د کابل- واشنګټن په امنیتی تړون کې دې له جدیته کار واخیستل شی

گزارشگر:4 قوس 1393 - ۰۳ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون موافقه د ولسی جرګې له خوا په اکثریت رایو تایید شوه.
د کابل او واشنګټڼ ترمنځ د امنیتی تړون او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ترمنځ توافق نامه د یکشنبې په ورځ د ولسی جرګې د غړو له خوا په اکثریت رایو تایید شوه.
د کابل- واشنګټن ترمنځ امنیتی تړون د نوی حکومت په پیل کې کله چې ولسمشر محمد اشرف غنی واک ته ورسېد د لوړې له مراسمو دوه ورځې وروسته په کابل کې د ولسمشر امنیتی سلاکار محمد حنیف اتمر او په افغانستان کې د امریکا د سفیر جیمز کننګهم له خوا د ۲۰۱۴ میلادی کال د سبټمبر د میاشتې په ۳۰ مه نېټه لاسلیک شوه.
له ولسی جرګې وړاندې د مشرانو جرګې هم د موافقو اکثریت رایو په ورکولو سره دغه تړون تایید کړ او د افغانستان لپاره یې ګټور و باله.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واک په دوره کې هم د یاد تړون پر سر خبرې اترې روانې وې چې د ښاغلی کرزی د دورې تر پایه لاسلیک نه شو.
ښاغلی کرزی د امنیتی تړون تر لاسلیک مخکې د امریکا د حکومت لپاره ځینې شرطونه درلودل چې په عملی کولو سره به یې دغه تړون لاسلیک شی.
ښاغلی کرزی افغان سوله په امریکا پورې تړلې وګڼله او زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت دې پر پاکستان فشار راوړی؛ څو د ترهکریزو فعالیتونو د مخنیوی او له دغه هېواده د وسله والو د راتلو مخنیوی وکړی.
که څه هم چې پخوانی ولسمشر کرزی د کابل او واشنګټن د امنیتی تړون ټولې مادې په دقت سره لوستې وې او هغه یې د افغانستان په ګټه باله، بیا هم د لاسلیک لپاره یې لویه مشروتی جرګه را وبلله چې د اکثریت رایو په تر لاسه کولو سره د امریکا هیلې د تړون د لاسلیک لپاره زیاتې شوې او له دې ځایه وه چې د لاسلیک تلوسه یې پیدا شوه.
سره له ډېرو فشارونو بیا هم ښاغلی کرزی د دغه تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې راتلوونکی ولسمشر به یې ورته لاسلیک کړی.
بالاخره د ولسمشر غنی د لوړې د مراسمو نه دوه ورځې وروسته دغه تړون لکه څرنګه یې چې ژمنه کړې وه لاسلیک شو.
که څه هم چې د تړون د لاسلیک لپاره په هېواد کې د مېشتو وګړو ترمنځ مخالف او موافق نظرونه شته بیا هم د ولسی جرګې غړو په غوځ اکثریت دغې تړون ته د تایید رایه ور کړه.
په ولسی جرګه کې د هرات د خلکو استازی محمد صالح سلجوقی وایی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امینتی تړون پر سر په ولسی جرګه کې د یادې جرګې د غړو له خوا بحثونه وشول او دا د افغانستان د روانو حالاتو او له دې وروسته هغې مودې په اړه چې په تړون کې ترې یادونه شوې ده ضرورت وباله چې باید لاسلیک شوی وای.
د هغه په خبره چې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتی تړون د افغانستان لپاره خورا ګټور دی؛ خو که د نورو هغو په شان یې د پلی کېدو لپاره بې له کومې تعهد نامې لاسلیک کړی نه وی.
نوموړی د تېرو هغو تړونونو په اړه ویل چې د پخوانی ولسمشر کرزی د واک په دوره کې له امریکا او ناټو هېوادونو سره لاسلیک شوی وو؛ خو زیاته برخه یې پلی نه شوه.
د ښاغلی سلجوقی په خبره که څه هم چې په دغه تړون لیک کې یو شمېر مادې د نقد وړ وې؛ خو بیا هم ولسی جرګې ورته د موافقت رایه ور کړه.
سلجوقی ماندګار ته وویل: ( امنیتی تړون ښه ده چې لاسلیک شی په داسې شرایطو کې چې زموږ امنیتی ځواکونه په وسلو سمبال شی، همدا راز د هغوی په روزلو کې مرسته وشی؛ خو که د تېر یو شمېر هغو لاسلیکونو په شان چې لاسلیک شول او د نه عملی کېدو لپاره مو کوم نور څه نه وو ورسره لیکلی زیاته برخه یې عملی نه شوه. بل خوا په دغه تړون کې یو شمېر د نقد مادې هم وې، لکه د امریکایانو محاکمه چې باید په افغانستان کې ونه شی او د دوی له توکیو څخه دې مالیه نه اخیستل کېږی، د ویزې او یا نورو برخه.)
د ښاغلی سلجوقی په خبره چې که دغه تړون پلی شی د افغانستان لپاره به ډېرې لاسته راوړنې ولری.
په ولسی جرګه کې د کندهار د خلکو استازې اغلې شکیبا هاشمی بیا وایی چې د امنیتی تړون له لاسلیکېدو وروسته د ولسمشر امنیتی سلاکار حنیف اتمر ولسی جرګې ته ورغلی وو او دوی ترې نه د خپلو اندېښنو د لمنځه وړلو په اړه ځینې غوښتنې کړې وې، چې باید د امریکایی ځواکونو او تجهیزاتو په لېږد کې دې امریکا افغان دولت ته مالیه ورکړی او د امریکایی ادباعو د تګ او راتګ لپاره دې ورته ځانګړې کرایه ورکړی.
د هغې په خبره چې دوی ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړی دی.
نوموړې ماندګار ته وویل: ( د هغه څه په اړه چې مو اندېښنه درلوده له حنیف اتمر نه وپوښتل او د امریکایی تجهیزاتو د مالیی د هغوی د تګ او راتګ کرایه ویزې او نورو شیانو په اړه ترې غوښتنه وکړه څو د افغانستان حکومت ته پیسې ورکړی)  نوموړې د ښاغلی اتمر له قوله وویل، چې که امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک نه شی نو ښایی په وروستیو کې به دا هېواد له ډېرو امنیتی ستونزو سره مخ شی نو د دې لپاره مونږ اړینه و ګڼله چې امنیتی تړون لاسلیک کړو.
د هغې په خبره چې په دې اړه افغانستان خپل مسوولیت تر سره کړی چې له دغه تړون نه یې په هر ډول ملاتړ وکړ او د تایید رایه یې ورکړه.
له دې وروسته د امریکا حکومت مسوول دی چې باید د دغې تړون ملاتړ او پلی کېدل په مناسب ډول وکاروی.
اغلۍ هاشمی وایی چې سوله د امریکا په همکارۍ کې کېدای شی نو پکار ده چې افغان دولت په دې اړه له امریکې سره د دې تړون د ژمنو د پلی کولو لپاره له جدیت نه کار واخلی څو امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې ونه سپموی.
د ولسی جرګې بل غړی قربان علی عرفانی ببا وایی، چې دغه تړون د امریکا په ګټه جوړ شوی او هغه یې یو طرفه و باله.
ښاغلی عرفانی په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ( امریکا چې په امنیتی تړون کې زیات او کم څه راوړی یا یې تمدیدېدل غواړی کولای شی، چې د پنځه لسم کال لپاره یې تمدید کړ ماته ښکاری چې له افغان حکومت ورسره پکې تفاهم نه دی شوی)
د هغه په خبره چې په دغه تړون کې د افغانستان لپاره مرستې نه دی ټاکل شوی، په داسې حال کې چې امریکا خپلې ګټې په څرګند ډول راوړی دی.
نوموړی ماندګار ته وویل: ( د امریکا له خوا له افغانستان سره په مرسته کولو کې هیڅ کوم وضاحت وجود نه لری، په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره هډې غواړی چې دا او نورې ګټې یې د تړون په هره برخه کې په ډاګه لیکلی دی، خو د افغانستان لپاره یې هغومره څرګند نه دی لیکلی)
د هغه په خبره چې افغان دولت باید خپلې ګټې د تړون په هره برخه کې خوندی لیکلې وای او همدا راز یې د هېواد په دننه او له هېواده بهر په ګټو کې دقیقه شمېره مالومه مالومه کړې وای چې د ټاکلی وخت لپاره به څومره ټاکلې مرستې ورسره کېږی.
نوموړی ماندګار ته دا هم وویل چې په ولسی جرګه د یاد امنیتی تړون د تایید لپاره په هغه ډول چې لازمه وه رایه نه ده کارول شوې.
د هغه په خبره چې په ولسی جرګه کې فیصله شوې وه څو پینځه تنه د مخالفانو او پنځه تنه د موافقانو په دې اړه خپل دلایل ولسی جرګې ته وړاندې کړی؛ خو د دغې جرګې د رییس له خوا د شنه کارت پورته کېدلو پرته له دلایلو د خلکو رایو کارونه پیل کړه چې په وینا یې دوی ته د منلو وړ نه وه.
ریښتیا هم چې افغان چارواکو د امنیتی تړون په اړه خپل پراخ ملاتړ څرګند کړ، هغسې چې لازمه وه د نوی حکومت له پیل سره سم یوازې د یو دوه ورځو وروسته دغه تړون لاسلیک شو او له هغې وروسته د نوی حکومت نوی پیل دوام وموند.
د مشرانو او ولسی جرګو د غوځ اکثریت رایه د دې ښکارندوی ده چې په ټوله کې افغانان د امنیتی تړون ملاتړ کوی او هغسې یې کوی چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې خوندی وی.
دا چې د دې تړون په پلی کېدو سره به افغان ځواکونه د وسلو، مهماتو، لوړو روزنیزو زده کړو او همدا راز د هغوی ملاتړه برخمن کېږی، د افغانستان لپاره په زړه پورې او د هرکلی وړ ده؛ خو که امریکا د افغانانو دې وفادارۍ ته ځیر شی او پرته له شکه خپلې ژمنې په ریښتینې ډول پلی کړی دا به نه یوازې د افغانستان ورسره د سیمې د هېوادونو د امنیتی وضعې د ښه کېدو سبب وګرخی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.