د صنعت کارانو ټولنې د برېښنا بیې په لوړېدو نیوکه وکړه

گزارشگر:یک شنبه 9 جوزا 1395 - ۰۸ جوزا ۱۳۹۵

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د برېښنا شرکت په هغه پرېکړه کلکه نیوکه وکړه، چې د دوی له پاره یې د برېښنا بیه ۲۵ سلنه نوره هم لوړه کړې.
یادې ټولنې تیر ورځ په کابل د یوې غونډې پر مهال د برېښنا شرکت دغه پرېکړه ناسمه او د دوی د کار مخنیوی وباله.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولې مشر سخی پیمان په خپلو خبرو کې وویل، چې د برېښنا شرکت باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړی، که نه mandegar-3راتلونکې به د هرې ستونزې مسؤولیت د دوی تر غاړې وی.
نوموړی زیاته کړه، چې د برېښنا شرکت دغه پرېکړه نه یوازې چې د صنعت کارانو په توان کې نه ده، بلکې په وینا یې دا د صنعت کارانو او پانګوالو پر وړاندې د یوې بلې ستونزې راټوکول او د صنعت د غواړېدا مخنیوی دی.
د هغه په وینا، که چېرته برېښنا شرکت له خپلې دغې پرېکړې پر شاه نه شی نو ډېری پانګوال به پانګونې ته زړه ښه نه کړی او هغه پانګوال چې دا مهال یې کارونه شروع کړی، خپل کارونه بند کړی.
ښاغلی پیمان په دې برخه کې پر حکومت هم نیوکه وکړه، چې د دوی د ستونزو او غوښتنو په برخه کې یې همکاری نه ده کړې.
نوموړی زیاته کړه، چې د افغانستان صنعت کاروانو څو څو ځلې له حکومت د ځمکې غوښتنه کړې، د صنعتی بانک د جوړېدو او دغه لار یو لړ نورې غوښتنې یې ترې کړې، خو حکومت په دې برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.
په دغه غونډه کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار هم د برېښنا شرکت دغه پرېکړه ناسمه او د صنعت کاروانو پر وړاندې یو ظلم وباله.
خو ده یادې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ستونزې په حل کې به ورسره مرسته کوی او د ستونزې د حل له پاره به راتلونکې چهار شنبې مشرانو جرګې ته د برېښنا شرکت، د صنعت کارانو ټولنې او اړونده وزارتونو استازی ورغواړی تر څو ستونزه حل شی.
نوموړی وویل، مشرانو جرګه به هڅه وکړی، چې نه یوازې دغه ۲۵ سلنه زیاتوالی له منځه یوسې بلکې کوښښ به وکړی، چې د برېښنا بیا د صنعت کارانو پر وړاندې تر مخکنی بیې هم راټیټه کړی.
د مشرانو جرګې مشر وایی، هېچا ته به اجازه ورنکړی، چې د کورنی صنعت د ودې مخه ونیسی او په افغانستان کې بې روزګاری نوره هم زیاته کړی.
باید وویل شی، چې برېښنا شرکت په دې وروستیو کې د افغانستان پر صنعت کارانو د برېښنا په بیه کې ۲۵ سلنه لوړوالی راوستی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.