د توتاپ پروژې د ولسی جرګې غړی پر دوو ډلو وېشلی

گزارشگر:یک شنبه 26 ثور 1395 - ۲۵ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3په ولسی جرګه کې د هزاره قوم استازی د شنبې په ورځ د اعتراض په توګه د جرګې له غونډې ووتل.
دوی تاکید کاوه چې د توتاپ د برېښنا د لېږد پروژه دې، د بامیانو له ولایت څخه تېره شی.
د توتاپ د برېښنا پروژې د ولسې جرګې غړی په دوو ډلو ویشلی دی.
دا موضوع د شنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې د جرګې ترمنځ په یوه تاوده بحث واوښته.
ځینو ویل، حکومت هیڅ اراده نه لری چې د هېواد مرکزی او په تېره د بامیانو او دایکندی ولایتونو ته، د توپات پروژه ورسوی او ځینو ویل بامیان او دایکندی ولایتونه حق لری چې حکومت ورته ژر ترژره برېښنا ورسوی خو د توتاپ پروژه باید د ټاکل تخنیکی پریکړې له مخې، د سالنګ له لارې کابل ته تېره شی.
د دې بحثونو د تودېدو په نیتجه کې د هزاره قوم ټول استازی د اعتراض په توګه له غونډې ووتل.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمی هڅه وکړه چې معترض استازی له جرګې ونه وځی، خو ګټه یې ونه کړه:
د توتاپ د برېښنا پروژې د ولسې جرګې غړی په دوو ډلو ویشلی دی.
«مهربانۍ وکړئ په خپلو ځایونو کېنئ، دلته د افغانستان د ملت کوردی، هربحث چې کوو باید خدای او د افغانستان د خلکو لپاره یې وکړو، که تالارد تشنج خواته راکاږو، دا صلاح
نه ده.
توتاپ د برېښنا د هغې پروژې نوم دی چې د ترکمنستان برېښنا، د ازبکستان او تاجکستان له لارې افغانستان او پاکستان

ته لېږدوی.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلی چې د فیشنر
جرمنۍ کمپنۍ د سالنګ لاره دغې پروژې ته لنډه او ارزانه بللې او کابینې هم د یادې پروژې پلی کولو ته د سالنګ لاره غوره کړې ده.
د افغان کابینې دغه موافقه د ځینو سیاستوالو او د جمهوری ریاست او اجراییه ریاست د دوو مرستیالانو له غبرګون سره مخ شوه او وروسته بیا د دې پریکړې په ملاتړ او مخالفت کې د هېواد په ځینو ښارونو کې مظاهرې هم وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې اعتراضونو وروسته جمهور رئیس اشرف غنی په یو ې تلویزیونی وینا کې وویل چې د هېواد د ټولو ولایتونو متوازنی پراخیتا ته ژمن دی.
سربېره پردې ښاغلی غنی داهم ویلی یو کمېسیون به وګماری چې د دغې پروژې اسناد وڅېړی او معلومه کړی چې د سالنګ لاره ورته ګټوره ده، که د بامیانو.
دا چې د دغې پروژې پلې کېدل له کومی لارې ګټور دی، د اقتصادی چارو پوه تاج محمد اکبر یې په هکله وایی:
«هغې کمپینۍ چې تخنیکی سروې یې کړې ده، د سالنګ لاریې مناسبه ګڼلې ده، د سالنګ لاره ښه، لنډه او مصرف یې هم کم دی، دغه ساحه چې پوښښ لاندې کوی په لږ وخت کې برښنا
رسولی شی.
افغان حکومت د بامیانو اوسیدونکو ته ډاډ ورکوی چې دغه ولایت ته د برېښنا رسول د حکومت په لومړیتوبونو کې دی خو ځنډ ول یې، د هېواد او ټولنې په ګټه نه دی.
منبع: آزادی رادیو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.