‹پر تورخم به دروازه جوړیږی، که برید وشی ځواب ورکوو›

گزارشگر:دوشنبه 31 جوزا 1395 - ۳۰ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3د تورخم لارې کې د افغان او پاکستانی امنیتی ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته په دې اړه د خبرو پر مهال بهرنیو چارو کې د پاکستانی لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلی، که هر هېواد پر موږ برید وکړی، پاکستان به یې ځواب ورکړی.
له بی بی سی اردو سره خبرو کې نوموړی ویلی، تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې روانې وی، ځکه په وینا یې دې سره پاکستان نه خو له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کوی او نه هم له کوم نړیوال قانون نه سر غړونه کوی.
د نوموړی په وینا تر هغې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ‘ د پولې پر سر د ادارې ‘ کوم سسټم نه وی رامنځته شوی، تر هغه مهاله به د ترهګرۍ، سخت دریځۍ او قاچاقو په څېر ستونزې هوارې نه شی. د وویل ”د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ باید د اسنادو له لارې تر سره شی.”
د نوموړی په وینا ‘هره ورځ له ۴٠ تر ۵٠ زرو پورې کسان له دغې لارې بې له کومې پوښتنې، ګرویږنې او خنډه تګ راتګ کوی، چې په وینا یې پکې هر ډول کسان شامل دی.
نوموړی وایی ”موږ افغانستان ته مې میاشت کې ویلی و، چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به موږ هېچا ته له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوو.”
سرتاج عزیز وایی، ‘افغانستان غواړی موږ د دروازې رغونه پریږدو، خو موږ دروازه په خپل حد کې رغوو او د دې لپاره له چا نه د اجازې اخیستو اړتیا نه وینو.’
د سرتاج عزیز په وینا پاکستان دغه دروازه له صفری نکتې نه ٣٠ یا ٣۵ متره خپل لوری ته رغوی او هېواد به یې دغه چاره روانه وساتی او د دواړو هېوادونو تر منځ به یې د تګ راتګ لپاره پرانیزی.’
له نوموړی پوښتنه وشوه، که پاکستان افغانستان ته د دروازې د رغونې په اړه ویلی وو، بیا ولې نښته او تاوتریخوالی رامنځته شو، سرتاج عزیز وایی:
”موږ ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته ویلی و، چې غواړو پر پوله نوې اسانتیاوې رامنځته کړو، خو په وینا یې افغانستان د دغه وړاندیز په اړه کوم رسمی ځواب رانه کړ، موږ د دوی اندېښنو ته هم په پلان کې ځای ورکړی و.”
له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره له شپږ ورځنی ځنډ وروسته پرانیستل شوه، چې دواړو غاړو ته یې مالی زیانونه واړول او ګڼ خلک، ګاډی او مالونه دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو.
د ننګرهار چارواکو په وینا، یوازې قانونی اسنادو لرونکو کسانو ته پر لاره د اوښتو راوښتو اجازه ورکول کېږی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی رسنیو ته ویلی، پوله پرانیستل شوې او یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږی، چې قانونی اسناد (پاسپورت او وېزې) ولری او دواړو غاړو ته به ولاړ ګاډی هم حرکت کوی.
ختیځ کې د بی بی سی خبریال نعمت الله کریاب وایی، د ښاروالۍ مامورین او کارکوونکی د تورخم دروازې خوا ته ورغلی چې په تېرو شپږو ورځو کې د جګړې په ترڅ کې چې هلته کومه ویجاړی رامنځ ته شوې وه هغه پاکه کړی.
په لومړی ځل د خیبر د ځایی ادارې (پولټیکل ادارې) یو مشر چارواکی یا تحصیل دار غنچه گل بی بی سی سره خبرو کې ویلی و د لارې د پرانېستلو په اړه موافقه شوې او په دې لړ کې د شنبې په شپه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې ترسره شوې وې ، چې د پرېکړې ترمخه د شنبې له سهاره به دا لاره د تگ راتگ لپاره پرانستل کېږی.
دا لاره پنځه ورځې وړاندې هغه مهال وتړل شوه چې په تورخم کې د پاکستان لخوا د یوې نوې دروازې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله د دواړو لورو سرحدی ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې. دې نښتو کې دواړو خواوو ته ځانی او مالی تاوانونه اوښتی دی.
ښاغلی گل وویل چې «د دواړو گاونډیو هېوادو د چارواکو ترمنځ خبرې په ډېرې ښې فضا کې ترسره شوې.»
د یوې پوښتنې په ځواب کې دې پاکستانی چارواکی وویل «د پاکستان په خاوره د دروازې جوړول به دوام کوی.»
د لارې د بندېدو له امله نه یواځې لوى شمېر کې خلک هم اغېزمن شوی دی، بلکې سوداگرۍ ته یې هم لوى تاوان اړولى دى.
دغه راز د پاکستان هغه شخصی روغتونونو هم ډېر اغېزمن شوی دی چې هر ورځ لوى شمېر افغانان هلته د تداوۍ لپاره ورځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.