ولسمشر محمد اشرف غنی په خپل دغه دوه ورځنی سفر کې د جمعت اسلام ډلې له مشر مولوی فضل الرحمن سره هم ولیدل.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له پاکستان سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې وې او په افغانستان کې یې سوله د پاکستان له همکاریو پرته ناممکنه ګنله.
که څه هم چې له کرزی سره د پاکستان له خوا د همکاریو ژمنې شوې وې؛ خو د کرزی د حکومت تر پایه پورې د سولې څرک ونه لګېده.
ولسمشر غنی مخکې له پاکستان نه د دې هېواد له نېږدې اړیکو درلودونکیو هېوادونو سعودی عربستان او چین ته هم سفرونه کړی وو چې له پاکستان سره یې د سولې په اړه د همکارۍ هڅې پلی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.