د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون: پروموټ پروګرام باید نمایشی بڼه ونه لری

گزارشگر:چهارشنبه 22 ثور 1395 - ۲۱ ثور ۱۳۹۵

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایی د پروموټ یا د ښځو د پیاوړتیا لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې له پروګرام سره باید پروژه یې چلند و نه شی.
په هغه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا په هدف جوړه شوې وه، د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون mandegar-3مشرې و ویل چې د ښځو د پیاوړتیا پروګرام باید له سیاسی او ټولنیز اړخه د افغان مېرمنو په ژوند کې بدلون راولی.
سیما سمر د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې «USAID» له خوا د پروموټ مشارکت په نوم جوړ شوی کنفرانس ته د وینا مهال ټینګار وکړ چې د پروموټ پروګرام نباید یوازی نمایشی بڼه ولری.
نوموړې زیاته کړه:
«هیله لرم له پروموټ سره د یوې پروژې په څیر چلند و نشی، پروموټ په واقعی توګه له سیاسی او ټولنیز اړخه د افغانستان د خلکو په ژوند کې بدلون راولی، د افغان مېرمنو په ژوند کې بدلون د افغانانو په کورنیو او ټولنه کې بدلون دی.»
پروموټ د ۲۱۶ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د ۷۵ زره افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره د یو. اس. اې. آی. ډی پنځه کلن پروګرام دی.
دغه پروګرام د رهبرۍ په برخه کې د ګډون، حقوقی مسایلو، برابرۍ، اقتصادی او ټولنیزې پیاوړتیا په برخه کې له افغان ښځو سره مرسته کوی.
مشارکت د پروموټ یوه برخه ده چې له مخې یې له ۳۴ ولایتونو څخه د څه باندې ۵۰۰۰ فعالینو او مدنی ټولنو غړې د ښځو د برابرۍ او پیاوړتیا لپاره یوه شبکه رامنځ ته کوی.
په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکینلی چې هېواد یې د پروموټ تمویلونکی دی، د سې شنبې په ورځ وویل چې له افغان مېرمنو سره به د هغو د غوښتنو له مخې مرستې وشی:
«موږ ضرورت لرو چې ستاسو ملاتړ وکړو او تاسو خپل غږ پورته کړئ، موږ اړتیا لرو چې د ممکنه بدلون لپاره د مرسته کونکو، حکومت او اشخاصو په توګه دا ټول همغږې کړو.»
نوموړی همدا راز وویل چې د افغان مېرمنو پر مسایلو به د وارسا او بروکسل په جوړیدونکو کنفرانسونو کې هم خبرې وشی.
په همدې حال کې د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایی، د ملی وحدت حکومت د ښځو غوښتنو ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی:

«دا ژمنه ستاسو سره کوو چې د افغانستان په کابینې او د وزیرانو په شورا کې د ښځو غوښتنو ته رسیدګۍ ته لومړیتوب ورکوو.»
د ښځو د حقونو فعاله فتانه ګیلانی وایی، له افغان مېرمنو سره د نړیوالو مرستې باید په نمایشی غونډو سره نه وی بلکې د هغوی لپاره ملموسې لاسته راوړنې و لری.
مېرمن ګیلانی وایی، د دې لپاره چې د پروموټ په څېر ستر پروګرامونه پروژه یې بڼه خپله نه کړی اړینه ده چې مرسته کوونکی ادارې په منظمه توګه حساب ورکړی چې څومره مرستې یې په کومو برخو لګولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.