اف بی ای: عمر متین داعش ته د وفادارۍ اعلان کړی و

گزارشگر:سه شنبه 25 جوزا 1395 - ۲۴ جوزا ۱۳۹۵

د امریکا د استخباراتو فدرالی اداره اف بی ای وایی، د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کې پر خلکو حمله کوونکی، د اسلامی دولت وسله والې ډلې یا داعش ته د وفادارۍ اعلان کړی و.
په اورلانډو کې په دې حمله کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوی دی.
د امریکا د استخباراتو د فدرالی ادارې اف بی ای په وینا، عمر متین تر حملې مخکې د عاجلو حالاتو ځانګړو پولیسو ته ټیلیفون کړی او له اسلامی دولت mandegar-3ډلې یا داعش سره یې د ملګرتیا پیغام ورکړی و.
د امریکا پولیسو پرون یکشنبې وویل، عمر متین په اورلانډو کې د خلکو د وژلو مسئول ګڼی.
حمله کوونکی، د پېښې سیمې ته د امنیتی ځواکونو تر رسېدو وروسته، له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلی چې دا یو تروریستی عمل و او د کرکې له مخې شوی دی.
بارک اوباما زیاته کړه:
«دا ترور او د کرکې عمل دی. د امریکایانو په حیث، موږ ټول په دې غم کې شریک او د خپلو خلکو د دفاع لپاره متعهد یو.»
د چین صدراعظم لی کیکیانګ او د جرمنی صدراعظمې انګیلا میرکل نن په پیکنګ کې په ګډه خبری غونډه کې، دا پیښه وغندله.
لی کیکیانګ وویل:
«چین د ترورېزم له هر عمل سره مخالفت لری. موږ د خلکو د وژل کېدو له امله د خپلې خواشینۍ مراتب ټولې امریکا ته وړاندې کوو او د زخمیانو له کورنیو سره خوا خوږی لرو.»
د جرمنی صدراعظمې انګیلا مېرکل هم په دې اړه خواشینی څرګنده کړه او ویې ویل:
«زموږ زړونه نن له غمه ډک دی. زه دا خبره د ټولو جرمنیانو په استازیتوب چې دلته راغلی کولای شم، د یوه وګړی بدی او کرکې د ۵۰ کسانو ژوند واخېست. موږ که څه هم داسې وحشتناکو پېښو ډېر خوابدی کړی یو، تعهد لرو چې په زغم او ازادۍ کې به ژوند ته ادامه ورکړو.»
د متین پلار ویلی چې دا حمله له ترورېزم سره ارتباط نه لری او زوی یې د قهر له مخې دا کار کړی دی.
د انډپنډنټ ورځپاڼې په حواله، د اسلامی دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش په خپله راډیو البیان کې یو وار بیا ادعا کړې او ویلی یې دی چې متین په امریکا کې د خلافت عسکر و.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلی چې په اورلانډو کې پر خلکو وسله والې حملې چې ټولې نړۍ ته د ترورېزم ګواښ یو وار بیا څرګند کړی دی.
د اسراییل چاپ، جورو سلیم پوسټ ورځپاڼې په حواله، نتانیاهو نن د خپلې کابینې غونډې ته وویل چې د نړۍ روښانه ولسونه باید سره متحد شی او د دې تهدید پر ضد مبارزه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.