جمهور رئیس غنی په کابل او ننګرهار کې نننی ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل

گزارشگر:سه شنبه 24 حمل 1395 - ۲۳ حمل ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند کمریو سیمه کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو پر موټر او د کابل – جلال اباد په لویه لاره سبز اباد سیمه کې د محصلینو پر موټر هغه ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل، چې له امله یې د پوهنې وزرات یو شمېر کارکوونکی او محصلین شهیدان او ټپیان شول.
جمهور رئیس غنی د یاد برید د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنانو د دغو بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا وښودله چې دوی زموږ د ګران هېواد د ترقی او پرمختګ مخالف دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دا چې د افغانستان دښمنانو د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر وړاندې د جنګ توانایی له لاسه ورکړې، نو په عامو خلکو بریدونه کوی.
محمد اشرف غنی د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوی، ټپیانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.