نیکولسن: افغا امنیتی ځواکونه دې تهاجمی حالت غوره کړی

گزارشگر:سه شنبه 21 ثور 1395 - ۲۰ ثور ۱۳۹۵

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکی وایی چې افغان پوځیان دې د دښمن په وړاندې له دفاعی حالت څخه ووځی او تهاجمی شکل دې خپل کړی.
په افغانستان د دېره بهرینو ځواکونو چارواکو د تروریزم په وړاندې د افغان حکومت له تګ لارې او مبارزې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

mandegar-3په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان مک نیکولسن د دوشنبې په ورځ مزارشریف ته تللی و او د شمال زون له امنیتی چارواکو سره په لیدو کې یې د ملی یوالی د حکومت له دوام او له ترویزم سره د دې حکومت د مبارزې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلی نیکولسن د تړلو دروازو تر شا د بلخ له سرپرست والی عطا محمد نور سره هم ولیدل، هغه په دې ناسته کې د افغان امنیتی ځواکونو د تجهیز په برخه خپل اطمینان هم څرګند کړی دی.
د بلخ سرپرست والی عطا محمد نور په همدې اړه یوه خبری کنفرانس ته حاضر شو او رسنیو ته یې وویل چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې بهرنی ځواکونه له افغان پوځیانو غواړی چې وروسته له دې د دښمن په وړاندې له دفاعی حالت څخه ووځی او په تهاجمی شکل دې خپلو حملو ته زور ورکړی.

هغه زیاته کړه:
افغان پوځیان دې په تهاجمی شکل خپلو حملو ته زور ورکړی
«هجومی روحیه کولی شی چې سرتېری ستړی نه کړی او هجومی شکل دا مرسته کوی چې امنیتی ځواکونه لوړ مورال ولری او د دښمنانو پټن ځایونه او زالې له مینځه یوسی ترڅو دو+ی د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ نه کړی.»
ښاغلی نور وویل چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت چارواکی په هڅه کې دی ترڅو د افغان امنیتی ځواکونو ظرفیت سازی وشی او خاصتاً د هېواد هوایی ځواک نور هم تجهیز او پیاوړی شی.
جنرال جان مک نیکولسن وایی چې دوی د پولیسو د خاصو ځواکونو په مرسته د روان میلادی کال له پیل څخه تر دمه د هېواد په ختیځ کې ګن شمېر داعشیان له منځه وړی دی او اوس په ختیځو ولایتونو کې یې حضور کم شوی دی.
ګن شمېر داعشیان له منځه وړل شوی اوس یې په ځتیځو ولایتونو کې حضور کم شوی دی.

هغه زیاته کړه:
«د جنوری میاشتې له پیل څخه تر دمه موږ د داعش ډلې په وړاندې مختلف عملیات درلودل، موږ دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او په ننګرهار کې یې حضور له مختلفو ولسوالیو څخه دوو ولسوالیو ته را کم شوی دی.»
په همدې حال کې په شمال او شمال ختیځ زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال عبدالحمید حمید د یادو څرګندونو د ردولو ترڅنګ وایی چې همدا اوس مهال په شمال او شمال خیتځ زون کې اووه تهاجمی عملیات د دوی تر مشرۍ لاندې روان دی چې تر اویا سلنې زیات یې تهاجمی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.