طالبان له خلکو د قربانی شویو څارویو پوستکی غواړی

- ۲۹ میزان ۱۳۹۱

د ملی امنیت چارواکیو ویلی، چې د لوی اختر په درشل کې وسله والو طالبانو د هېواد په ډېرو سیمو کې خلکو ته ویلی، چې په لوی اختر کې به د قربانی شویو څارویو پوستکی دوی ته ورکوی.
خبریال وېبپاڼې په کابل کې د ملی امنیت د یوې سرچینې له قوله چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ویلی، چې طالبانو په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، غزنی، کندهار، زابل، هلمند او فراه ولایتونو کې په هغو سیمو کې چې وسله وال طالبان پرې واکمنی لری، ځایی اوسېدونکیو ته ویلی، چې له دغه امره دې سرغړونه نه کوی.
د ملی امنیت دغې سرچینې ویلی، چې اوس طالبان غواړی له دې لارې خپل مالی سرچینې برابرې کړی.
له دې وړاندې داسې ویل کېدل چې وسله وال طالبان خپلې مالی سرچینې له نشه یی توکیو او هېواد ته د بهرنیو ځواکونو لپاره له اکمالاتی موټرو پوره کوی.
همدارنګه وسله والو طالبانو په ډېرو سیمو کې له خلکو عشر و زکات هم اخیسته خو دا لومړی ځل دی چې وسله والو طالبانو په لوی اختر کې د قربانی شویو څارویو د پوستکو د ټولولو هوډ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ له نشه یی توکیو سره د مبارزې وزیر ویلی ول، چې وسله والو مخالفانو تېر کال د کوکنارو له کښت څخه ۱۵۵ میلونه ډالره عاید تر لاسه کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.