کلیفلنډ: د امریکایی ځواکونو صلاحیتونه به افغانستان پوځ لا فعال کړی

گزارشگر:شنبه 29 جوزا 1395 - ۲۸ جوزا ۱۳۹۵

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت تاکید کوی چې افغان ځواکونه باید د وسله والو مخالفینو پر وړاندې خپلو تهاجمی بریدونو ته دوام ورکړی.
یاد ماموریت وایی چې د افغان ځواکونو تهاجمی ستراتیژۍ ښه نتیجه ورکړې او په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو تازه صلاحیتونه به افغان ځواکونه لا mandegar-3ډېر فعاله کړی.
دغه ماموریت وایی په افغانستان کې تاوتریخوالی وحشتناکه دی خو افغان ځواکونه یې پر وړاندې ښه مبارزه کوی.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلس کلیفلنډ له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان ځواکونه د تېر کال په پرتله په پیاوړی دریځ کې دی او علت یې دا دی چې دوی له دفاعی حالته تهاجمی حالت غوره کړی دی.
چارلس کلیفلنډ وایی، په افغانستان کې امریکایی ځواکونو ته د تازه صلاحیتونو ورکړه به افغان ځواکونه لا پیاوړی او د تهاجمی ستراتیرۍ په برخه کې به یې ګټور تمام شی، خو په دې صلاحیتونو کې د امریکایی ځواکونو د شپې عملیات شامل نه دی.
هغه زیاته کړه:
«په دوه زره پنځلسم کال کې لکه چې څنګه چې مو پرې خبرې وکړې افغان ځواکونه په دفاعی حالت کې و او ملاتړ هم ترې کېده خو اوس په دوه زره شپاړسم کال کې چې افغان ځواکونه په تهاجمی حالت کې دی، د ولسمشر له لورې امریکایی ځواکونو ته د تازه صلاحیتونو ورکړه به افغان ځواکونو ته دا فرصت ورکړی چې لا ډېر فعاله شی او د ستراتیژیکو بریاوو په ترلاسه کولو کې به ورسره مرسته وکړی»
په کابل کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت په داسې حال کې په افغانستان کې امریکایی ځواکونو د تازه صلاحیتونو ورکړه د افغان ځواکونو په ګټه بولی چې وړاندې افغان حکومت هم له دغې پریکړې هرکلی کړی و.
امریکا په ۲۰۱۴ میلادی کال کې په افغانستان کې له جګړې لاس واخیست خو په افغانستان کې د بریدونو له زیاتیدو سره تېره اوونۍ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان له اړتیا سره سم په جګړې کې برخه واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.