د هېواد اجرایوی رئیس په ننګرهار کې د نننی ځانمرګی برید له ټپیانو لیدنه وکړه

گزارشگر:دوشنبه 28 جدی 1394 - ۲۷ جدی ۱۳۹۴

mandegar-3د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرایوی رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ننګرهار کې د قومی مشر او مخور ملک عثمان او د هغه ولایت د ولایتی شورا د غړی عبیدالله شینواری پر کور د شوی ځانمرګی برید له ټپیانو څخه لیدنه وکړه.
نن له غرمې وړاندې یوه ځانمرګی بریدګر د قومی مشر ملک عثمان په کور برید وکړ او ځانته یې چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۱۴ تنه شهیدان او یوشمېر نور ټپیان شول.
د دغه برید شپږ تنه ټپیان چې روغتیایی وضعیت یې ښه نه و، د کابل سردار محمد داوود خان روغتون ته را لېږدول شوی دی. د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې غړی فضل هادی مسلمیار هم شتون درلود، له دې ټپیانو لیدنه وکړه، هغوی ته یې د ښې روغتیا هیله وکړه. نوموړی دغه برید وغانده او ملک عثمان یې د افغان خاورې رښتینی بچی او د نظام یو حقدار پلوی یاد کړ، چې تل یې په خپله سیمه کې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په مېړانه مقابله کړې ده. هغه شهیدانو ته د جنت فردوس دعا وکړه. ډاکټر عبدالله عبدالله، د سردار محمد داوود خان روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټپیانو ښې درملنې ته باید پام وکړی.
ملک عثمان د ننګرهار ولایت د شینوارو یو قومی مشر او مخور دی، چې تل یې د نظام ملاتړ کړی، د جرګو او مرکو له لارې یې د خلکو ستونزې حل کړی او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې یې د خپلو خلکو په ملاتړ ننګه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.