روسیه، لویدیځ او د اسلامی ډلو بریدونه

گزارشگر:سه شنبه 3 قوس 1394 - ۰۲ قوس ۱۳۹۴

لیکوال: اېکانومیسټ اونیزه
سرچینه: اېکانومیسټ
ژباړه: محمدعاطف فقیرزاده

داسې برېښی، چې د اسلامی ترهګرو ډلو له‌خوا د ګډو ګواښونو له امله روسیه او لویدیځ هېوادونو له یو بل سره د نېږدې کېدو په حال کې دی، که څه هم د دوی نېږدې کېدل لا تر اوسه دې حد ته نه دی رسېدلی، چې اوږه په اوږه د یو بل تر څنګ ودرېږی. د روسیې او لویدیځ تر منځ د اړیکو په برخه کې mandegar-3دا بدلون په لومړی ځل د روان کال د نومبر په میاشت کې په ترکیې کې د جی-۲۰ سرمشریزې غونډې په ترڅ کې راڅرګند شو، چېرته چې ولادیمیر پوتین خپل ځان پاملرنې په مرکز کې وموند. په یوکراین کې د روان بحران پر سر د وضعیت د خړپړتیا او تشنجونو له امله د جی-۲۰ د تېر کال سرمشریزې غونډې فضا او چاپېریال دومره سوړ و، چې ولسمشر پوتین له ټاکلی وخت څخه مخکې کور ته ولاړ.
په پاریس کې له بریدونو وروسته، د جی-۲۰ د سږنۍ غونډې په پای کې د روسیې ولسمشر ولادبمیر پوتین د امریکا له ولسمشر، بارک اوباما، او د بریتانیا له لومړی وزیر، ډېویډ کامرو سره په شخصی توګه د خبرو لپاره ولیدل.
د نومبر د میاشتې په ۱۶ نېټه د فرانسې ولسمشر، فرانسس اولاند، اعلان وکړ، چې په پام کې لری د راتلونکو څو وروځو په ترڅ کې له ولسمشر اوباما او ولسمشر پوتین سره د اسلامی دولت پرضد جګړه کې د ځواکونو د یوځای کولو او په دې جګړه کې د برخې اخیستو په اړه د خبرو اترو او بحث په موخه واشنګټن او مسکو ته بېل بېل سفرونه وکړی. سبا سهار ته یې د روسیې ولسمشر او د امنیت رئیس یې ومنله، چې تېره میاشت د مصر په هوایی حریم کې د روسیې اړوند میټروجیټ مسافروړونکې الوتکه د یوې بمی چاودنې له امله نسکوره شوې وه، او له دې سره روسیې په حقیقت کې له لویدیځو حکومتونو سره یو موازی دریځ غوره کړ.
کله چې په لومړی ځل روسیې په سوریې کې خپل عملیات او اقدامات پیل کړل، هغه مهال ولسمشر پوتین د ترهګرۍ پروړاندې د یوه پراخ نړیوال ائتلاف خبرې کړې وې. د کرملین ماڼۍ لوړپورو چارواکو داسې ښودلې ده، چې دا شونې ده، چې د روسیې او لویدیځ حکومتونه د یوه ګډ او شریک دښمن پر وړاندې متحد شی (او هغه یې هم په تلویحی توګه داسې ښودلې وه، چې د یوکراین له مسئلې به صرف نظر کوو). په سوریې کې د پوتین له‌خوا بمباریو په لومړی سر کې د لویدیځو حکومتونو ‌ډېره پاملرنه او لېوالتیا جلب نه کړه. لویدیځو حکوموتو له دې شکایت درلود، چې روسیه په سوریې کې د داعش پرتله په هغو وسلوالو ډلو ډېره بمباری کوی، چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمنې دی. ولسمشر اوباما په سوریې کې د روسیې ستراتېژی د «ناورین هرکلی یا د ناورین لپاره دستورالعمل » بللی وه. له موخو او مقاصدو صرف نظر، د روسیې او لویدیځو دولتونو تر منځ واټن لا پراخ شوی او ډېر دی.
خو په پاریس کې بریدونو د یوه پراخ ائتلاف پر سر خبرې او بحثونه بیا راپورته او راژوندی کړل. د جی-۲۰ ناستې په پای کې ولسمشر پوتین اعلان وکړ، چې اړیکې له پخوا رغېدلې او ښې شوې دی: «ژوند پر مخ روان دی، هر څه بدلون مومی: نوې ستونزې راپورته کېږی، نوی ګواښونه راولاړېږی، نوې ننګونې رامنځه کېږی، چې حل او هواری به یې په یواځې توګه د هر چا لپاره ستونزمن وی.» د تېرې سه‌شبنې په ورځ ولسمشر پوتین چې په خپلې وینا کې یې د فرانسې له بریدونو وروسته د ولسمشر فرانسس اولانډ غوسه انعکاس کوله، ژمنه وکړه، چې د هغو ۲۲۴ کسانو د وژنې غچ به اخلی، چې د روسۍ الوتکې په نسکورېدو کې وژل شوی دی.
ولسمشر پوتین اعلان وکړ، چې په سوریې کې به د روسیې هوایی بریدونه لا جدی او پراخ شی: «موږ به هغوی په ټولو ځایونو کې ولټوو، دا مهمه نه ده، چې هغوی چېرته پټېږی. مونږ به هغوی چې د ځکمې په هر ګوټ کې پټ وی ومومو او سزا به ورکړو.» د اوسنی ائتلاف په اړه روسی شنونکی د هټلر په ضد د ائتلاف سره ورته والی ته اشاره کوی، چې ستالین، چرچل او روساولټ یې سره یو ځای کړل، سره له دې چې هغوی په خپلو منځونو کې ښکاره فکری او ایدیالوژىکی توپیرونه درلودل.
لویدیځ هېوادونه لېواله ښکاری، او لږ تر لږه، دا نظر او لید منی، چې داعش ته ماته ورکول به له روسیې سره د ګډ کار کولو په مفهوم وی. د سی.آی.اې مشر، جان برنن وایی چې روسیه او امریکا باید ډېر استخباراتی معلومات سره شریک کړی. له ولسمشر پوتین سره له کتنې وروسته د بریتانیا لومړی وزیر د «جوړجاړی» خبرې کړې دی. ولسمشر پوتین هم له خپل اړخه د معاملې لپاره لېوالتیا ښودلې ده، په نادره توګه یې د پخلاینې او مصالحې پیغام ورکړی دی او له یوکراین سره یې د ۳ ملیارډو ډالرو پور پر سر اوږدمهاله مسئله پای ته رسولې ده. په فوری توګه له یوکراین څخه د پورونو د ادا کولو پر ځای ولسمشر پوتین توافق کړی چې یواکراین دې د ۲۰۱۶-۲۰۱۸ کلونو تر منځ روسیې ته په کال کې یو ملیارډ ډالر ورکوی.
خو د دواړو خواو څخه د نېکو اقداماتو سره سره د حقیقی همکاریو پر وړاندې لا هم جدی ستونزې ولاړې او موجودې دی. یوې پېژندل شوې روسۍ ورځپاڼې، فډوموستی، د نومبر په ۱۷ ګڼه کې لیکی: «د یوه واحد محاذ یا جبهې پر سر خبرې اترې تر هغه مهاله په زړه پورې او جالبه دی، چې په کې تفصیلات او مشخصه امتیازونه ذکر شوی نه وی.»
خو دواړه ډلې تر اوسه د اسد د برخلیک په اړه سره کوم توافق او هوکړې ته نه دی رسېدلی. د سوریې ولسمشر اسد د مسکو نیږدې متحد ملګری پاتې شوی، خو لویدیځ هېوادونه د هغه د حکومت له دوام او غځېدو سره مخالفت ښیی. د تېرې اونۍ په پای کې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د سوریې د سوله ایزو خبرواترو پایله د ټاکنو لپاره له ابهام څخه ډکه یوه طرحه وړاندې کړه، خو د اسد د راتلونکی په اړه یې څه وړاندې نه کړ. د یوکراین له وضعیت څخه به د داعش پر ضد د ائتلاف بېلول هم ستونزمن کار وی. که څه هم د یوه اوربند له امله په ختیځ یوکراین کې وضعیت تر یوه حده ښه شوی، خو د مینسک سوله‌ ایزو خبرواترو سیاسی اړخونه او عناصر تر اوسه پلی شوی نه دی، دا په دې مفهوم ده، چې لا هم دا امکان شته چې د جګړې اور بیا راپورته شی. د وروستیو څو ورڅو په ترڅ کې دونتسک ته نږدې شپږ اوکراینی سرتېری په ډزو وژل شوی دی.
په هر حال، همکاری او مشارکت اعتماد او باور ته اړتیا لری، خو د اوکراین پر سر د دوه کلونو پرلپسې لانجو وروسته، د روسیې او لویدیځو هېوادونو تر منځ ډېر محدود اعتماد او باور موجود دی. د یوه گډ دښمن لرل به و نه شی کړی بې‌باورۍ او دښمنی له منځه یوسی، ځکه په کور کې دننه د ولسمشر پوټین موقف په ژوره توګه د امریکایی ضد احساساتو پورې تړلی دی.
د روسیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، الکسی پوشکوف وایی، چې په حقیقت کې په پاریس کې د وژنو مسوولیت د امریکا پر مشرۍ د احمقانه ائتلاف د دریځ پر غاړه دی. په روسیې کې رسنیو د پاریس بریدونه په منځنی ختیځ کې د غربی هېوادونو د منحرفو پالیسیو هرومرو پېښیدونکې پایله بللې ده. د روسیې دولتی ټلویزیونی شبکې(۱) ویلی دی، چې روسیې له مخکې لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و، چې په منځنی ختیځ کې به د هغوی د «بې‌باکۍ» سرحد کوم ځای ته رسېږی. صرفنظر له دې چې سټراټیژیک اهمیت یې څه دی، خو «ما درته داسې ویلی وو» به د همکاریو لپاره یو ‌کمزوری بنسټ او بنیاد وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.