د لوګر پر استېناف څارنوالۍ وسله واله حمله کې ۱۹تنه ټپیان شوی

گزارشگر:دوشنبه 17 جوزا 1395 - ۱۶ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3پرون له غرمې مخکې د لوګر ولایت په استېناف څارنوالۍ وسله والو بریدګرو حمله وکړه چې په پایله کې ۱۹ تنه ټپیان او پینځه نور ووژل شول.
د لوګر امنیتی چارواکی وایی، په پېښه کې د پینځو وژل شوېو په کتار کې د دې ولایت د استېناف څارنوالۍ لپاره نن نوی معرفی شوی څارنوال اکرم نجات هم شامل دی.
د لوګر ولایت د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی رسنیو ته په خبرو کې وویل چې په پېښه کې پرته د څارنوال له مړینې نور کسان مخکې له بررسی کېدو نه شی په ډاګه کولی چې ملکی وګړی دی او که د ادارې کارکوونکی.
ښاغلی عبدالرحیمزی زیاته کړه:
«نن لس نیمې بجې به وې چې څو تنه وسله وال د استېناف څارنوالۍ ته ور داخل شوی وو او دلته یې زموږ ملکی وګړی او ځینی اداری کارمندان په نښه کړی وو چې ۱۹ تنه یې ټپیان کړی او پینځه نور شهیدان شوی دی چې په شهیدانو کې زموږ نوی معرفی شوی څارنوال صاحب د استیناف څارنوالۍ مشر هم شامل دی چې نن ورځ د ده د معرفی غونډه وه او ډېر خلک دې غونډې ته راغلی وو په دې پېښه کې زموږ څارنوالان، قاضیان او ملکی وګړی هم ټپیان شوی دی.»
نوموړی دا هم وویل چې اوس یې سیمه تر امنیتی کنټرول لاندې ده او په پېښه کې ټول ټپی شوی کسان یې روغتون ته رسولی او وضعیت یې ښه ګڼل شوی دی.
په سیمه کې د پېښې یو عینی شاهد چې په خپله په استیناف څارنوالۍ کې موجود وو د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:
«زه د استیناف څارنوالۍ په داخل کې د خروار په ابتدایه څارنوالۍ کې ناست وم چې د باندې ډز او ډوز شروع شو، په داخل کې مو ځان سره وساته او دننه پاتې شو، دباندې بد حال جوړ وو، نو چې وضعیت ارام شو راووتو، موږ خاص څوک ونه لیدل چې له کومې لارې راغلل، خو په څارنوالۍ کې ډېر خلک وو او کېدی شی ډېر یې مړه او یا شهیدان شوی وی چې څارنوال خو یې په خپله موږ ولید چې شهید شوی وو.»
د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی وایی چې د دوی وسله والو د لوګر په استناف څارنوالۍ کې ګڼ شمېر قاضیان او څارنوالان وژلی او ټپیان کړی دی او په خبره یې دغه کار یې د خپلو هغو په دار شوېو ملګرو د غچ په هدف کړی دی چې څه وخت وړاندې په پلچرخی زندان کې د افغان حکومت د پرېکړې پر اساس په دار شوی وو.
دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو له لوری قضا او څارنوالۍ په نښه کیږی، له دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو کې په یادو ادارو بریدونه ترسره شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.