جمهوری ریاست: له روسیې سره به ډېر ژر د همکاریو تړون لاسلیک شی

گزارشگر:یک شنبه 19 ثور 1395 - ۱۸ ثور ۱۳۹۵

د افغانستان جمهوری ریاست وایی، ډېر ژر له روسیې سره د اوږد مهاله همکاریو تړون وروستی شوی او ډېر ژر لاسلیک کېږی.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند وایی، له روسیې سره د هر اړخیزو همکاریو په دغه تړون د روسیې او افغانستان حکومتونو په ګډه کار کړی دی.
د افغانستان جمهوری ریاست وایی، له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو تړون کې د پوځی، اقتصادی، استخباراتی او د مخدره موادو پر ضد همکارۍ mandegar-3شاملې دی.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان او روسیې د اوږدمهاله همکاریو د تړون متن وروستی شوی او ډېر ژر لاسلیک کېږی.
هغه زیاته کړه: «په یوه هر اړخیز تړون د فغانستان او روسیې حکومتونو له خوا په ګډه کار شوی دی او ډېر ژر لاسلیک کېږی، په دغه تړون کې پوځی، اقتصادی او استخباراتی همکارۍ او د مخدره موادو پر ضد ګډې هڅې شاملې دی.»
نږدې دوه اوونۍ مخکی په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکی له خپل هېواده وغوښتل چې د پوځی تړون د لاسلیک لپاره چمتووالی ونیسی او استخباراتی معلومات دې له یو بل سره بدل رابدل کړی.
افغان حکومت په داسې حال کې له روسیې سره د اوږمهاله همکاریو د تړون د لاسلیکولو لپاره د چمتووالی خبره کوی چې له دې مخکې یی د امریکا له متحده ایالتونو، بریټانیا، فرانسې، اسټرالیا او ناټو سره په سیاسی، امنیتی، فرهنګی او نورو برخو کې ورته تړونونه لاسلیک کړی دی.
له بلې خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان له روسیې سره د دغه هېواد پخوانیو همکاریو ته په کتو د تړون لاسلیک د افغانستان په ګټه بولی.
د نړیوالو اړیکو یوه کارپوه عبدالصبور اریایی له ازادی سره په خبرو کې وویل چې روسیه په سیمه کې یو پیاوړی هېواد دی او کولای شی چې په ښه توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په سیاسی او مالی برخو کې مرسته وکړی.
د ویلو ده چې په کابل کې د روسیې سفیر له امریکا سره د خپل هېواد د اړیکو خړپړ کېدو ته په اشارې ویلی چې له دې وروسته به په افغانستان کې له امریکا سره په ګډه کار نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.