په اروپا کې د افغان کډوالو پر وضیعت خبرې وشوې

گزارشگر:سه شنبه 17 حمل 1395 - ۱۸ حمل ۱۳۹۵

mandegar-3د ملی امنیت سلاکار د ناروې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل. د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ناروې د شاهی دولت د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ښاغلی تورې هاترم سره وکتل.
په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او په اروپا کې د افغان کډوالو پر وضیعت خبرې وشوې. د ملی امنیت سلاکار په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د پولیسو د ځانګړی ځواک په روزلو او له افغانستان سره په نورو برخو کې د ناروې د شاهی دولت د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان دولت له ټولو اروپایی هېوادونو سره د افغان کډوالو په اړه په داسې یوې برنامې کار کوی، چې ترڅ کې یې د افغانستان په د ننه کې د کډوالۍ عوامل له منځه لاړ شی. د ملی امنیت سلاکار و ویل، چې افغان دولت د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې، په افغانستان کې د امنیت د تامین، سولې ټینګښت او اقتصادی غوړېدنې لپاره له مشخصو برنامو او غوښتنو سره ګډون کوی او هیله لری، چې د ناروې شاهی دولت په دې مهمو غونډو کې د افغانستان د دولت د دریځ ملاتړ وکړی.
د ناروې د شاهی دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلی تورې هاترم و ویل، چې هېواد یې د کډوالو د ستونزې د هواری لپاره د افغانستان د دولت د پروګرامونو ملاتړ کوی او د بروکسل او وارسا په کنفرانسو کې به د افغان دولت د غوښتنو او برنامو د ملاتړ لپاره د نورو اروپایی او ناتو غړو هېوادونو د ملاتړ د راخپلولو په برخه کې هم هلې ځلې وکړی. په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.