اذربایجان له افغان امنیتی ځواکونو سره په هره برخه کې د مرستې ژمنه کړې

گزارشگر:چهارشنبه 12 جوزا 1395 - ۱۱ جوزا ۱۳۹۵

د اذربایجان ولسمشر وایی، هېواد یې حاضر دی، له افغانستان سره د امنیتی ځواکونو د ټولو هوایی اړتیاو د پوره کولو، د پیلوټانو د روزلو او د امنیتی ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې همکاری وکړی.
ښاغلی الهام علی اوف دغه څرګندونې په پلازمېنه باکو کې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې کړې او ویلی یې دی، چې mandegar-3اذربایجان له افغانستان سره د ژورو اړیکو غوښتونکی دی.
د هغه په وینا د افغانستان او اذربایجان تر منځ د همکاریو د پراختیا نوی پړاو پیل شوی او هېواد یې له افغانستان سره د ژورو، ستراتیژیکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلی الهام علی اوف وویل، هېواد یې حاضر دی، له افغانستان سره د امنیتی ځواکونو د ټولو هوایی اړتیاو د پوره کولو، د پیلوټانو د روزلو او د امنیتی ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې همکاری وکړی.
نوموړی د سیمې د اقتصادی ودې او ثبات لپاره د افغانستان ثبات اړین بللی او ویلی یې دی، اذربایجان له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادی همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.