اجرائیه رئیس د ترکیې له لومړی وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبری وکړې

گزارشگر:شنبه 28 حمل 1395 - ۲۷ حمل ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کی د یاد هیواد له لومړی وزیر احمد داود اوغلو سره وکتل.
په دغه لیدنه کی د افغانستان او ترکیې د دوستانه اړیکو تېر ته په کتلو سره اینده کی د اړیکو د بهترۍ او پیاوړتیا په اړه بحث وسو.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له ۲۰۰۱ میلادی کال وروسته د ترکیې هیواد له همکاریو، چی د ناټو په چوکاټ کی یې له افغانستان سره درلودې مننه وکړه.
نوموړی زیاته کړه، اړتیا ده چی د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکی په تجارتی، تعلیمی او فرهنګی برخو کی لاپسې پیاوړی سی او دا هڅه باید د دواړو هیوادونو لخوا تعقیب سی.
د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو د هیواد اجرائیه رئیس سره په لیدنه کی وویل، چی افغانستان او ترکیه ډېر فرهنګی او ټولنیز مشترکات لری او دا خپله د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په بهترۍ کی اساسی رول لوبوی.
د هغه په خبره، چی ترکیه په پورته ذکر سوو برخو کی له افغانستان سره د خپلو همکاریو پراختیا ته ژمنه او پرمختګ ته یې چمتووالی لری.
ښاغلی اوغلو وړاندی وویل، چی هیواد یې په پوځی، تعلیمی، فرهنګی او رغنیزو برخو کی له افغانستان سره په دوه اړخیزه او څو اړخیزو چوکاټونو کی هر راز همکارۍ ته اماده دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.