څلورو میلیونه افغانان انټرنټ ته لاسرسی چې د هېواد څه باندې ۱۲ فیصده وګړی جوړوی

گزارشگر:شنبه 8 جوزا 1395 - ۰۷ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3د نړۍ د نورو برخو په څیر، افغانان په خاصه توګه ځوان نسل له انټرنټ څخه په ګټې اخېستنې سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
د سوداګرو شمیرې ښیې چې په هره ورځ په تخمینی توګه اتیا زره کسان د پلازمینې کابل سربیره د افغانستان په سترو ښارونو کې آنلاین پېر او پلور کوی.
د سوداګریزو ویب پاڼو چلونکی وایی چې په انلاین د توکو رانیول په یو دود بدلیږی او مشتریان ېې ورځ تر بلې په زیاتیدو دی.
سمیع الله احمدزی د «آزاد بازار» په نامه د یوې سوداګرۍ ویب پاڼې مسول واېې چې غواړی آنلاین اقتصاد په یو دود بدل کړی. احمدزی وویل:» اوس لس زره توکی په آنلاین توګه اخیستل او پلورل کیږی. آزاد بازار کورنۍ پراختیا مومی.”
په هغو توکو کې چې اوسمهال تر ډیره د افغانستان په بازارونو کې په آنلاین توګه خرڅیږی کورونه، الکترونیکی وسایل، او موټرونه شامل دی.
د امنیتی وسایلو پلورنکی رحمت الله وایی چې توکی یی ډیر آنلاین مشتریان لری.
هغه وویل: «هغه کمړې چې مونږ پلورلی دی خلک زموږ له کار څخه راضی دی او د ویب پاڼې له لارې موږ سره خپل نظریات شریکوی.»
خو عام خلک له آنلاین سوداګرۍ سره څومره بلدتیا لری او پدې اړه عامه پوهاوی ته څومره پاملرنه شوې؟ د کابل ښار اوسیدونکی محمد رفیع پدې باور دی چې خلک ترپخوا زیات له انټرنټ سره بدلتیا لری او دغې چارې آنلاین سوداګرۍ ته پراختیا ورکړې ده.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ سکټور له هغو لومړنیو سکټورونو څخه دی چې افغانستان کې په چټکۍ وده وکړه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال د پنځو مخابراتی شرکتونو په ګدون ۵۱ کمپنۍ انټرنټی خدمات وړاندې کوی.

دې سره جوخت، تر څلورو میلیونو ډیر افغانان انټرنټ ته لاسرسی چې د هېواد څه باندې ۱۲ فیصده وګړی جوړوی.

شمیرو ته په پام ښایی آنلاین بازار ورو ورو د خلکو کورونو ته لار موندلې خو ډیر خلک شته چې انټرنټ سره هیڅ ډول آشنایی نلری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.