له افغانستان سره د اروپا د اوږدمهاله همکارۍ ژمنه

گزارشگر:سه شنبه 17 قوس 1394 - ۱۶ قوس ۱۳۹۴

mandegar-3ارگ
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی اروپا ته په خپل وروستی سفر کې د افغانستان دولت او ملت سره د ژمنو پر بنسټ د افغانستان او اروپایی هېوادونو تر منځ په څو راتلونکو لسیزو کې پیاوړې همکاری رامنځته کړه. دا سفر له خپلواک افغانستان سره د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ده د کوښښونو یوه برخه ده. له نېکه مرغه د نړیوالو انکشافی مرستو په برخه کې د اروپایی حکومتونو د لومړیتوبونو ټاکلو ته په پام، جمهور رئس غنی وکولی شول چې خپلې موخې یانې د افغانستان او اروپا تر منځ د اوږدمهالو همکاریو تازه کولو ته ورسېږی.
د افغانستان او اروپا تر منځ د همکاریو نوی څپرکی له هغه وروسته پیلېږی، چې ناټو سازمان هم په یو ډېر مهم تصمیم کې د افغانستان د اوږدمهاله امنیت د ملاتړ ژمنه وکړه، د افغان امنیتی ځواکونو د ظرفیت زیاتوالی او د هېواد د امنیتی وضعیت پیاوړی کول په دې ژمنه کې شامل دی. د اروپایی هېوادونو ژمنې د افغانستان له اقتصاد، حکومت او ټولنې څخه په پراخ ملاتړ راټولې دی. پورتنۍ دوه پېښې د افغانستان پر حکومت د نړیوالې ټولنې دا باور ښیی، چې کولی شی هېواد پر ځان د اتکا او سولې لور ته سوق کړی.
جمهور رئیس او د افغانستان د حکومت ټولو برخو په تېر یو کال کې د افغانستان له مهمو نړیوالو شریکانو سره د هېواد د ملی ګټو په خاطر د ستراتیژیکو همکاریو د دوام لپاره کار وکړ. په دغو کوښښونو کې لاندې موارد شامل دی: د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د توافقنامې لاسلیک، د روان کال په سپتمبر میاشت کې د لوړ پوړو مقاماتو په ناسته کې تمویلونکو سرچینو ته پر ځان د اتکا او راپور ورکولو اجنډا په چوکاټ کې د شفافیت د تامین او حساب ورکولو لپاره د اقداماتواعلان، پر وخت د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) د تمهیداتو تطبیق او د لومړی ځل لپاره له ۲۰۰۵ کال راهیسې د یاد بنسټ د ټولو ټاکل شویو شرایطو او شاخصونواجرا، د داخلی عوایدو او د بودجې د تخصیص په برخه کې له مخکې څخه ټاکل شویو موخو ته رسېدل او په نهایت کې د انکشافی مرستو د ترلاسه کولو او اجرا د څرنګوالی لپاره د روښانه پروګرام رامنځته کول. د امن او سوکاله افغانستان په لاره کې د خلکو د روښانه راتلونکی په موخه د اروپایی متحدینو قوی ژمنې دا ښیی، چې هغوی د ملی وحدت حکومت پر رهبری او په هېواد کې د اساسی اصلاحاتو په برخه کې په لاسته راوړنو باور لری.
یادې ژمنې د افغانستان د اسلامی دولت له ستراتیژی څخه چې د اصلاحاتو د چټکولو او د انرژی، ټرانسپورټ، فابریکو، زده کړو او بازارونو ته د لاسرسی په برخه کې د پانګونې له لارې په ټول هېواد کې خلکو ته بې شمېره کاری فرصتونه برابروی، ملاتړ کوی.
د آلمان مشخصې ژمنې
« موږ باید له خپلو ټولو امکاناتو څخه د افغانستان د پرمختګ او د هغه هېواد د خلکو د ښه راتلونکی لپاره ګټه واخلو.» لومړۍ وزیره انګلا مرکل، ۲۰۱۵م د ډسمبر ۲.
۱- د انکشافی همکاریو په هکله د دوو هېوادونو تر منځ د موافقتنامې پر چوکاټ توافق: جرمنی تر ۲۰۲۰م کال پورې له افغانستان سره هر کال ۲۵۰ میلیونه یورو د انکشاف وزارت او۱۸۰ میلیون یورو د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ښې حکومتوالۍ، د پایداره اقتصادی ودې، انرژی، د څښاک اوبو او حفظ الصحې، اساسی تعلیماتو او حرفې زده کړې په برخه کې مرسته کوی.
۲-جرمنی ۲۵ میلیون یورو د کارموندنې پروګرام سره مرسته کوی.
۳-جرمنی د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت څخه ملاتړ وکړ او د خپلو ځواکونو شمېر به ۹۸۰ تنو ته لوړ کړی.
۴- دې هېواد هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د کار موندنې او ودې په برخه کې د المان د خصوصی برخې د پانګونې د هڅونې په موخه د پانګونې د تضمین لارې برابرې کړی.
۵-د جرمنی انکشافی وزارت او د افغانستان حکومت به په افغانستان کې د کار په موخه په ځانګړی ډول د انرژی سکتور په برخه کې د المانی پانګوالو د جلب په موخه د راتلونکی کال په جنوری میاشت کې په برلین ښار کې ګډ کنفرانس جوړ کړی.
۶-د المان حکومت ژمن دی، چې هامبورګ بندر ته د افغانستان د محصولاتو د راوړلو لاره پرانیزی، تر څو له دې لارې د افغانستان د تولیداتو لپاره د تولید او ارزښت زنځیر رامنځته شی.
۷-جرمنی به د برېښنا، د تجدید وړ انرژی او زیربنایی برخه کې د حرفوی او مسلکی زده کړو د پروګرامونومالی ملاتړ وکړی.
د افغانستان پر وړاندې د المان حکومت د ژمنو په هکله د وینا د ترلاسه کولو لپاره دا ځای کېکاږئ.
د ایټالیا مشخصې ژمنې
« موږ په ۲۰۱۶ م کال کې متحده ایالاتو، نړیوال ایتلاف او افغانانو سره په ګډه له ترهګری سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوو… ایټالیا په خپل نوبت په افغانستان کې د بدلونونو په بهیر کې ونډه اخلی. هرات د دې هېواد له امن سیمو څخه دی.» د ایټالیا لومړی وزیر متیو رِنزی ۲۰۱۵ م د ډسمبر ۱.
۱-ایټالیا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې له هغې جملې به یې ۵۰۰ تنه سرتېری د هرات په هوایی ډګر کې مېشت وی. د دې تصمیم موخه په لومړی ګام کې د نړیوالو فعالیتونو په مرکز او په هېواد کې په نوې اقتصادی حوزې د هرات د هوایی ډګر بدلول دی.
۲-ایټالیا د اورګاډی د هغې ۷۵ کیلو متره کرښې د غځولو لپاره د ۶۵ میلیون یورو مالی سرچینې برابروی، چې هرات د ایران د اوسپنې د کرښو له شبکې سره نښلوی. همدارنګه دا هیواد د هرات د نړیوال هوایی ډګر پروژې د بشپړولو لپاره ۲۹ ملیون یورو لګوی.
۳- دا هېواد پر نورو مالی مرستو سربېره د هرات ښار – چشت شریف د واټ دپروژې او اړوندو زیربناو لپاره ۹۲ ملیونه یورو په اسانه شرایطو برابروی.
۴-همدارنګه ایټالیا ژمنه ده، چې په افغانستان کې د انرژی سکتور په برخه کې ایټالیایی شرکتونو ته د پانګونې اسانتیا برابره کړی.
۵-افغانستان او ایټالیا د فرهنګ، علومو او ټکنالوژی په برخو کې د همکاریو توافقنامه لاسلیک کړه.
د جمهور رئیس غنی او د ایټالیا د لومړی وزیر رِنزی د ګډ مطبوعاتی کنفرانس د کتلو لپاره دا ځای کېکاږئ.
د سویډن مشخصې ژمنې:
«د سویډن ملاتړ او حضور او همدارنګه د هغه اوږدمهاله انکشافی همکاری په افغانستان کې پراخه دی… سویډن له افغانستان سره د ۸.۷ میلیارد سویډنی کرون مرستو ته ژمن دی.» د سویډن لومړی وزیر استیفن لوفِن، ۲۰۱۵ م د ډسمبر ۴.
۱- سویډن او افغانستان د انکشافی همکاریو یو موافقتنامه لاسلیک کړه چې له امله یې د حساب ورکولو او همدارنګه له افغانستان سره د مرستو کولو زمینه برابره شوه او له دې لارې کېدلی شی د یادو ټولو مرستو حساب د ملی بودجې او ټولو بنسټونو له لارې تعقیب شی.
۲-سویډن موافقه کړې، چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې له افغانستان سره ۱.۲ میلیارد ډالرمالی مرسته وکړی.
۳-سویډن موافقه کړې، چې د دولتی او خصوصی برخو په ګډ ملاتړ په افغانستان کې د تجدید وړ انرژی په برخه کې پانګونه وهڅوی.
۴-سویډن موافقه کړې، چې د افغانانو لپاره د حرفوی او مسلکی زده کړو پروګرامونه طرحه کړی.
د جمهور رئیس غنی او د سویډن د لومړی وزیر ستیفن لوفِن د مطبوعاتی کنفرانس د کتلو لپاره دا ځای کېکاږئ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.