ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۸ تنه و وژل شول

گزارشگر:سه شنبه 24 قوس 1394 - ۲۳ قوس ۱۳۹۴

چارواکی وایی، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ تنه غړی وژلی دی.
چارواکی وایی، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ تنه غړی وژلی دی.
دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د قلعه میرزا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
mandegar-3د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی، پېښه په یاد کلی کې د یوسف په نوم د یوه کس په کور کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وویل، چې د یوسف کور ته درې تنه میلمانه ورغلی وو، چې د ډوډۍ خوړلو وروسته یې د یوسف په ګډون د هغه مور، میرمن، څلور لورانې او یو زوی په ډزو وژلی دی.
د والی ویاند زیاتوی، چې د دې پیښې په اړه پلټنې روانې دی او لومړنی معلومات ښیی چې دغه درې کسان یې نېږدې میلمانه و ځکه د دې کور په اشپزخانه کې د میلستیا تیاری ورته نیول شوی و.
ویل کېږی، یوسف اصلآ د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ننګرهار کې میشت دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.