جمهور رئیس غنی په کوبر څېړنیز بنسټ کې وینا وکړه

گزارشگر:شنبه 14 قوس 1394 - ۱۳ قوس ۱۳۹۴

mandegar-3د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د پنجنشبې په ماسپښین په برلین کې په کوبر څېړنیز بنسټ کې وینا وکړه.
په دې ناسته کې چې اکثر ګډونوال یې د المان حکومت لوړ پوړی چارواکی او د هغه هېواد د پارلمان غړی وو، جمهوررئیس له ترهګری سره د مبارزې د څرنګوالی، ګډو تهدیدونو، په اروپا کې د افغان کډوالو د وضعیت، د سولې د پروسې او اقتصادی مسایلو په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس وویل، تېر کال زموږ کوښښونه د هغه وضعیت د رامنځته کېدو د مخنیوی لپاره وو، چې طالبانو او ملاتړو یې غوښتل په افغانستان کې دوه سیاسی جغرافیې رامنځته کړی او موږ اړ کړی، چې د ذلت سولې ته غاړه کېږدو، خو موږ اجازه ورنه کړه چې دښمن دغې موخې ته ورسېږی.
جمهور رئیس زیاته کړه، په دې لاره کې مو ډېرې قربانۍ ورکړې ولې دا سرښندنې د وطن دوستۍ هغه قېمت دی چې زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونو ورکړ او موږ پرې ویاړو.
جمهور رئیس د هغو اقتصادی پروژو په هکله چې له افغانستان څخه تېرېږی او مرکزی اسیا له جنوبی اسیا سره نښلوی وویل، دا پروژې اوس له پلانګذاری څخه د تطبیق پړاو ته رسېدلې دی.
جمهور رئیس غنی زیاته کړه، اکثریت افغانان غواړی په هېواد کې پاتې شی او د افغانستان حکومت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه کوښښ کوی، داسې زمینه برابره کړی، چې هغوی په افغانستان کې پاتې شی او له افغانستان څخه د وتلو اړتیا احساس نه کړی. هغه زیاته کړه، افغانستان په یوازېتوب دا کار نشی کولی ، ځکه جرمی ډلې له قاچاقبرو شبکو او ترهګرو سره په ګډه د انسان د قاچاق په خاطر له افغانستان څخه دباندې فعالیت کوی.
محمد اشرف غنی وویل، پاکستان له۱۴ کالو او په غالب ګومان ان له۴۰ کالو راهیسې له افغانستان سره په یو نا اعلان شوی جنګ کې قرار لری.
جمهور رئیس څرګنده کړه، له اکسیجن وروسته د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده، خو د ذلت سوله هیڅ وخت نه منی او د افغانستان د اساسی قانون لومړی او دویم څپرکی هغه بنسټیزې کرښې دی، چې په هغو به بحث ونشی.
د یادونې وړ ده چې کوبر بنسټ د المان له مهمو علمی او څېړنیزو بنسټونو څخه دی چې پخوا هم د نړۍ د برجسته شخصیتونو کوربه وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.