روغتیا وزارت: د غزنی په ترافیکی پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوی

- ۱۹ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د مقر ولسوالۍ په نننۍ ترافیکی پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د خپرونو د برخې مسوول محمد اسماعیل کاوسی ازادی راډیو ته وویل چې دغه ارقام د غرنی ولایت عامې روغتیا ریاست له خوا دوی ته ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د غزنی ولایت امنیتی چارواکو ازادی راډیو سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د تپیانو شمېر ۷۳ ښودلی و.
د غزنی امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل ازادی راډیو ته ویلی چې دغه پېښه د دوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو بسونو او یو ټانکر د جنګېدلو له امله رامنځته شوې ده.
ښاغلی امرخیل وایی کیدای شی د وژنکو شمېره زیاته شی ځکه د اور لګېدنې له امله یو شمېر جسدونه به بشپړ ډول له منځه تللی دی.
د معلوماتو له مخې په دغو دوو مسافر وړنکو موټرو کې ۱۲۰ کسان سپاره ول.
پخوانی:
نن سهار د غزنی په مقر ولسوالۍ کې د مسافرو موټر جنګېدلی دی چې له امله یې لسګونه تنه زخمی شوی او ګڼ شمېر نور مړه دی.
دغه پېښه د موټرچلوونکیو د بې‌احتیاطی له امله شوې ده.
چارواکی وایی، په مسافرو دوه ډک درې سوه درې موټرونه له کابل څخه کندهار ته روان وو چې د مقر په لړمه سیمه کې د تېلو له یوه ټانکر سره جنګېدلی او بیا درېیو واړو موټرو اور اخیستی دی.
په دغه پېښه کې تر اوسه پورې ۱۴ تنه مسافر مړه شوی او شپېته نور زخمیان دی.
د مقر ولسوال په پېښه نه دی خبر، خو د غزنی د ټرافیکو مدیر محمد الله خان احمدی وایی، ټکر د موټر چلوونکیو د بې‌غوری له امله شوی دی.
دی وایی، موټرو اور اخیستی دی او ډېری مسافر سوځېدلی دی:
«نن سهار په اووه بجې، دوه سه‌صد و سه موټر کندهار ته پر لاره وو چې په لړمه سیمه کې یو د تېلو له ټانکر سره جنګېدلی او له شا ورپسې روان موټر هم پسې په کې لګېدلی دی. درېیو واړو موټرو اور اخیستی دی. په پېښه کې شپېته تنه زخمی شوی او څوارلس نور مړه دی. په مړو او زخمیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.»
په پېښه کې د زخمی شویو کسانو له ډلې درویشت یې د غزنی ملکی روغتون ته لېږدول شوی چې روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی او پاتې نور یې کندهار ته وړل شوی دی.
د کابل کندهار لویه لاره د هېواد له خونړیو لارو څخه ده چې وخت ناوخته ورباندې ورته ټکرونه کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.