شنونکی: د لندن کنفرانس به تر نورو هغو ګټې زیاتې ولری

گزارشگر:9 قوس 1393 - ۰۸ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په موخه به په لندن کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شی.
ټاکل شوې ده د لندن په کنفرانس کې به د افغانستان د دولت لوړ رتبه دولتی پلاوی ګډون وکړی چې د روان کال د لیندۍ د میاشتې په دیارلسمه نېټه به پیل شی او دوه ورځې به دوام وکړی.
دغه پلاوی به د توکیو د کنفرانس د شوو ژمنو په تعقیب او له یو شمېر نورو امنتی او اقتصادی بنسټیزه پلانونو سره په کې برخه واخلی.
د ټوکیو په کنفرانس کې چې د افغانستان لپاره د ۱۳۹۱ کال د غبرګولې د میاشتې په ۱۸ مه د جاپان د ټوکیو په ایالات کې جوړ شوی وو د جاپان په ګډون څه د پاسه ۷۰ نړیوالو پسپنه کوونکو هېوادونو له دغه هېواد سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.
په یاد کنفرانس کې د بهرنیو چارو له پخوانی وزیر زلمی رسول سره چې د افغانستان د حکومت استازیتوب یې کاوه له دې هېواد سره د اوږد مهاله اقتصادی همکاریو چې د ۲۰۱۴ کال نه به تر ۲۱۲۴ کال پورې دوام وکړی، د امنیتی ستونزو د حل، د سواد د کچې په لوړولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.
د نوی ملی وحدت حکومت د رامنځته کېدو له وخته له افغانستان سره د نړیوالو همکاریو د جلبولو دا لومړی کنفرانس دی چې په لندن کې جوړېږی.
هغه نوی اقتصادی پلان چې افغانستان به یې په لندن کې نړیوالو ته وړاندې کړی، د کابل په کنفرانس کې چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی وو تعریف، د ټوکیو په کنفرانس کې تایید شوی او د لندن په کنفرانس کې به په ریښتینې ډول و ارزول شی.
د افغانستان د مالی وزارت سرپرست وزیر حضرت عمر زاخېلوال وایی چې افغان دولت د لندن د کنفرانس لپاره پوره چمتوالی نیولی چې د اقتصادی همکاریو سربېره به د امنیتی، فقر او یو شمېرو نورو ستونزو د حل په موخه به د نړېوالو مرستې را جلب کړی.
د زاخېلوال په خبره، په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و. د هر کال په تېرېدو سره پر بهرنیو مرستو د افغانستان اتکا ډېرېده. پنځه کاله وړاندې د افغانستان د ملی بودجې د تمویل له پاره موږ له بهرنیانو یوازې درې میلیارده ډالره غوښتل؛ خو سږ کال به مرستو ته زموږ اړتیا نېږدې شپږ میلیارده (رسماً ۵،۷ میلیارده) ډالرو ته ورسېږی.
کارپوهان په دې باور دی، که د افغانستان هغه پلاوی چې د لندن په کنفرانس کې به برخه اخلی د دغې کنفرانس لپاره پوره چمتوالی ولری ښایی ډېرې لاسته راوړنې ولری.
د هغوی په باور په دغه کنفرانس کې به د نورو هغو په پرتله پراخ توپیر وجود ولری.
د سیاسی چارو کارپوه صدیق الله توحیدی په دې اند دی چې د ملی وحدت حکومت د خاصو ځانګړتیاوو له مخې کولای شی له داسې کنفرانسونو د پخوا په پرتله ډېرې لاسته راوړنې ولری.
نوموړی ماندګار ته ویل: ( په داسې حال کې چې افغانستان له خورا اقتصادی او امنتی ستونزو سره مخ دی، د لندن کنفرانس د نوی حکومت لپاره ګټور چانس دی او زه په دې باور یم چې له دغه کنفرانس نه به دوی پوره ګټه پورته کړی، دا ځکه چې په دې حکومت کې د اقتصادی ودې لپاره مناسبې څېرې وینم.)
ښاغلی توحیدی وایی، که وړاندې له دې کنفرانس نه افغان دولت پوره چمتوالی نیولی وی هغه هیله مندی چې له تېرو دیارلسو کلونو یې خلک لری پوره کېدل به یې د دغې کنفرانس له پای سره سم پیل و مومی.
د سیاسی چارو کارپوه عبدالغفور لېوال بیا د لندن کنفرانس د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو او همکاریو د جذب مهمه موکه ګڼی او زیاتوی چې دغه کنفرانس به وکولای شی د دې هېواد شته ستونزې برسی او د امکان تر حده له منځه یوسی.
د نومړی په خبره چې د نړیوالو مرستې نه یوازې د افغانستان د اقتصادی او امنیتی ستونزو لپاره خورا ګټورې تمامېدای شی ور سره د سیمې د هېوادونو لپاره هم د پام وړ دی.
ښاغلی زیاتوی: ( همدا اوس افغانستان د امنیت له ستونزو سره مخامخ دی چې دغه امنیتی ستونزې یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی، که په دغه کنفرانس کې په دواړو برخو کې نوې ژمنې وشی، هم د افغانستان د ملاتړ د دوام او هم د مالی مرستو په برخه کې، زه فکر کوم چې د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره به امنیتی ستونزې حل کړی.)
ښاغلی لېوال په دغه کنفرانس کې د افغانستان استازیتوب مهم وګاڼه او زیاته یې کړه چې باید وړ کسان برخه په کې واخلی چې د نړیوالو مرستو په جلبولو کې ګټور تمام شی. د هغه په خبره که ولسمشر غنی او هغه ته نېږدې کسان لندن ته لاړ شی هغه هیلې چې د افغانستان حکومت او په ټوله کې افغانان یې له دغه کنفرانس څخه لری ښایی پوره شی.
همدا راز عبدالشکور اخلاقی‎ په دې باور دی، که نړیوال په ریښتینې ډول له افغانستان سره مرسته او همکاری وکړی هغه طرحې چې افغان دولت یې د ښې حکومتولۍ، د سولې او امنیت، د کانونو په استخراج او د سیمې له هېوادونو سره د ښې اړیکو د درلودلو په اړه لری په لازم ډول عملی کړی.
ټاکل شوې ده چې په دغه کنفرانس کې به تر پنځوسو زیات پسپنه کوونکی هېوادونه برخه واخلی او له افغانستان سره به د خپلو همکاریو د پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.